په مخکې درس کې مو ولوستل چې د مسيحيت عقيده په دريو بناوو ولاړه ده

۱- د تثليت عقيده ۲- د صليب عقيده ۳- په قيامت کې د عسی له خلکو سره حساب کول

د تثليت عقيده مخکې بيان شوه دلته په پاتې دوو نورو بحث کوو

۲- دصليب عقيده يا د مسيح په دارځړول اودهغې مقدس ګڼل :
 دصليب نښان د مسيحيانوشعار دی اوهغه مقدس ګڼي هغوی عقيده لري چې مسيح ع د دؤمتقاطع لرګيوپه وسیله په دار ځړول شوی دی داچې ولی په دار وځړول شوداسې يې بيانوي : مسيح ع د انسانانو دپلارادم ع دهغه ګناه د کفاری او جبران دپاره چې په کومه ميوه ورته د نه خوړولو حکم شوي ؤ هغه يې وخوړه چې په دې سره يې ګناه اولاد ته نقل شوه چه الله د ادم ټولې اولادې ته په قهردی نوځکه واسطه اودخلاصون لاره په کار ده چې داګناهونه پورته کړي او خپل ځان د ټولو نه قربان کړي او خدای راضي کړي .
دا فداکار عسی ع ؤ چې خپل ځان يې قربان کړاوپه دار وځړول شو (دراسات في الاديان ص 304).
داچې چاپه دار وځړولو دانجيل په کتابونو کې يې داسې بيان شوی : مسيحيان په دې عقيده دی چې عسی ع يهوديانو په قتل ورساوه ،د جمعی په شپه يې ونيواود يوه یهودی کاهن کورته يې نقل کړچې د تحقيق نه وروسته په محکمه کې د اعدام حکم صادرشو وروسته یې د رومانيې ولايت مرکزته يوړ او هلته يې په داروځړاوه اود شپی په وخت يې له دارنه کوز کړاوپه قبر کې يې کيښود خو دوې ورځې وروسته چې قبر ګوري قبر خالی دی همغه ؤچې څلويښت ورځې وروسته خدای هغه اسمان ته يورته کړ،مګر داقصه د انجيل په کتابونو کې په مختلفو ډولونو ذکرشوي چې دلته نه ځايږي .(دراسات في الاديان ص 306)
اصلی حقيقت څه دی :
عسی ع چې خلک يې توحيد ته دعوتول اود بت پرستی شرک اوباطو اعمالو یې خلک منع کول څنګه چې ددی ټولو ترک د يهودايولپاره سخت ؤ نودعسی ع په وړاندې راولاړشول او دهغه د قتل تصميم یې ونيو ولې الله عسی ع د يهودو له مکر نه خلاص کړ او اسمان ته يی پرته کړ قوله تعالی :
وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا ۱۵۶ وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـكِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلاَّ اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا ۱۵۷ بَل رَّفَعَهُ اللّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ۱۵۸ (النساء ۱۵۸-۱۵۶ ) .ِ
بيا هغوی په خپل کفر کې دومره پرمختګ وکړ چې په مريم يې غټ بهتان ولګاوه ،اوپخپله يې وويل چې مونږ د خدای رسول عسی زوی د مريم وژلی دی حال داچه د واقعيت له مخې نه هغوی وژلی او نه يې په دار ځړولی دی بلکی موضع د هغه لپاره تشبه وګرځول شوه اوکومو خلکو چې د هغه په باب اختلاف کړی دی هغوی هم په اصل کې په شک کې لويدلی دی له هغوی سره پدې اړه علم نشته صرف د ګمان پيروي ده .
هغوی په يقنی توګه عسی نه دی وژلی بلکی عسی الله تعالی خپل لوري ته اوچت کړی الله ډير زيات زورور او دحکمت څښتن دی .
۳- دقيامت په ورځ به عسی له خلکوسره حساب کوي :
مسيحيان په دې ګما
ن دی چې دحشرپه ورځ به عسی د خلکو حساب کتاب په خپل لاس کې اخلې .
(دراسات في الاديان ص 333)
مګر دمسلمانانوعقيده داده چې الله ج د قيامت په ورځې واکمن دی اوبس هغه جل جلاله به حساب کوي
هريوپيغمبربه په خپل امت شاهد وي .
مګر د مسيحيانو عقيده يو خيال دی ځکه عسی ع د نورو ټولو پيغمبرانو په څير د حشر په ميدان کې ولاړيږي
 د مسيحيانو مسيحيت ته دعوت کول ………….. بيا
مدينه منوره
ژباړه کابل افغانستان