يو کس له حضرت عمر(رض) څخه پوښتنه  وکړه چې  زه څه ډول لباس واغوندم ؟ هغه مبارک ورته  وفرمايل : داسي لباس چې په اغوستلو سره دي بې عقلان خلک ذليل  ونه ګڼي او يا ته خپله بدنامه ښکاره نه شې او چي هوښياران او پوهان خلک عيب  در پکښي  راونه باسي يعني چي تر خپل حد تجاوز کوونکی دی ونه ګڼي .                                                                 

   دلباس په هکله د شريعت تعليمات ډېر متعدل دي ، ځکه يې کوم خاص لباس تعين او پابندی نه ده لګولې او نه يې کوم  ځانګړی هيئت ښودلی دی چې ګويا دهر شخص لپاره صرف دغه راز لباس  اغوستل ضروري دی ، بلکي د هري سيمي او هر ځای  موسم او آب ؤ هوا ته په کتلو سره يې په لباس کې د ازادۍ اعلان کړی ، داځکه اسلام دفطرت دين دی ، مختلفو حالاتو ، هيوادونو او هلته رنګارنګ موسمونو او هوا ګانو ته په کتلو او دخلکو دضرورتونو په خاطر د وګړو لباس مختلف شکلونه  اختيارولای شي مثلاً کله به باريک وي ، کله به پنډ وي کله به يو راز او کله به بل راز  وي ، نو ځکه اسلام د يو خاص لباس اغوستلو حکم نه دی کړی .                  

   البته اسلام دلباس په لړ کي ځيني مهم او بنسټيزه اصول او آداب  بيان کړي چې دهغوی لحاظ ساتل  په هر حال کي ضروري دي .          

dawat.katib.org