ALSALAMO ALIKOM WARAHMATULLAH WA BARAKATO
ZA PA AWAL KA BAKHANA GHWARAM CHI PA LATINI TORO DARTA LIKAL KOM ZAKA ZA PA KHONZI KI WOM NO HALTA PAKHTO NA WA
ZAMA POKHTANA DA DA CHI AYA PA AWADAS KI SOK KAWALI SHI CHI PA DWARO KHPO BANDI MASA WAKRI AW WA YI NA MINZI
DA ZAKA MA NA 1 MALGARI POKHTANA WAKRA MA WARTA WOWAYAL CHI MA AWARIDALI DI CHI KIGI KHO MOTMANIN NA YAM CHI RAWAYAT SOMRA QAWI DI AW HAM MI WARATA WOWAYAL CHI MINZAL YI BIHTAR DI ZAKA CHI PA QURANI SHARIF KI DA KHPO MINZAL RAGHALI DA AWDAS PA HAKLA PA HAR HAL
KA ZAWAB RATA TAR JOMI WRAZI RAWLIKI NO KHWAKH BA SHAM ZAKA CHI DOST MI PA TAMA DI ALLAH J MO SARLWARI AW TAND LARA PA DWARO DARINO KI
MANANA

HAYAT HIJRAN SHERZAD

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پښو ميځل په اتفاق د اهل سنت او الجماعت (څلور واړه مذاهبو ) فرض دی .

که په اوداسه کې د پښو مينځل پاتې شي اودس باطل دی .

قوله تعالی :

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ) المائده 6

(ای مؤمنانو! کله چې تاسې د لمانځه د پاره پاڅيږﺉ نو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څڼګلو پورې و مينځئ او خپل سرونه مسحه کړﺉ او خپلې پښې تر ښنګرو پورې ومينځئ

په دغه مبارک آیت کې ګر چې د فاغسلوا وجوهکم پسی بيا و أارجکم نه دی راغلی دا ځکه چې دلته ترتيب په نظر کې نيول شوی دی چې دا د عربي قاعده ده که نه ددې دواړو حکم يو دی یعني پريمځی مخونه خپل او لاسونه خپل او پښی خپلې او مسح کړی سرونه خپل د مسحې نه وروسته د پښو حکم راغلی دا ځکه چې ترتيب داسې دې چې اول مخ مینځل بيا لاسونه بيا د سر مسحه کول او بيا د پښو ميځل (فقه السنه ) .

بل دا چې دغه الهی کلام (قرآنکريم ) په جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی دی او هغه مبين القرآن دی مونږ ته يې چې څنګه قرآن معنی او بيان کړی دی پر همغه به مونږ عمل کوو .

قوله تعالی : وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ (الحشر 7 ) .

( څه چې تاسې ته پيغمبر در کړي هغه واخلی او له څه څخه يې چې منع کړي يی هغه پريږدﺉ له الله څخه ووېريږﺉ )

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په اوداسه کې پيښې پريمنځلی حضرت عثمان رضي الله عنه روايت كوي :

عن عُثمَانَ بْنِ عَفَّانَ رضي الله عنه أَنَّهُ دَعَا بِإِنَاءٍ فَأَفْرَغَ عَلَى كَفَّيْهِ ثلاث مِرَارٍ فَغَسَلَهُمَا، ثُمَّ أَدْخَلَ يَمِينَهُ فِي الانَاءِ فَمَضْمَضَ وَاسْتَنْشَقَ، ثُمَّ غَسَلَ وَجْهَهُ ثلاثاً وَيَدَيْهِ إِلَى الْمِرْفَقَيْنِ ثلاث مِرَارٍ، ثُمَّ مَسَحَ بِرَأْسِهِ، ثُمَّ غَسَلَ رِجْلَيْهِ ثَلاثَ مِرَارٍ إِلَى الْكَعْبَيْنِ، ثُمَّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلي الله عليه وسلم: «مَنْ تَوَضَّأَ نَحْوَ وُضُوئِي هَذَا ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ لا يُحَدِّث فِيهِمَا نَفْسَهُ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ». (بخارى:159)

(د عثمان بن عفان رضي الله عنه نه روايت دی چې هغه اوبه وغوښتې او اودس يې وکړ داسې چې : اول يې دری ځله لاسونو تر مړوندونو پورې ومينځل بيا يې په ښي لاس له لوښي څخه اوبه واخيستی په خوله او پوزه کې يې اوبه واچولی بيا يې دری ځله مخ ومينځلو او بيا دواړه لاسونو تر څنګلو پورې ومينځل بيا يې د سر مسحه وکړه بيا دری ځله پښی تر ښنګرو پورې ومينځلې او بيا يي وويل : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : هر څوک چې زما د اوداسه په شان اودس وکړي او په اخلاص دوه رکعته لمونځ وکړي الله تعالی به د هغه ټولې مخکنی ګناهونه عفوه کوي ).

په دې ډول نور احاديث هم شته چې په تواتر سره ثابت شوی دي

په حديث شریف کې د هغو بندونو په اړه چې په اوداسه کې وچ پاتي شي سخت عذاب ذکر شوی دی وَيلٌ لِّلاعقَابِ مِنَ النَّاِر اَسِبغُواالوُضُوءَ .
دداسی بندو لپاره چه په اوداسه کی وچ پاتی شی د وَيل عذاب دی (دپښو ، لاسونو یا بل ځای کوم بند یا برخه چه په اوداسه کی وچه پاتی شی ).

د مطلب خلاصه دا چې : په اتفاق د څلورو واړو مذاهبو د پښو پريمنځل د اوداسه رکن دی که څوک پښې ونه ميځې د هغه اودس نه کيږي . دا د اهل شعيه مسلک دی چې پر پښو باندې مسح کوي هغه د دوی کار دی .

پاتې شو په موزو يا چرمي جيرابو باندې مسح کول چې د مقيم د پاره يو ورځ او د مسافر د پاره دری ورځې وخت لري پر موزو باندې مسحه له جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابته شوی ده چې تفصيل به يې وروسته راشي .

آن لاين اسلامې لارښود