ما  تنها د څلورو کالو په مدت کې د ارتودوکس په مسحيت عقيده لرله . مسيحي وم خو په دې خاطر نه چې پر مسيحيت مې اعتقاد لرلو بلکي په دې خاطر چې زما ټول چاپيريال مسيحيان وو . وروسته زه ايتاليا ته لاړم هلته په يوه نا علاجه ناروغۍ اخته شوم ډاکټرانو ما ته وويل ستا د مرض درملنه ناشونې ده .نو د درملني نه قطعاً ناهيلې شوم او په مرګ کې مې څه نه وو پاتي ، په دې حالت کې مې په دعا کولو شروع وکړه او د الله تعالی څخه مې د دوباره روغتيا غوښتنه وکړه .

تعهد مې وکړ که جوړه شوم نو پاتي عمر به مې د هغه په لار کې مصرفوم . تنها د هغه عبادت به کوم د خلکو سره به مرسته او کومک کوم . له نيکمرغه زه چې کله مسيحۍ وم هيڅکله مې په مسيح باندې (د خدای ) عقيده نه لرله او هغه ته دعا نه کوله (بلکي ما پر الله تعالی ايمان لرلو ) .

په پرلپسې ډول مې دعاوي کولې همغه وو چې د الله تعالی په فضل روغه شوم د هغه وروسته د واقعی دين په لټه کې شوم .

بلاخره د يوه مسلمان سره بلده شوم هغه زه د اسلام او مسلمانانو سره بلده کړمه . يوه شپه  مې يو ځل بيا حال بد شو يو دوست مې له عربستان څخه تيلفون وکړ او ما ته يی وويل غوږ ونيسه : هغې ويل شروع کړل خو زه هيڅ ور باندې پوه نه شوم مګر د هغه د اوريدو سره مې فوراً حال ښه شو له هغه څخه مې وپوښتل چې دا کلمات څه وو هغه وويل : دا د الهي کلام قرآنکريم آيتونه دي . دا آيتونه د چراغ په شان وو چې زما زړه يې روښانه کړ او زه يې دې ته وهڅولم تر څو قران مطالعه کړم د قرآن ترجمه مې پيدا کړه او د هغه په مطالعه مې پيل وکړ کله مې چې په هغه کې هغه قوانين چې مخکې ورباندې پابنده ومه وليدل ډيره حيرانه شومه .

تر اوسه پورې هيڅکله هم د داسې حقایقو سره نه وم مخ شوې . ما فکر کولو چې هيڅ کتاب او مذهب به نه وي چې هغه سل په سلو کې صحي او روغ وي . الله تعالی ته ډير شکر ګزاره يمه چې داسې مذهب په نوم د اسلام او داسې کتاب په نوم د قرآن مې پيدا کړل چې د هغه حقيقت بالکل بې مثاله دی .

نو ځکه مې تصميم ونيو چې د اسلام په دين مشرفه شمه . د اسلامې  انټرنيټي پاڼو له لارې له مسلمانانو وروڼو او خوندو سره بلده شومه چې هغوی زما سره ډير کومک وکړ . وروسته مې له همغه مسلمان کس سره چې بلده شومه واده وکړ دری ورځې وروسته مې له خاوند سره قاهرې ته لاړمه تر څو هلته شهادتين ووايم . هلته مې د شيخ په مخ کې شهادتين اعلان کړ وروسته مې خاوند خوب وليد چې له بدن څخه مې تور دود ووتلو .

کله چې زه په اسلام مشرفه شوم لحظه په لحظه مې تغير کولو خاوند مې را ته وويل چې الله تعالی ستا ټول ګناهونه عفوه کړل او ته اوس د نوې زږيدلی ماشوم په شان پاکه يي دا همغه زما د خاوند د خوب تعبير وو چې تور دود همغه ګناهونه وو چې زما له بدن څخه ووتلې .

له همغه وخت څخه د مسلمان په شان ژوند کومه او څو چې توانيږم د اسلام په باره کې معلومات تر لاسه کومه .

آن لاين اسلامې لارښود