دحروفو صفات
صفت د حرف د ادا په وخت کې داسې کيفيت دی چې له بل حرف سره يې فرق وشي د حروفو د صفاتو يوه ګټه همدا ده چې د هم مخرج يا قريب المخرج حروفو فرق وشي .
دصفاتوپه شمير کې د علماؤ اختلاف دی امام ابن الجزری په نزد اولس دی او ابومحمد مکی بن ابې طالب القيسی بيا څلورڅلويښت ښودلی ،دلته د امام ابن الجزري په نزد اولس صفات تر مطالعې لاندې نيول شوی دي.
صفات په دؤ برخو ويشل شوي دي متضاد او غير متضاد ،متضاد هغه صفات دی چې د هغه لپاره ضد وي او غير متضاد هغه صفات دي چې دهغه لپاره ضد نه وي .
متضاد صفات : متضاد صفات لس دی چې يو دبل ضد دي
 
استلاء ضد استفال
شدت ضد رخوت
جهر ضد همس
اطباق ضد انتفاح
اذلاق ضد اصمات
 
۱- استلاء : په لغت کې لوړوالي ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري اوچت اوډک اداکيږي .
يعنی د اداکولوپه وخت کې دژبې بيخ پورته تالوته لوړيږي د لوړيدو له کبله دا تورې ډک تلفظ کيږي .
حروف يې اوه دی چۍ پدې جمله کې جمع شوي (خُصَّ ضَغطٍ قِظ) .
۲- استفال : په لغت کې ټيټوالي ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري نازک اونرم اداکيږي .
يعنی د اداکولوپه وخت کې دژبې بيخ تالوته نه لوړيږي له دې کبله دا تورې نرم تلفظ کيږي .
حروف يې ۲۲ دی (ء ب ت ث ج ح د ذ ر ز س ش ع  ف ك ل م ن ه و ي ا) څخه عبارت دی .
 
۳- شدت : په لغت کې سختی يا قوت ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري په سختی سره اداکيږي .
يعنی د اداکولوپه وخت کې په مخرج کې آواز په سختی سره ودريږي اود آرامتيا په وخت کې آواز ورباندې بنديږي . حروف يې اته دی (أجد قط بكت) جمله کې جمع شوي .
 
۴- رخوت: په لغت کې سستوالی ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري په کمزورۍ اونرمۍ اداکيږي . د اداکولوپه وخت کې په مخرج کې آواز جريان پيداکوي .
حروف يې ۱۶ دی :(ث ح خ ذ ز س ش ص ض ظ غ ف هـ و ي ا)عبارت دی
 
۵- جهر: په لغت کې څرګندوالی ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري په لوړآواز اداکيږي .
يعنی د اداکولوپه وخت کې په مخرج کې آوازپه داسې زورسره ودريږي چې ساه بنده وي اوپه آواز کې يو ډول لوړوالی راشي . حروف يې (عَظمَ وَزْنُ قَارِي ذِي غَضِّ جِدِّ طَلَب) جمله کې جمع شوي
 
 ۶- همس:  په لغت کې پټوالی ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري په ټيټ آواز اداکيږي .
يعنی د اداکولوپه وخت کې په مخرج کې آوازپه داسې کمزوری سره ودريږي چې ساه جايري وي اوپه آواز کې يو ډول ښکته والی راشي .
حروف يې لس دی چې عبارت دی له (فحثه شخص سكت).
 
۷- اذلاق : په لغت کې تيزی ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري د ژبی له ارخ او شنډو نه په تيزی اوآسانی سره  اداکيږي .
حروف يې شپږ دی چې عبارت دی له (فر من لب ) .
 
۸- اصمات: په لغت کې چوپوالی ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري دتلفظ په وخت کې ثقيل اوسخت ادا کيږي .
حروف يې ۲۳ دی عبارت دی له (جز غش ساخط صيد ثقة إذ وعظه يحضك).
 
۹- اطباق: په لغت کې تماس اونښليدو ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري د حروفود ادا په وخت کې دژبی منځ پورته تالوسره مښلی . حروف يې څلور دی :
(ص ض ط ظ) .
 
۱۰- انفتاح : په لغت کې خلاصوالی ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري دحروفو د ادا په وخت کې ژبه له تالونه جلا وي .
 
حروف يې ۲۵ دی (من أخذ وجد سعة فزكا حق له شرب غيث).
 
غير متضادصفتونه :
غير متضاد صفتونه اوه دی انحراف ،قلقله ،لين ،صفير،تکرير،تفشي او استطالت
۱- انحراف : په لغت کې کوږوالی ته وايې دا صفت د "ل" او "را" په حروفو کې دی چې د ادا په وخت کې دخپل مخرج څخه کم کوږوالی پيدا کوي .
۲- قلقله : په لغت کې حرکت اوخوځښت ته وايي .
د قلقلی د حروفو صفت دادی چې د سکون په حالت کې د هغي د تلفظ پر مهال په مخرج کې خوځښت رامنځته کيږي د قلقلی حروف پنځه دی چې په قطب جد کې جمع شوي دي .
۳- لين : معنی ده سهولت او نرمي داحروف د ادا په وخت له مخرج څخه په نرمۍ اداکيږي .
حروف يې دوه دی واو يا چې خپله ساکن وي ماقبل يې مفتوح (زور) لرونکی توری وي .
۴- صفير :
د صفير معنی داده چې ددغو حروفو د تلفظ پر مهال د شپيلۍ د آواز په شان آواز غوږ ته رسيږي له همدې کبله هغه ته صفيریه حروف وايې چې له "ص ز س"حروفو څخه عبارت دي .
۵- تکرير :
دا صفت يوازی په "ر" کې ليدل کيږي چې د ادا په حالت کې يو ډول لړزه پيدا کيږي ،يعنی د ادا په وخت ژبه رپيږي پداسې ډول چې "را"  تکرار تلفظ نشي .
۶- تفشي :
په لغت کې شيندلو ته وايې دغه صفت د"ش" د حرف  دی چې ددی توری ادا کولو په وخت کې آواز په خوله کې خپريږي .
استطالت  :په لغت کې اوږدوالی ته وايې داصفت لرونکی يواځې د "ض" حرف دی چې د ادا په وخت کې دمخرج له شروع تر پایهټول اضراس غاښونه نيسي .