درنو او قدرمنو سلامونه او نیکې هیلې درته ډالۍ کووم . يوه پوښتنه لرم هیله ده چې دشریعت په رڼا کښې به یې ځواب راکړۍ
 پوښتنه: ځینې خلک دمختلفو وجوهاتو په بنا ګوتې (انګشتري) په ګوتو کوي آن تردې چې دځینو خلکو په ټولو ګوتو کښې ګوتې وي. ځینې خو واي چې دا دفلاني مرض دپاره ما ته چا ښودلې او دا یو قسم د دوایي په څیر استعمالیږي.
 
مننه
 
ستاسو ورور
 
جمیل اخندزاده
 
ځواب :
که د سروزرو وي حرامه ده د سرو زرو استعمال که د ساعت په ډول وي يا ګوتۍ يا د غاړی ځنځير په ډول وي استعمال يې د نر لپاره حرام دی .
"و اخرج الترمذى عن ابي موسى الاشعرى رضي الله عنه أن رسول الله صلي الله عليه  و سلم قال: "حرم لباس الحرير و الذهب على ذكور امّتى و احل لاناثهم". (الترمذي: 1/302 ط كراچي) يعنی د ابريشمو او طلا استعمال زما د امت په سړيو حرام دی او ښځو لپاره حلال دی .
والله اعلم بالصّواب
فتاوی دارالعلوم ديوبندي ، فتاوي دارالعلوم زاهدان (حنفي ) .
 
مګر د سپينو زرو نه جوړه شوی ګوتی رواه ده مګر په داسې شان چې د سړيو په شان وي (له ښځو سره مشابحت ونه لري ) غمی د ننه ورغوی خواته وي او په غچه ګوته وي او وزن يې له يوه مثقال يا 4.25 ګرامه څخه کم وي
و  فی  الرد:
«‌و  لایتختم  الا  بالفضة  لحصول  الاستغناء  بها  فیحـرم  بـغیرهاکحجر  الخ‌….  قـال  الزیعلی  و  قد  وردت  فی  جواز  التختم  بالفضة  وکان  للنبي صلي الله عليه و سلم  خاتم  فضة‌»‌.(رد المحتار:5/253)
 و  فی  الهندیة‌:
«ثم  الخاتم  من  الفضة  انما  یجوز  للرجل  اذا  ضرب  علی  صفة  ما  یلبسه  الرجال  اما  اذاکان  علی  صفة  خواتم  النساء  فمکروه  و  هو  ان  یکون  له  فصان‌کـذا  فـی  ســراج الوهاج  و  یـكره  للرجال  التحتم  بما  سوی  الفضة  كذا  فی  الینابیع‌»(الهندية:5/355)
و  فی  الرد:
 « (‌قوله‌:‌ویجعله‌)  ای  الفص  لبطن‌کفه  بخلاف  النساء  لانـه  تـزین  فـی  حـقهن‌ٌ. هدایة‌»‌.(رد المحتار:5/254)
و  الله  اعلم  بالصواب 
خدا  نظر  -‌عفا  الله  عنه  
دار  الافتاء  حوزه  علمیه  دار  العلوم  زاهدان  16/1/1419هـ. ق
 
داؤ هغه څه چې د شريعت په رڼا کې م

إضافة تعليق

يجب عليك تسجيل الدخول لإرسال تعليق.