کله چې په حجة الوداع کې په جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم دغه مبارک آيت نازل شو (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا ) (المائده 3 ) ابوبکر صديق رضی الله عنه چې کله دغه مبارک ایت واروید په ژړا شو صحابه کرامو هغه ته وويل : څه شي وژړولی ځکه دا خو هم د نورو آيتونو په شان يو آيت دی کوم چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم نازليدل . ابوبکر صديق رضی الله عنه وويل : دا آيت د جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم د مرګ خبر دی .

د حجة الوداع د را ګرځيدو (9)  ورځې وروسته جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم دردونه شروع شول او ويې فرمايل : غواړم د احد د شهيدانو زيارت ته لاړ شم ، د احد د شهيدانو زيارت ته يې تشريف يوړ د هغوی د قبر تر څنګ ورديد او ويې فرمايل : اسلام عليکم ای د احد شهيدانو! تاسې مخکې شوئ او مونږ به هم ان شآء الله تاسې سره پيوسته شو ، او زه هم تاسې سره يو ځای کيږم .

د زیارت د واپسۍ نه پس جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم وژړل اوښکې يې تويې کړې .

صحابه کرامو رضی الله عنهم وويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د څه په خاطر مو وژړل .

جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د خپلو وړونو په فراق کې مې وژړل صحابه کرامو وویل : ايا مونږ دې وروڼه نه يو ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : تاسې زما ملګرې ياست ، مګر وروڼه مې هغه کسان دي چې زما څخه وروسته راځي هغوی زه ليدلې نه يم خو پر ما باندې آيمان راوړي .

(الله تعالی مونږ ددې کسانو څخه وګرځوي کوم حضرت محمد صلی الله علیه وسلم يې په محبت کې اوښکې تويې کړې دي )

آن لاين اسلامې لارښود