په پخپل کور کې تر سختو سګنځو لاندې او کلک استقامت

وروسته مو ټول وسايل په اتاق کې بند کړل تر څو د ميرمنې د کورنۍ کره لاړ شو .

هلته لاړو ور مو وټکولو مشر ورو يې ور خلاص کړ کله يې چې خپله خور وليده خوشحاله شو او تعجب يې وکړ !! صورت يې همغه صورت وو ولې جامو يې تغير کړی ؤ حجاب چې ټول بدن يې پټ کړی وو. ميرمن مې په خوشحالی سره کور ته داخله شوه ، وروسته زه هم داخل شوم او په سالون کې کښيناستم کور ساده وه چې له آثارو يې غربت او فقر ښکاريده .

زه تنها ناست وم مګر ميرمن مې بل اتاق ته لاړه ، کم کم عږ پورته شو او لهجو تغير وکړ او نارې اوچيغې شروع شوې خو زه نه ورباندې پوهيدم ځکه زه له روسۍ ژبې سره بلد نه وم .

وروسته له څو لحظو نا ګهانه دری ځوانان او د پوخ عمر سړی ما ته راغلل چې ما فکر وکړ هغوی د روغبړ د پاره راغلل مګر فوراً يې د روغبړ او ښه راغلاست پر ځای پر ما باندې د کتکو وارونه شروع کړل .

کله مې چې وليدل چې زه د څو وحشي ځناورو په منځه کې قرار لرم او څه نه دې پاتې بغير له دې چې د ددې دنيا څخه رخصت واخلم نو بغير له تېښتې او فرار څخه مې بله کومه لاره نه لرله دا زما د نجات د پاره يوازنۍ لاره وه .

په تېزې سره مې دروازه خلاصه کړه او له کور څخه مې فرار وکړ هغوی را پسې وو خو ما د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان ورک کړ او خپل کرايه کړي اتاق ته راغلم .

بدن ته مې چې وکتل په وينو رنګ زخمې زخمی وم او جامې مې د ځناورو د سختو وهلو په وجه ټوټې ټوټې شوی وې . له ځان سره مې وويل : ما خو نجات وموند خو د ميرمنې به مې څه حال وي .

خالد وايي : خپل ځان مې هير کړ او د ميرمنې په اړه مې فکر کولو چې هغه به هم ما غوندې وهل او ټکول برداشت کوي زه نارينه وم چې د هغه مې څه طاقت لرلو مګر هغه ناتوانه ښځه به څنګه طاقت وکړای شي هغه به حتماً مري او يا به ما پريږدې او يا کيدای شي له دين څخه وګرځي ….

شيطان يې خپل کار پيل کړ او زما په ذهن کې عجيب افکار شروع شول چې نور به خپله ميرمن په سترګو ونه وينم . نو څه بايد وکړم ؟ لاړ شم ، پاتې شم ځکه دلته د انسان قيمت ډير ټيټ دی کيدای شي چا ته لس دالر ورکړي او ما ور باندې ووژني . پس بايد هم دلته ووسم بلاخره سهار شو ، جامې مې تبديل کړې او د لرې مې د هغوی د کور نظارت وکړ ، د کور دوازه بنده وه … ناګهانه دروازه خلاصه شو او هغه کس چې زه يې وهلی وم ښکاره شو پوه شوم چې هغه د خپل شغل طرف ته روان شو .

په څلورمه ورځ مې بيا د هغوی کور له لرې وليد نا ګهانه د کور دروازه خلاصه شوه ميرمن مې وليده چې ښي او چپ طرف ته ګوري .

خالد وايي : په ټول ژوند کې مې داسې عجيبه حيرانونکی او ښکلې صحنه نه وه ليدلې حال دا چې چهره یې په وينو رنګ وه ، او ساده جامې يې پر تن وې ناګهانه مې هغه ځنځيرونه هم وليدل چې ددې پښې او لاسونه ور باندې تړلي وو او د شا د طرف نه قفل وو .

په تيزﺉ سره نږدې ورغلم هغې ته مې وکتل نږدې وه چې مړ شم ، د هغې لاسونه ، مخ او پښې ټول په وينو رنګ وو کله مې چې ميرمن په داسې حالت کې وليده په ژړا شوم .

هغې ما ته وويل خالده ! اول دا چې مطمن اوسه زه په همغه وعده باندې کوم چې له الله سره مې کړې ولاړه يمه . قسم په الله چې بغير له هغه بل په حقه معبود نشته هغه څه چې زه يې تيروم د اصحابو ، تابعينو او انبياء له يوې زرې سره يې هم نه برابرومه .

الله اکبر څه عجيبه ښځه !

دوهم دا چې زما او زما د کورنۍ تر مينځ وساطت مه کوه .

دريم دا چې : تر هغه پورې په اتاق کې اوسيږه تر څو زه ان شآء الله درشم . مګر زياتې دعاوي کوه ، د شپې لمونځ کوه ځکه لمونځ الله تعالی ته د پنا وړلو غوره وسيله ده .

