پوښتنه : اکرم درويش
بسم تعالی
آیا گرفتن موی اضافی بدن (سنت ها) زیر بغل و پائین ناف در حالت
جنابت جایز است یا خیر؟ و همچنان اندازه موهای مذکور از چه اندازه باید اضافه نشود؟
فی امان الله
ځواب : دتخرګو او نامه لاندې (شرمګا) د ويښتانو لری کول د ايستلو يا خريلو او يا موبر مادې په وسيله د فطرت له سنتو څخه دي او د اسلام مبارک دين د هغه په رعايت ډير تأکيد کړي دی د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک ارشاد دی :
 (الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الآباط).[1]
 داپنځه شيان دانسان دفطرت سليمه دتقاضا خاص احکام دي :
۱- ختنه ۲- دنامه لاندې ويښتو خريل ۳- دبريتو لنډول ۴- نوکونه پرې کول ۵- د تخرګونو د ويښتانو اخستل  .
د رسو ل الله صلی الله عليه وسلم عادت مبارک به دا وه چې په هره هفته کې به يې لري کول .
په هره هفته کې يې لری کول غوره دي مګر زياته موده يې څلويښت ورځې ده چې تر هغه زيات نه پريښودل کيږي .
أنس رضی الله عنه ويلي : « وَقَّتَ لَنَا فِي قَصِّ الشَّارِبِ وَتَقْلِيمِ الْأَظْفَارِ وَنَتْفِ الْإِبِطِ وَحَلْقِ الْعَانَةِ أَنْ لَا نَتْرُكَ أَكْثَرَ مِنْ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً»[2]
پيغمبر صلی الله عيله وسلم د بريتونو د لنډولو ،نوکونه ،د تخرګو او شرمګا ويښتانو د خريلو څلويښت ورځې مقرری کړی ،چې دا به تر دې زيات نه پريږدی .
نو بايد د څلويښتو ورځو اضافه پرينښول شي داچې په څلويښتو ورځو کې يې اوږدوالی څومره وي په اقليم او د بدن په نمو پورې اړه لري له تجربې څخه پيدا کيدای شي او دلرې کولو لپاره څه خاص شرايط نه دي ټاکل شوي په هر وخت کې چې که د پاکۍ په موده کې وي او که په جنابت کې جنابت خو هسې هم څه زيات وخت نه وي د غسل نه مخکې لری کول پدې ښه دي چې ددی سنتو حکمت نظافت دی .
پوښتنه : که څوک د تخرګو د ويښتان د ايستلو طاقت ونه لري آيا کولای شي هغه وخريي ؟
ځواب : هو باک نلري ځکه ددی ويښانو لری کولو نه مقصد نظافت دی ترڅو چرک او خولې جمع نه شي او دبدبويې سبب ونه ګرځي .
څرنګه چې ددی ويښتانو محل نازک دی نو ايستل یې دومره سخت نه وي خو بيا هم که څوک يې د ايستلو توان ونه لری کولای په قيچي ، تيغ يا پاکي او موبرو يې لری کړي .
شيخ ابن جبرين  (البلدالحرام – مکه مکرمه ) (5/128،127)
و بالله التوفيق، و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم
(البلدالحرام – مکه مکرمه ) (5/128،127)
 
[1].  بخاري(5889، 5891، 6297) و مسلم (257).
[2]. مسند احمد (3/122، 203، 255). مسلم (258). ابوداود (4200). نسائي (14). ترمذي (2759)، ابن ماجه (295).