آيا په آموينه کې تقلب کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې چې زده کونکي ته هيڅ ګټه نه لري جايز دی ؟

ځواب : په آزموينو کې تقلب کول جايز نه دی ځکه دا کار يو ډول خيانت او فريب بلل کيږي

پيغمبر اسلام صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي: «مَنْ غشّنا فَلَيْسَ منّا»[1]

(هر چا چې زمونږ – د مسلمانانو جماعت سره خيانت وکړ هغه له مونږ څخه نه دی )

د تقلب کاری ضرر د اسلامې امت عمومي ضرر دی ځکه که چيرې زده کونکي په تقلب کارۍ باندې عادت شي نو علمي سطحه يې ضعيفه ګرځي او په دې ترتيب اسلامې امت له لوړو علومو بې برخې کيږي او د پرديو محتاج ګرځي .

او دا کار ددې سبب ګرځي چې مسلمانان  پخپل ژوند کې جدي نه وي په درس او سبق کې که هغه د انګلیسي مضمون وي او که بل کوم مضمون وي تقلب کول يو ډول دی ځکه زده کونکی بايد ټولې مادې پاس کړي .

زه ددې سره موافق نه يم چې انګليسي ګټه نه لري ځکه ځنی وخت د هغه څخه ډيره ښه استفاده کيږي تاسې چې کله وغواړﺉ داسې يو ملت ته د اسلام دعوت ورکړﺉ چې بغير له انګليسي په بله ژبه نه پوهيږي نو په داسې شرايطو کې به د انګليسي ګټه څومره وي ؟ زه خپله کله وايم ای کاش په فلاني وخت کې مې فلانۍ ژبه زده کړې وای تر څو مې له مخاطب سره افهام کولای شوای .

فتاوي علماء بلدالحرام – شيخ ابن عثيمين- كتاب الدعوة- (5) (2/61)

واقعاً چې په وسايلو کې خبره نشته خبره د هغه په کارولو کې ده ، په انګليسي ژبه نن ورځ ډير قرآن کريمونه ترجمه شوی دي او په انګليسي ژبه نن ورځ په ميليونهاؤ مسلمانان خبرې کوي .

اسلامې امت ته الله تعالی دا دنده سپارلې چې ټولي نړې ته به اسلام رسوي نو يو خو د د عوت د پاره مهمه ژبه شوه ، او بل دا چې د اوسني وخت د پرمختللی تنالوژۍ ډير علوم او اثار هم په انګليسي ژبه دي .

خو زمونږ ځنو لنډغرو چې دغه ژبه زده کړه هغه لاړل د کفارو ترجمانان شول او کفارو ته د مسلمانانو جاسوسي کوي ، جاسوس ترجمان ته چې ووايي ولې داسې کوې نو هغه به در ته وايي : زه خو د مزدورۍ د پاره داسې کوم ځکه بله لاره نه لرم دا بدبخت په دې نه پوهيږي چې دغه دومره عالم نفه له کومه کوي ؟ ای بدبخته کفارو ته د مسلمانانو جاسوسي کول د ايمان د زوال سبب ګرځي او د کفارو په جمله کې حسابيږې .

کاشکي زمونږ دغو ځنو ترجمانانو د اسلامې د دعوت او پر مختللی تنالوژې د پاره کار کړې وای .

ای بې ننګه جاسوسانو ! د کفر د ذلت او رسوايی نه ډکه نوکري او غلامي پريږدﺉ راشي د اسلام ترجمانان شئ چې هم په دنيا کې د عزت او کرامت څښتنان شئ او هم په آخرت کې نو له دغه کار څخه توبه ګار شئ .

آن لاين اسلامې لارښود