يوځل بيا د ان لاين اسلامي لارښود قدرمنو همكارانوته سلامونه اونيكي هيلي وړاندي كوم هيله ده چي روغ جوړ اوخوشحاله وي دمعمول سره سم غواړم له تاسو قدرمنو څخه يوه لنډه پوښتنه وكړم چي په لاندي ډول ده.

لكه څنګه چي په دي شپو ورځوكي زيات شمير حاجيان صاحبان راغلل او هرحاجي خپل دوستان خپلوان لري او دحج دمباركي لپاره ورځي او هلته دزمزم مباركي اوبه څښـي او خرما خوري خو دزمزم دابوپه څښلو كي ځيني وخت دخلكو ترمنځ بحثونه راپيداكيږي، ځيني وايي چي دزمزم اوبه بايد مخامخ قبلي ته په ولاړو وڅښل شي، ځيني وايي چي نه دزمزم اوبه بايد په ناستي وڅښل شي او ځني نور بيا په بل نظر دي، نو په دي اړوند كه تاسو محترم ټولو مسلمانانو ته نيكه لار غوره كړي دا به ستاسو لپاره داخرت يو ښيګڼه وي.
 
محمدحنيف (منير)
زابل افغانستان

الحمدلله رب العلمين

هو د زمزم اوبو د څښلو په اړه ابن ماجه داسې روايت نقل کړی :
عَبْدِ الرَّحْمنِ بْنِ أَبِي بَكْرٍ؛ قَالَ: كُنْتُ عِنْدَ ابْنِ عَبَّاسٍ جَالِساً. فَجَاءَهُ رَجُلٌ. فَقَالَ: مِنْ أَيْنَ جِئْتَ؟ قَالَ: مِنْ زَمْزَمَ. قَالَ: فَشَرِبْتَ مِنْهَا كَمَا يَنْبَغِي؟ قَالَ: وَكَيْفَ؟ قَالَ: إِذَا شَرِبْتَ مِنْهَا فَاسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ وَاذْكُرِ اسْمَ اللهِ وَتَنًفَّسْ ثَلاَثاً. وَتَضَلَّعْ مِنْهَا. فَإِذَا فَرَغْتَ فَاحْمَدِ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ (ابن ماجه ) .
د زمزم د اوبو څښلو په اړه يو سړی له ابن عباس رضی الله عنه څخه پوښتنه وکړه ده مبارک ورته وويل کله چې د زمزم اوبه څښې مخامخ پر قبله به وې ،بسم الله به وايې په دريو ساه باندې به يې څښی ،او په اخر کې به الحمدلله وايې .
مستدرک حاکم روايت کوي : کله به چې ابن عباس رضی الله عنه د زمزم اوبه څښلې دا دعا به يې لوستله :
اللهم أسألك علمًا نافعًا و رزقًا واسعًا وشفاءً من كل داء (ای الله زه ستا نه علم نافع ،رزق واسع او د ټولو امراضو شفاء غواړم ) .
د زمزم د ابو فضيلت :
ابن عباس رضی الله عنه وايي: قال رسول الله صلي الله عليه وسلم :« خيرماء علي وجه الأرض ماء الزمزم » (يعني: د ځمکې پر مخ بهترينې اوبه د زمزم اوبه دي) . طبراني په معجم الکبير 11/98
ابن عباس رض الله عنه  روايت دی چه پیغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي:« إن الحمی من فیح جهنم، فأبردوها بماء زمزم.» (يقيناً چې تبه د دوزخ له تاو څخه ده ،پس هغه د زمزم په ابو باندې يخه کړئ ) امام احمد 1/391
 د زمزم په باره کې څو پوښتنی او ځوابونه :
۱- ايا د زمزم اوسنی اوبه همغه د ابراهيم عليه سلام  د وخت د ابو حکم لري کوم چې رسول الله صی الله عليه وسلم يې په اړه فضيلت بيان کړی او شفاء يې بللې دي ؟
ځواب : هو څومره چې ژوريږي او څومره چې زياتې مصرفيږي هغومره به پاکيږي هو همغه د ابراهيم عليه سلام د وخت د زمزم داوبو حکم اوس هم لري (فتاوی جامع اهل سنت ) .
۲- د زمزم دابو انتقال روا دی ؟
هو د تبرک لپاره له مکې څخه د نړۍ نورو ښارونو يې وړل رواه دی صحابؤ به هم له ځانه سره انتقالولې (الشيخ ابن عثيمين- دروس وفتاوي في الحرم مكي (423) )
۳- ايا د زمزم له ابو سره د عادي ابو کډول روا دي ؟
دا ښه کار نه دی ځکه خلک يې د زمزم ابو په قصد څښي هر څومره چې کوم حاجي له ځانه سره راوړې وي همغه دې خپلو ميلمنو ته ورکړي چې خلاصې شي هغو نورو ته يې دې نه ورکوي (فتاوی جامع اهل سنت )
 
په عمومي ډول د اوبو څښلو مسنونه طريقه داده چې لومړی بسم الله وويل شي او اوبه په دريو ساه وڅښل شي په آخر کې الحمد لله وويل شي او که په کوم ګلاس يا ظرف کې وي بايد په ښي لاس کې ونيول شي او وڅښل شي  .
ابن قتاده وايي چه رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم د اوبو په ظرف کې ساه ايستل څخه منع فرمايلې (ترمذي ) .
ننی ساينس چې کله دا خبره وڅيړله چې په اوبو کې ساه ايستل څه تاوان لري نو نتيجه داسې راووتله چې هغه ساه چې انسان يې له هوا څخه اخلي اکسيجن دی او هغه ساه کوم چې له بدن څخه خارجيږي کاربندای اکسايد دی ، کله چې کاربن دای اکسايد له ابو سره يوځای شي يو ډول تيزاب د کاربونيک اسيد په نوم جوړوي چې د معدی په هضمې سيستم بد اثر لري کيمياوي معادله يې په لاندې ډول ليکلای شو .
CO2 + H2O = H2CO3
آن لاين اسلامې لارښود