د محترم عبدالله ورور څخه مننه چی دی موضوع ته یی اشاره وکړه، او د اسلامی ویب پاڼی د کارکونکو څخه هم مننه چی جواب یی په ښه تفصیلی ډول ورکړی

خو زه هم یوه پوښتنه لرم، مګر مخکی د پوښتنی څخه غواړم چی د پوښتنی پر بګراونډ یو څه وږغیږم او هغه دا چی ( لږ څه وخت مخکی ما ۶۵ ګرامه د کور زر و زرګر ته وروړه او ورته و می ویل چی دا زر ویلی که او د هغه څخه نور نوی شیان راته جوړ که، نو زر ګر راته وویل چی دا زر چی ویلی کی نو ۱۰ ګرامه کمیږی. ما ورته وویل چی هر څومره چی کمیږی په هغه اندازه نور نوی زر ورسره یو ځای که او د هغه به زه نوری پیسی درکړم. خو زه وروسته پوه سوم چی په ویلی کولو کی دومره اندازه زر نه کمیږی او دا کاریګر دی چی پر هر ۱۰۰ ګرامه زر باندی ۲ ګرامه نقاش مزدوری ګرزوی او تقربآ په همدغه اندازه هم هغه څوک چی زر زوب کوی او بیا یی قالب کوی) نو اوس غواړم چی پوه سم چی په دی معامله کی خو به سود نوی راغلی او که سود سوی وی نو بیا ماته د هغه د دفعه لپاره څه کول پکار دی؟

محرابي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که زرګر ته زر ورکړ شي چې نوي شيان ور څخه جوړ کړه او د جوړولو په مقابل کې زرګر ته اجره ورکړ شي نو داسې معامله څه باک نه لري ، مګر که زرګر ته زر ورکړ شي چې له دې څخه نوي شيان جوړ کړه او زرګر څه نور نوي زر ور سره کډ کړي او مالک د اجرې په مقابل کې زر ورکړي نو داسې معامله جواز نه لري ځکه مستعمل او نوي زر په مختلف قيمت معامله شول .

د زرو يا طلا په تبادله کې فرق ور کول جواز نه لري  نور تفصيل دلته وګورﺉ .

إذا كان الصائغ سيقوم بصناعة ذهبك حليا حسب طلبك ، فيأخذ أجرة على عمله ، فلا بأس بذلك ، أما إن كان سيصنع لك الحلي المطلوب من ذهب غير ذهبك ، ويأخذ ذهبك مقابله مع الأجرة فهذا لا يجوز ؛ لأنه لا بد من التساوي في المقدار إذا بيع الذهب بجنسه ، مع التقابض في المجلس .

وبالله التوفيق وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم .

اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء . فتاوى اللجنة الدائمة 13/503.

آن لاين اسلامې لارښود