دوقف او وصل احکام
وقف دريدلو ته وايي پداسې شان چې ساه واخستل شي .
دقف اووصل پيږندل یو له اهمومباحثو دعلم تجويد څخه دي چې د قرآنکريم لوستوکی يې بايد په پوره اهتمام په نظر کې ونيسي .
حضرت علی رض د (وَرَتِّلِ الْقُرآنَ تَرْتِيلاً ) په تفسير کې ويلي هو تجويد الحروف، ومعرفة الوقوف يعنې دترتيل نه مراد د حروفو تجويد اود وقفوپيږندل دي .
او ابن الأنباري وايي چه وقف او وصل پيږندل ډيرضروري دي په خاصه توګه دهغه چا لپاره چې د قرآنکريم په معنی نه پوهيږي نوهغه به يې په فواصلو پيږني نوويلای شوچې دا دقرآن د تعليم لومړي واجب دي
په آخردکلمې باندې دريدل يا وقف په دوو طريقو تر سره کيږي
۱- وقف ابدال :
(بدلول ) دوقف په حالت کې دکلمې آخري توری په بل توري بدليږي
الف ) : کله چې آخر دکلمې تاء (ة) وي دوقف په حالت کې په (ها) بدليږي لکه : (رَحْمَةً -  رَحْمَهْ)
ب ) : هغه کلمات چې په تنوين (دوه زورونه ،دوه زيرونه او دوه پيښونو) ختم شوی وي دوقف په حالت کې په مدي الف مدليږي لکه : (حِساباً -  حِسابا)
۲- وقف اسکان :
(ساکن کول ) دابدال نه بغيرنورو ټولو کلماتو کې دوقف په حالت د کلمې آخري توری څخه حرکت لرې کيږي او ساکن ګرځول کيږي لکه : يَوْمُ __ يَوْمْ
 
دوقف نښې :
د هري ژبی ويونکی چه کله خبرې کوي نو چيرته دريږي او چيرته نه دريږي ،کله ډیر او کله لږ ايساريږي او په ودريدو او نه ودريدو کې د خبرې پوره بيان او مفهوم کې ډير لوی دخل دی .
نو ضروري خبره ده چې ددی عظيم کتاب لوستونکی ددی رموزو يا علائمو پوره خيال وساتي او دغه علايم چې اهل علمو د دريدو او نه دريدو نښي مقرري کړي دی چې په لاندې ډول دی :
– چيرته چه خبره پوره شي هلته وړه غوندي دايره وي ،:داپه حقيقت کې غونډه (ت) ة ده چې   ة پرځای يوه وړه دايره وي چې دې ته آیت وايې دا دوقف تام علامه ده پدی ودريدل پکار وي.
 
م – دا دوقف لازم علامه ده پدې باندې هرومرو ودريدل پکار دي .
 
ط – دا دوقف مطلق نښه ده پدې باندې دريدل پکار دي .
 
ج- دا د جايز وقف نښه ده دلته دريدل غوره دی او نه دريدل جايز دي .
 
ز- د اد مجوز وقف نښه ده دلته نه دريدل غوره دي .
 
ص – دادمرخص وقف نښه ده دلته پيوست لوستل پکار دي ليکن که څوک ستړی شي دريدل هم جائز دي  .
 
صلی – داد الوصل أولی (يعنی وصل غوره دی )   دلته پيوست لوستل غوره دی .
 
ق- دا د قيل عليه الوقف خلاصه دلته دريدل پکار نه دي .
 
صل – دا د قد يوصل نښه ده دلته کله دريدل او که نه دريدل ليکن دريدل غوره دي .
 
قف – داد قف نښه ده يعنی ودريږه دا علامه هلته پکاريږي چې د لوستونکی د پيوستی وينا احتمال وي .
 
س يا سکته – داد سکتط نښه ده دلته لږ وخت دريدل پکار دي خو تنفس به باقی وي (سا به نه ماتوي  ).
 
وقفه – دا داوږيدی سکتې علامه ده دلته د سکتی په نسبت ډير دريدل پکار دي ليکن چه نفس جايری وي .
 
لا- د لا معنی ده يعنی نشته چې دا علامه کله د ايت د پاسه ليکل شوی وی او کله د عبارت د ننه وي که د عبارت د ننه وي هلته دريدل بالکل نشته او که د ايت د پاسه وي پدی کې اختلاف دی ځنی وايې دريدل روادي ځنی بيا وايې نه دريدل رواه دي خو که ودريږي يا ونه دريږي په مطلب کې کوم خلل نه راځي .
 
ک- دا د کذالک علامه ده يعنی کومه علامه چې مخکې تيره شوي وي دلته هم همغه ګڼل پکار دي .
 
۵- دا علامه د ځنو په نزد آیت دی که وقف وشي نو دوباره ويل نشته .
 
.. – دا دريو ټکو وقف دی دې ته معانقه ويلی شي کله ددی اختصار په مع سره ليکلی وي دا دواړه وقفونه لکه چې معانقه کوي غوندی ددی حکم دادي چې پر يو دريدل او پر بل نه دريدل پکار دي