زما نوم جيسون فورس دی د هيبرون په ښار کې ژوند کوم ، پلار مې د لبنان او مور مې د اسپانيا ده ، او زه اصلاً په امريکا کې د ميشګان په ښار کې زږيدلی يم .

که څه هم زما نيکه او پلار مسلمان او دينداره وو مګر هغوی خپل دين ته هيڅ توجه نه لرله نو زه هم مجبور وم د امريکايي ځوانانو په شان لوی شم ، کله چې زه د نوې ځوانۍ سن ته ورسيدم واليدنو مې له ځانه سره لبنان ته بولتم او دا زما اولين ځل وو چې د خاور ميانه له کلتور سره بلد شوم .

پس له څلور کالو دوباره امريکا ته لاړم او دا ځل د يوه فوځي په توګه عراق ته وليږدول شوم اصلاً مې له جنګ سره علاقه نه لرله مګر زه يو معزول مأمور وم . په فلوجه او نورو سيمو کې مې فعاليت کولو هلته کم کم د سيمې له خلکو سره آشنا شوم .

د رمضان په مياشت کې مې ليدل چې څنګه زيات مسيحيان په ډير جوش سره په اسلام کې داخليږي او شهادتين وايي ، زه په دغه وخت فقط ددې ماجرا شاهد وم ، دغه وخت امريکا له عراق څخه کم کم د خپلو عسکرو په ايسلو پيل وکړ او زه د دغو عسکرو له ډلی څخه وم او هيمشه به مې دا فکر کولو چې هر څه کيږي حتماً يو دليل لري .

کله چې امريکا ته راغلم څرنګه چې کوم خاص هدف مې نه لرلو ډير زيات په تنګ او خفه وم فقط په روزمره ډول به مې خپل ژوند کولو او نور مې دا حالت نشوای زغملای .

بس تنها وم او له هيچا سره مې دوستي او راشه درشه نه لرل بلاخره مې د قرآن په ويلو پيل وکړ د قرآن له ويلو څخه مې نظر انجيل او تورات ته ډير خوند اخيستو .

هغه ډير آسانه وو په ژوند کې مې يو لوی بدلون ته ضرورت وو بلاخره مې ددې بد حالت څخه د وتلو لاره پيدا کړه او حالت مې مخ په ښه کيدو شو ، بلاخره له يوې فلسطيني نجلی سره بلد شوم چې هغه ددې باعث شوه تر څو په معنوي مسايلو پوه شم .

کله چې بيا د رمضان مياشت راغله په دغه مياشت کې مې خپل شهادتين اعلان کړل که څه هم کورنۍ مې په څنګ کې نه وه مګر دلته مسلمانان د يوې کورنۍ د غړو په شان دي چې يو له بله حمايت کوي

اسلام مې انتخاب کړ ځکه هغه زما د وجود يوه برخه وه خوشحاله يم او ددې کار په خاطر افتخار کوم .

سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم

منبع : المهتدين

آن لاين اسلامې لارښود