يو ورځ پاچا خپل دری وزيران را وغوښتل او هغوی ته يې د ډیر عجيب کار سپارښتنه وکړه . د هر وزير نه يې وغوښتل چې بوجۍ يا کڅوړې در سره واخلی او د قصر باغ ته لاړ شئ او د پاچا د پاره خپلې کڅوړی له تازه ميوو څخه ډک کړی او همدارنګه له هغوی څخه يې وغوښتل پدې کار کې به له هيچا څخه مرسته نه اخلی .

وزيرانو د پاچا ددې دستور او امر څخه تعجب وکړ او هر يو يې بوجۍ ور سره واخستې او د باغ په لورې روان شول او هلته يې د ميوو او تازه محصولاتو را ټولول پيل کړل .

لومړی وزير چې د پاچا د رضايت په لټه او کوښښ کې ؤ تر ټولو غوره ميوه جمع او خپله کڅوړه يې ور څخه ډکه کړه . دوهم وزير له ځانه سره فکر وکړ چې پاچا ميوې ته څه ضرورت نه لري د تنبلی له وجې يې ښې او بدې ميوې په خپله کچوړه کې واچولې . دريم وزير له ځان سره وويل چې اصلاً دغه محصلاتو او ميوو ته پاچا کوم اهميت نه ورکوي نو خپله کڅوړه يې له وښو څخه ډکه کړه .

کله چې وزيران پاچا ته راغلل پاچا امر وکړ چې هر يو له خپلو خپلو کڅوړو سره جلا جلا د دريو مياشتو په موده  يوه لرې جيل يا زندان ته واچوﺉ چې هلته د چا لاس رسۍ نا شونی وي. او هغوی ته غذا او اوبه مه ورکوﺉ.

لومړي وزير په دوامدار ډول له ميوې څخه ډکې کړی کڅوړی څخه خواراک کولو ، دوهم وزير ټوله موده په سختۍ او لوږې تيره کړه او دريم وزير چې له ځانه سره يې څه نه لرل د اولې مياشتې په ختميدو سره مړ شو .

………………….

ښه اوس نو مونږ له کومې ډلې يو ؟ ځکه اوس مونږ د دنيا په باغ کې يو او آزاد يو نو اوس به له ځانونو څخه دا سوال وکړو چې آيا مونږ همدا اوس د ښو اعمالو او که د بدو او فاسدو اعمالو د جمع کولو په حال يو ، تر څو سبا ورځ د قبرستان په تياره او تنګ زندان کې اچول کيږو .

ستا نظر څه دی ؟

کوم چې نن ورځ مو په دنيا کې کوم اعمال جمع کړي ايا زمونږ د سبا ورځې د پاره ګټور دي ؟ د هغه ورځې د پاره ښه او پاک اعمال ګټور بلل کيږي .

الله تعالی فرمايي : (وَتَزَوَّدُواْ فَإِنَّ خَیْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ یَا أُوْلِی الأَلْبَابِ ) (البقره ۱۹۷ ) يعنې د لارې تر ټولو غوره توښه پرهيزکاری ده نو ای ! د عقل خاوندانو له ما څخه وويريږﺉ )

راځئ ! له ځانه سره فکر وکړو چې سبا ورځ به په هغه زندان کې څه کوو .

تحرير : ابوعمر انصاري

ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود