يوار بيا د ان لاين اسلامي لارښود قدرمنو كاركوونكو ته دزړه له تل څخه سلامونه او احترامات وړاندي كوم هيله لرم چي روغ جوړ او ښه صحت ولري او په اسلامي فضا كي درته دهوسا ژوند غوښتنه دمخلوق له خالق څخه كوم.

وروسته محترمو ما ته يوه وړه پوښتنه پيدا شويده هغه داچه ځيني كسان وايي چي دږيري دويښتانو غورځول په ځمكه باندي ښه كارنه دي او زه داسي يو عادت لرم كله چي په خبرو لګيا وم او ياپه ځير ديو مضمون مطالعه كوم نو فكر مي نه وي په ږيره كي ګوتي وهم او يو يو ويښته يي كاږم او غورځوم يي كله كله په همدي يوه يوه كي ډير ويښتان ختلي وي، نو كه تاسو محترم په دي هكله يوه ښه لاره راته غوره كړي اودحنفي فقهي له مخي د روا او ناروا فيصله ورباندي وكړي ځكه چي ستاسو ټول موضوعات ما ويلي اوكتلي ماته دمنلو وړدي او ستاسو موضوعاتو او تاسوته احترام لرم.
مينه او مننه
محمد حنيف منير
زابل افغانستان

 


د ږيرې پريښودل واجب دي او خريل يې حرام دي
(الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الآباط).(البخاری5552)
درسول الله صلی الله عليه وسلم  ارشاد مبارک دی چه داپنځه شيان دانسان دفطرت سليمه دتقاضا خاص احکام دي :
۱- ختنه ۲- دنامه لاندې ويښتو خريل ۳- دبريت لنډول ۴- نوکونه پرې کول ۵- د تخرګونو د ويښتانو اخستل .
 
عن ابن عمر رضي الله عنهما قال:
 قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (انهكوا الشوارب، وأعفوا اللحى).
دحضرت عبدالله بن عمر رض نه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائی چه بريت لنډوی او ږيره پريږدی .
 (بخاری 5549 )  مسلم هم روايت کړی  .
 
د قبضې نه اضافه ږيرې کټ کول او اصلاح کول روا ه دي  البته د موټي يا قبضې په اندازه کې زنې شامله نده .
عن عمرو بن شعيب، عن أبيه عن جده:
- "أن النبي صلى اللّه عليه وسلم كان يأخذ من لحيته من عرضها وطولها". هذا حديث غريبالترمذي .
نه روايت دی چه نبی صلى الله عليه وسلم به دخپلې ږيرې مبارکي نه په پلنوالی او اوږدوالی هم ويښته تراشل . امام ترمذی ليکي دا حديث غريب دی .
 
د ږيرې پريښودل واجب دي د قبضې نه زيات کټ کول يې جائز دي او ديوه موټي يا قبضې نه کم کټ کول يې جواز نلري ځکه چې نه د رسول الله ص نه ،نه د صحابؤ اونه هم د تابعينو څخه دا نه دي نقل شوی چې د قبضې نه یې دې ږيره کمه کړي وي .
(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج۲ ص ۱۰۵۶ ) .
 
 
د ږيرې ،سر اود بدن نور ويښتان او نوکان چيرته وغرځول شي ؟
بهتره داده هغه څه چې د انسان له بدن څخه په ژوند يا مرګ کې جلا کيږي د اکرام په خاطر بايد دفن شي .
ولې دا خښول يا دفن کوم واجبي حکم نه دی (فتاوی جامع اهل سنت ) .
 
دمړي ويښتان او نوکان په يوه کيسه کې بايد واچول شي او له مړی سره خښ شي .
مګر که د ژوندی کس ويښتان او نوکان په مځکه تويې شي او له جاروکړو خاورو سره کډ شي جايز دي او کراهيت نه لري (کتاب المقرب لاحکام الجنائز عبدالعزيز بن محمد بن عبدالله ).
 
 
د رسول الله ص د امر پر اساس چې خپل امت ته يې امر کړئ چه ږيره پريږدی نو له ږيره څخه د ويښانو ايستل او تر قبضي لنډول جواز نلري .
ولې که په بې فکرۍ داسې وشي چې ږيرې ځخه ويښه وايستل شي باک نلري خو ځان ساتل ورڅخه ضرور دي .
الله تعالی دی تاسې ته اجر درکړي په نن عصر کې د ږيرې پريښودل ډير ثواب لري ځکه چې په ورو ورو سره مسلمانان د کفارو د تقليد تر تأثير لاندې واقع کيږي .
الله تعالی دې مونږ ټول مسلمانان پخپل ستر الهي دين کلک وګرځوي (آمين ) .