بيع سلم
 
دقرض يوقسم معامله سلم دی يعنی داسې چې تجار يا بائع مخکې له مشتري يا خريدار څخه قيمت واخلي يا مشتري مخکې قيمت ورکړ او دشی د وروسته ورکولو وعده يې وکړه نو دا ډول بيع رواه ده .
مثلاً يوکس چا ته پیسی ورکړي چه کله فصل ټول شي ماته به شل منه غنم راکوې .
دسلم بيع دبائع اومشتري  دواړو د آسانتيا دپاره جايز شوی ده ،دسلم بيع دهر هغه شي جايزه ده چه دهغه صفت اوڅرندوالی په ژبه اوقلم سره بيان کړ شي .
ددی لپاره چې په آينده کې د بايع اومشتري ترمنځ اختلاف رانشي نو ددی بيعې دصحت لپاره شرايط ټاکل شوی که په دغه شرايطو کې يوهم نه وي نو بيع جايزه نه ده .
اول شرط :
کوم شی چې معامله کيږي دهغه پوره تفصيل پکار دی مثلاً که غنم وي د هغه په باره کې تفصيل چې وطني يا زراعتي ياليلمي ،غټ يانري ،سپين يا سره ،ګردغبار به لري اوکه اوداسې نور همدارنګه که رخت وي کوم ډول رخت ململ ،نيلون ياد فلانی کمپنۍ به وي .
دوهم شرط :
نرخ يا قيمت به فيصله کوي مثلاً که غنم اخلي نو قيمت به یې ټاکي داسې صحي نه ده چې ووايې کله چې فصل تيار شي هغه وخت چه څه نرخ همغه به يې نرخ وي .
همدارنکه که کوم جنس راغواړي نوقيمت به يې فيصله کوي داورسره ويلای شي چه څومره خرڅ په واردولو اوراوړو راغی هغه به راکوی .
دريم شرط :
دسودا د اخستو موده به مقرروي داسې فيصله به کوي چې په فلانی مياشت يا فلاني تاريخ به دغه سودا دياجنس درکوم .
څلورم شرط :
دځای ښودل خريدار ته به داښﺉ چې په فلاني ځای به جنس درته رسوم البته داشرط د هغه معاملې دپاره دی چې رسول او انتقال آسانه نه وي لکه سل منه غنم يا پنځه سوه چوکۍ اوداسې نور .
که داسې جنس وي چې وړل يې آسان وي لکه څو دانې قلم يا يو تپ رخت د هغه لپاره دا شرط نشته .
پنځم شرط :
ټولی روپۍ به دمعاملي کولو په وخت کې اداکوي .
شپږم شرط :
دڅومره مودې لپاره چې معامله شوی ده په دغه ټوله موده کې به د معاملی جنس په بازار کې موجودوي که هغه شی د بازار نه غايب شي نو بايع به روپی بيرته ورکوي داشرط د احنافو دعلماء کرامو دی
مګر امام شافعي ،امام مالک او امام احمد وايي چه کوم وخت هغه دا شي ورکوي هغه وخت ددی موجودګي پکار ده په ټوله موده کې پکار نده .
دمودې له تيردلو وروسته که بايع هغه شی ورنه کړل نو بيرته به پيسی ورکوي په دغه پیسو بل شی نشي اخيستلای يابه روپۍ بيرته ورکوي اويا به هغه ته نور مهلت ورکوي .
(اسلامې فقه ،زيورجنتي ،فتاوي هنديه ، درالمختاراو شرح البدايه ) .
نوټ : د کوم شی چې تعين نه کيږي دهغه بيع سلم نه روا کيږي لکه څاروي مګر امام شافعي او امام مالک وايي چې په دې کې هم کيدای شي په هرحال ددی تعلق په عرف عام پورې دی که په عرف يې تعين وشي نو اخستل کيږي اوکه ونه شي نو نه اخستل کيږي .
 

دبيع نا رواه طريقې
په عام ډول ناجايزې بيعې په دری ډوله دي ب
يع باطل ،بيع فاسده او بيع مکروهه .
۱- بيع باطل :
د باطلې بيع حکم دادی چې معامله او استعمال يې ټول حرام دي مثلاً چا دسود کاربار وکړيا یې د شرابو کارخانه جوړه کړه يا شراب دبيع لپاره راوړل يا یې د قمار په ذريعه تجارت وکړ څنګه چې دا څيزونه په اسلام کې مال نه ګڼل کيږی نو ځکه دا ټول کار بار حرام او باطل دی .
۲- بيع فاسده :
بيع فاسده هغه بيع ده چې د بيعې جنس حلال وي مګر په کوم صورت چې هغه خرڅيږی هغه نا جايز وي لکه په درياب کې ماهيان په درياب کې ماهيان د هيڅا ملک نشي کيدای ترڅوچې ښکار شوی نه وي نو ددی وجې نه دابيعه فاسده ده .
۳- بيع مکروه :
په مکروه بيعه کې مال هم حلال وي اوکوم شي چې خرڅيږي هغه هم حلال وي مګر په کومه طريقه چې خرڅيږي او ګټه ترې اخستل کيږی هغه نا جايز وي .
مثلاً يوشی له تجار سره په ۱۰ روپۍ قيمت شوي او ددی یقين شته چې تجار راضي شي دوهم سړی راځې هغه يې په يولس روپۍ غواړي روپۍ يې ورکړي اوهغه جنس واخست يا مقصد صرف داو چې تجار زياته ګټه وکړي نموړی جنس يې په ۱۲ روپۍ خرڅ کړ يایې په ۱۱ روپۍ واخست دغه يو يا دوې روپۍ کټه د هغه دوهم سړي په وجه تجار ته ذياتې شوي چې دا فعل مکروه دی .
څه مسايل :
۱- هغه ګيا او بوټی چه پخپله شنه شوی وي اوابول شوي نه وي دهيچا ملک نشي کيدای بيع يې ناجايزه ده
۲- دحيوان د بچي بيع د حيوان په نس کې نارواه ده که له بچي سره يو ځای خرڅ شي رواه ده .
۳- دحيوان په تيو کې شيدې اوپه بدن باندې وړي خرڅول حرام دي .
۴- دانسان د ويښتانو هدوکو او نورو بيع اوله هغه څخه استفاده کول حرام دي .
۵- دمردار شوي حيوان بيع حرامه ده .
۶- پلاستکي ناوکې د وړوکو نجونو لپاره بيع باطله ده په شريعت کې پلاستکي ناوکي هيڅ قيمت نه لري .
۷- په درياب کې ماهيان بيعه حرامه ده ځکه چې د چا ملکيت نشي کيدای .
۸- که څوک غوا پدې شرط وپلوري چې د ورځې څلور کلو شيدي کوی دا بيعه حرامه ده مګر که ووايي چې ډيرې شيدې کوي رواه ده .
(اسلامې فقه ،زيورجنتی ،فتاوی هنديه ،شامي ) .