خالد وايي : لاړم په اتاق کې پاتې شوم يو ورځ .. دوې ورځې … دری ورځې په آخر دريمه ورځ ناګهانه ور تک تک شو ما فکر وکړ څوک به وي ؟ دا اولين ځل وو چې د وره تک تک مې تر غوږ شو ډير وارخطا شوم چې په دې نيمه شپه کې به څوک وي ؟ لکه چې حتماً يې زما ځای پيدا کړی دی ، ناګهانه مې آواز تر غوږ شو ډير ښکلې چې تر اوسه پورې مې هغه نه وو اوريدلی هغه زما د ميرمنې آواز وو . ور مې خلاص کړ خپله هغه وه .

ويې ويل همدا اوس ځو ما ويل په دې حال ؟ ویې ويل هو

وروسه څه سامان او جامې مو چې لرل هغه مو ځان سره واخستل او هغې خپل حجاب واغست موټر مو کرايه کړ او روان شوو موټروان ته مې په روسي ژبه وويل ميدان هوايي ته مو ورسوه ځکه زما دا کلمه زده وه . ميرمنې مې وويل نه ميدان هوايي ته نه ځو فلانې ښار ته ځو ومې ويل ولې ؟ وويل مونږ غواړو تښته وکړو . ځکه که زما په فرار او تښته خبر شي ميدان هوايي ته به راپسې راشي مګر مونږ به فلاني ښار ته ځو تر څو له هغه څخه بين المللی هوايي ميدان ته ځان ورسوو .

بين المللی هوايي ميدان ته ورسيدو هلته مو تکټونه واخيستل مګر د الوتنې د پاره زيات وخت وو نو ځکه هلته مو يو اتاق کرايه کړ .

خالد وايي : ميرمنې ته مې وکتل . خدايه د بدن هيڅ ځای يې روغ نه دی د تګ په وخت کې له هغې څخه وپوښتل څه در باندې تير شول هغې وويل :

کله چې کور ته داخله شوم د کورنۍ غړې زما سره کيناستل ما ته يې وويل : دا په تن مو څه جامه ده (حجاب ) ؟

ومې ويل دا اسلامې جامه ده . وويل : دا سړی څوک دی ؟ ما وويل : دا زما خاوند دی زه مسلمانه شومه او له هغه سره مې واده وکړ . هغوی وويل: دا امکان نه لري .

ما ورته وويل اول غوږ ونيسی چې قصه در ته وکړمه . او ما هغه د روسي تجار قصه ورته بيان کړه چې پر مونږ خو داسې څه وشول چې هغوی د کار په بهانه د فحشآء د پاره بولي وو .

هغوی را ته وويل : مونږ ته دا غوره وه چې عزت او آبرو دې پلورلی وای فحشاء دې کړې وای خو اسلام نه وای قبول کړی .

وګورﺉ وروڼو او خوندو ! د اسلام پر وړاندې د دغه قوم سختې دوښمنۍ او تعصب ته .

ما ته يې وويل : له دې کور څخه به ونه وځې مګر ارتدوکس يا بې روحه جسد .

وروسته مې خور پوښتنې پيل کړې چې ولې دې خپل دين خوشی کړ ؟ د مور دين دې .. د پلار او اجدادو دين ؟

او ما هغه ته قانع کونکي دلايل شروع کړل او د اسلام حقيقت مې ورته بيان کړ د ددې دين ښګنې خالص پاک ستره عقايد په اړه مې هغې ته تشريحات ورکړل .

کم کم هغې ته حق څرګند شو او پخپل ځان کې يې باطل درک کړ او ويې ويل : حق ستا سره دی دا بر حق او صحي دين دی همغه دين چې زه يې هم بايد قبول کړمه .

غوږ شه زما خورې ! زه غواړم ستا سره کومک وکړمه

ما هغې ته وويل : که غواړې زما سره کومک وکړې داسې کار وکړه تر څو زه وتوانيږم له خپل خاوند سره ووينم . مګر مشکل په دغه دوه ځنځيرونه کې دی کوم چې زه ورباندې تړل شوې يم ځکه د ځنځير د پرانيستلو دريمه کلۍ مې همدا خور وه . او دا ځنځيرونو د کور په يوه ستنې پورې تړل شوي وو تر څو زه فرار او تښته ونه کړمه .

يو ورځ زما خور چې اسلام يې قبول کړ تصميم ونيو تر څو د دين په لاره کې قرباني ورکړي ، هغې وغوښتل زما د تښتې او فرار په لاره کې کومک وکړي که څه هم کلۍ زما د ورو سره وې .

خور مې په دغه ورځ ورور ښه ټينګ او غليظ شراب جوړ کړل کله چې هغه شراب وڅښل ډير بې هوشه شو او په څه نه پوهيده خور مې د هغه د جيب څخه کلۍ واخستې ځنځيرونه پرانيستل او زه په همدې اخره شپه تا ته راغلم .

خالد وويل : پس خور دې ؟

ويې ويل : له خور څخه مې وغوښتل چې تر هغه پورې اسلام مه ښکاره کوه تر څو شرايط برابر شي .

خالد وايي : وروسته په هوايي سورلې کې سپاره شوو او د خپل هيواد په لورې روان شوو کله چې هلته ورسيدو ميرمن مې روغتون ته بوتله او د څه وخت د پاره بستر وه تر څو د بدن زخمونه يې جوړ شي .

تأليف : أبو أنس ماجد البنکانی

ژباړه :  آن لاين اسلامې لارښود