د عقيدې په اړه اړينې پوښتنې او ځوابونه
 
 
۱ – ولې مونږ خدای پيداکړي يو ؟
ج : خدای (ج)مونږ ددی د پاره پيداکړي يو تر څو دهغه عبادت وکړو اوله هغه سره شريک ونه نيسو لکه چې فرمايي «و ما خلقت الجن والانس ﺇلاَّليعبدون». [الذاريات ۵۶]. [جن او انس مونه دي پيداکړي مګر د عبادت لپاره ]. او رسول اکرم (ص) فرمايي: «حق الله علی العباد أن يعبدوه و لا يشر کوا به شيئا». [متفق عليه] دخدای حق پربنده ګانو دادې چې د هغه عبادت وکړي او له هغه سره څوک شريک نه کړي .
۲ – په څه ډول د خدای عبادت وکړو؟
ج: څنګه چې الله (ج) اورسول (ص)مونږ ته په عبادت کې په اخلاص امرکړی خدای ج فرمايي : «و ما أمروا ﺇلاَّ ليعبدوا الله مخلصين لهالدين». [البينة ۵]. [اودوی ته امر نه ورکړ شوی مګر داچې په کامل اخلاص سره په دین داسلام کې د الله عبادت وکړي ]. او رسول اکرم (ص) فرمايي: «من عمل عملاً ليس عليه أمرنا فهو رد». [مسلم]. که چا داسې عمل وکړچې په هغه سره مونږ امر نه وي کړي يعنی زمونږ په لاره او طريقه برابر نه وي نو هغه عمل يې مردود دی نه قبليږي .
۳ – آيا د خدای ج اطاعت د ويري اوهيلي له رويه وکړو؟
ج: هو بايد الله تعالی د ويرې له عذاب څخه او هيله اواميدواری رحمت ته عبادت وکړو،څنګه چې فرمايي :
 «ادعوه خوفا و طمعا». [الأعراف ۵۶]. [اوبولی تاسی الله (عبادت يې کوی ) په خوف سره (له غدابه دالله ) اوطمع سره (اميد درحمت دالله ) ]. رسول اکرم (ص) فرمايي: «أسأل الله الجنة و أعوذ به من النار». [أبو داود]. له خدايه جنت غواړم او له اور د دوزخ پناغواړم .
۴ – په عبادت کې احسان اونيکي يعنی څه ؟
ج: د خدای  (ج) داسې عبادت وکړو لکه هغه چې وينو که ته هغه نه وينی نو هغه تا وينی لکه چه فرمايي : «ﺇن الله کان عليکم رقيبا». [النساء ۱]. [خدای (ج) ستاسې د اعمال اوکردار مراقب دی ]. او رسول اکرم (ص) فرمايي: «الا حسان أن تعبد الله کأنک تراه؛ فان لم تکن تراه فانه يراک». [مسلم]. احسان دادی چې ته د خدای داسې عبادت وکړي کواکې ته چې هغه وينی که ته هغه نه وينی نو تا خو هغه ويني .
۵ – ولی خدای(ج)پيغمبران را ليږلی دی ؟
ج: خدای(ج) پيغمبران ددی لپاره راليږلی دی چې خلک د يو الله عبادت ته دعوت کړي اوله شرک څخه يې منعه کړي لکه چه خدای (ج) فرمايي «و لقد بعثنا في کل أمة رسولا أن اعبدوا الله و اجتنبوا الطاغوت». [النحل ۳۶]. [يقيناً ليږلی وو مونږ هر (پخواني) امت ته يو رسول (چه ووايي دوی ته ) عبادت کوی د الله او ځان ساتی له شريرانو (باطلومعبودانو) څخه ]. او پيامبر (ص) فرمايي: «و الأنبياء ﺇخوة و دينهم واحد». [متفق عليه].پيغمبران يو دبل وروڼه دی او دوی دين يو دی .
۶– توحيد الوهيت يعنی څه ؟
ج: په عبادت کې د خدای (ج) يواځې پيږندلو ته توحيد الوهيت وايي ، لکه دعا کول ،نذر کول داسې چې يواځې د يو خدای(ج)  اطاعت کول خدای ج فرمايي : «فاعلم أنه لا ﺇله ﺇلا الله». [محمد ۱۹]. [پس پوه شه چې يقيناًنشته معبودی برحق مګريو الله دی]. او رسول اکرم (ص) فرمايي: «فيلکن أول ما تدعوهم ﺇليه شهادة أن لا ﺇله ﺇلا الله». [متفق عليه]. يوبرخه له حديث د معاذ بن جبل ده هغه وخت چه رسول اکر
م (ص)هغه يمن ته ليږلوداسې يې ورته وفرمايل : پس اولين شي چه ته دوی اسلام ته دعوت کوی دا دی چه : ګواهي ووايی چه هيڅ معبود بر حق نشته مګر يوالله دی .
۷ – کلمه (لا ﺇله ﺇلا الله) يعنی څه ؟
ج: يعنی بدون له يو الله بل هيچ دعبادت لايق نشته ، خدای ج فرمايي: «ذلک بأن الله هو الحق و أن ما تدعون من دونه الباطل». [لقمان ۳۰] [دغه (شامل معرفت کامل قدرت ) له دې سببه دی چې يقيناً الله هم دی حق دی اويقيناً هغه چې بولي (عبادت يې کوي ) بې له الله باطل دی]. او رسول اکرم (ص) فرمايي: «من قال لا ﺇله ﺇلا الله و کفر بما يعبد من دون حرم الله ماله و دمه». [مسلم]. څوک چې ووايي : هيچ معبودی برحق بې لهيوخدای نشته اوهغه څه چې بدون له يو خدای يې عبادت کيږي پريږدی الله تعالی دهغه مال او ځان حرام کړي ،يعنی همدا مسلماني ده .
۸ – د توحيد نمونه او صفات يعنی څه ؟
ج: ثابتول د هغه څه چه خدای او يا رسول الله (ص) خدای په هغه سره توصيف کړی وي توحيد د اسماء او صفاتو په نوم ياديږي .
خدای (ج) فرمايي: «ليس کمثله شيء و هو السميع البصير». [الشوری ۱۱]. [په کائيناتو كې هيڅ شی هغه ورته اوهم مثل نشته اوهغه په هر څه اوريدونکی او ليدونکی دی]. او رسول اکرم (ص) فرمايي: «ينزل ربنا تبارک و تعالی کل ليلة ﺇلی السماء الدنيا». [متفق عليه].
الله تبارک وتعالی په آخر دنمايې د شپي کې د دنيا آسمان ته را کوزيږي ، اونزول راکوزيدل دهغه جل جلاله په جلال اوقدر پورې اړه لري مونږ دهغه په څرنګوالی نه پوهيږو .
۹ – دهر مسلمان دپاره د توحيد ګټه څه ده ؟
ج: توفيق او هدايت په دنيا کې اوپه آخرت کې له دوزخ څخه نجات دی خدای (ج) فرمايی : «الذين آمنوا ولم يلبسوا ﺇيمانهم بظلم أولئک لهم الأمن و هم مهتدون». [الأنعام ۸۲]. [هغه کسان چې مؤمنان دي اودوی خپل ايمان په ظلم (شرک ) سره نه وي کډ کړی دغو کسانو لره شته امن (له عذابه ) او هم دوی دي لارموندونکي .

ادامه لري ……………

آن لاين اسلامې لارښود