دبل کس حاجت پوره کول او دهغه عزت او آبرو ساتل

قال الله تعالی : وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُوْنَ (الحج ۷۷ ) .
نيکي اوښيګړه کوئ ددی دپاره چه تاسې کامياب شئ .
نبوي ارشادات 
عن أبي هريرة،
 عن النبي صلى الله عليه وسلم قال “لا يستر الله على عبد في الدنيا، إلا ستره الله يوم القيامة
 (المسلم 2590)
أبي هريرة نه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : يوبنده هم داسې نشته – چه په بل يو بنده باندې پرده واچوي – مګر داچه الله تعالی به د قيامت په ورځ دهغه عيبونه پټ کړي .
كل أمتي معافاة إلا المجاهرين. وإن من الإجهار أن يعمل العبد بالليل عملا، ثم يصبح قد ستره ربه، فيقول: يا فلان! قد عملت البارحة كذا وكذا. وقد بات يستره ربه. فيبيت يستره ربه، ويصبح يكشف ستر الله عنه. ( المسلم 2990)
زما دامت هر سړی ته به معافي وشي مګر خپله ګناه ښکاره کونکي ته معافي نه کيږي د ګنا دښکاره کولو صورت دادی چه : يوکس دشپي څه ګناه وکړي الله تعالی پرده پرې واچوله – مګر سهار هغه پخپله وويل چه دشپې مې دا ګناه کړي دی – الله تعالی خو پرې پرته واچوله خوغيب یې پخپله ښکاره کړ .
المسلم أخو المسلم، لا يظلمه ولا يسلمه. من كان في حاجة أخيه، كان الله في حاجته. ومن فرج عن مسلم كربة، فرج الله عنه بها كربة من كرب يوم القيامة. ومن ستر مسلما، ستره الله يوم القيامة . (المسلم 2580)
مسلمان دمسلمان ورور دی په هغه ظلم نه کوي اونه (په چاباندې دظلم کولو دپاره) بې يار او مددګاره پريږدي ،ترڅو چه مسلمان دمسلمان حاجت پوره کوي الله تعالی به دده حاجت پوره کوي ،اوڅوک چې دمسلمان څه تکليف لری کوي نو الله تعالی به د قيامت په ورځ دده نه تکليف لری کړي ،اوڅوک چې په مسلمان پرده اچوي الله تعالی به دقيامت په ورځ دده په عيبونو پرده واچوي .
عن أبي هريرة. قال:
 قال رسول الله صلى الله عليه وسلم “من نفس عن مؤمن كربة من كرب الدنيا، نفس الله عنه كربة من كرب يوم القيامة. ومن يسر على معسر، يسر الله عليه في الدنيا والآخرة. ومن ستر مسلما، ستره الله في الدنيا والآخرة. والله في عون العبد ما كان العبد في عون أخيه. ومن سلك طريقا يلتمس فيه علما، سهل الله له به طريقا إلى الجنة. وما اجتمع قوم في بيت من بيوت الله، يتلون كتاب الله، ويتدارسونه بينهم، إلا نزلت عليهم السكينة، وغشيتهم الرحمة وحفتهم الملائكة، وذكرهم الله فيمن عنده. ومن بطأ به عمله، لم يسرع به نسبه (المسلم 2699)  
څوک چې په دنيا کې ديومسلمان نه پريشاني لری کوي الله تعالی به دقيامت په ورځ دهغه نه پريشاني او تکليف لری کړي ،څوک چې اړو اوتنګ لاسي سره کومک وکړي الله تعالی به په دنيا اوآخرت دواړو کې دده سره آساني وکړي ، اوڅوک چه دمسلمان عيب پټ کړي الله تعالی به په دنيا اوآخرت دواړو کې دده په عيبونو پرده واچوي ،الله تعالی دخپل بنده تر هغه وخته امداد اومرسته کوي ترڅو چه بنده دمسلمان ورور مرسته کوي .