zama salamona aw niki hili manzor kri swal mi dada ka yaw sok da ahl aw ayal da para da quran tilawat okri aw hagwi ta sawab obakhi aya da jaiz de dira manana

شيرولي خان  او محمد اسحاق

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مالي عباداتو ثواب د اهل سنت والجماعت په اتفاق سره مړی ته رسيږي

يو سړی پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويی ويل :

« إِنَّ أُمِّي افْتُلِتَتْ نَفْسُهَا – أی ماتت بغتة- وَأُرَاهَا لَوْ تَكَلَّمَتْ تَصَدَّقَتْ، أَفَأَتَصَدَّقُ عَنْهَا؟ قَالَ: نَعَمْ »[1]

مور مې ناچاپه وفات شو زما په نظر که د خبرو کولو فرصت يې پيدا کړی وای نو صدقه يې ادا کوله ، ايا کولای شم د هغه له طرفه صدقه ورکړم ؟ پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هو .

همدارنګه پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ  سعد بن عباده رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُا ته اجازه وکړه تر څو د خرما باغ د مور د وفات وروسته د هغه د پاره صدقه کړي .[2]

مګر کوم چې بدني عبادات دي لکه لمونځ ، روژه او د قرآنکريم تلاوت ددې د ثواب په رسيدو کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی د امام مالک او امام شافعي قول دا دی چې د بدني عباداتو ثواب مړې ته نه رسيږي او د امام احمد ، احنافو او شوافعو د یوې دلې په نزد رسيږي .

قال امام نوي فی الاذکار :

اختلف العلماء فی وصول ثواب قرآءة القرآن فالمشهور من مذهب الشافعی و جماعت انه لا يصل و ذهب احمد بن حنبل و جماعت من العلماء و جماعت من اصحاف شافعی الی انه يصل فالاختيار ان يقول القاری بعد فراغه الله اوصل ثواب ما قراته الی فلان و الله تعالی اعلم

نقل فی کفايت المفتي مفتی اعظم حنفي کفايت الله دهلوي رحمه الله ج ۴ ص ۱۱۳ )

د فتاوي دارالعلوم ديوبند په حواله  فقه اکبر ليکي : اختلف فی العبادات البدنية کالصوم والصلوة و قرآءة القرآن و الذکر فذهب ابوحنيفه و احمد و جمهور السلف الی وصلها و استدلاله بقوله سبحانه (وَأَن لَّيْسَ لِلإِنسَانِ إِلاَّ مَا سَعَى ) (فقه اکبر ص ۱۶۰ ) ظفير – نقل فی فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۵ ص ۳۰۱ ) .

الشبکة الاسلامية ددې سوال په ځواب کې د مړې د پاره قرآن لوستل جايز دي ليکي :

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه اما بعد :

فلا حرج ان شاء الله فی قراءة القرآن واهداء ثوابها للميت علی الراجح من أقوال اهل العلم کما هو مبين فی الفتوی رقم 3406 .

و ما ورد فی السوال من الاجماع للقراءة فان کان المقصود به الاجتماع للقراءة للميت – وهو الظاهر من سوال – فهو أمر محدث لا أساس له فی الشرع ، والذي ينبعي هو احسن يجلس الرجل منفرداً فی بيته او فی المسجد ثم يقرأ و يهدي ثواب ددې ميت ان شاء الله . والله اعلم (فتوای رقم 29004 الشبكة السلامية ) .

يعنې د مړې د پاره د قرآن تلاوت کول او ثواب يې هغه ته پخښلو کې څه باک نشته ان شاء الله ثواب مړی ته رسيږي .

په اجتماعي ډول د خلکو جمع کيدل او د مړی د پاره د قرآن ويل بدعت دی په شريعت کې هيڅ اساس نه لري ښه داسې ده چې يو کس په تنها ډول پخپل کور يا جومات کې تلاوت وکړي او ثواب يې مړي ته هبه کړي .(الشبکة اسلامية ) .

د قرآنکريم د تلاوت کولو د پاره بايد  دا ټکې په نظر کې ونيول شي

د قرآنکريم د تلاوت د پاره د قاري اجاره کول يعنې هغه ته په تلاوت مزد ورکول حرام دي نور تفصيل دلته وګورﺉ

په اوس وخت کې اکثره مروجه تغزيه او ايصال ثواب او فاتحه خواني بدعت دی نور تفصيل دلته وګرﺉ

آن لاين اسلامې لارښود


[1] بخاری1388،2760،و مسلم1004

[2] بخاری2762