السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

د انلاين اسلامی لارښود پاڼی چلونکو ته نيکي هيکي او پيرزوينی وړاندي کوم الله ج دی وکړی چې روغ رمټ وي

زما يو ملګری رانه پوښتنه وکړه چې که چيری د لمانځه په کوم تش رکعت کې يو سورت ولوستل شي نو ايا بيا به هم سجده سهوه کوی او که نه؟ نو کا دا پوښتنه راته ځواب کړی منندوی به مو يو الله ج مو سر لوړي او تاند لره.   په اسلامی مينه   -  حیات هجران

څواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې صورت کې د احنافو تر مينځ څه اختلاف شته :

فتاوی دارالعلوم ديوبند ليکي : د فرضو په دوو ورستيو رکعتونو کې د الحمدلله نه وروسته د سورت ويلو د تاخير په وجې سره سجده سهوه نه لازميږي ځکه د فرضو په وروستيو دوو رکعتونو کې د الحمدلله ويل سنت دي او د سورة ضم کول واجب نه دي ، خو قصداً داسې کول مکروه دي د سنتو خلاف دي .(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۶۰ ) (۱) حواله

(۱) – وضم اقصر سورة الخ فی الاولين من الفرض وهل يکره فی الاخرين (درالمختار ) .

مګر منيه او شرح المنيه بيا ليکي : په دې صورت کې سجده سهوه لازميږي ځکه د فرضو تاخير وشو .

قال فی منيه وشرحها فان ضم السورة ای الفاتحة ساهياً يجب عليه سجده السهو فی قوله ابو يوسف لتاخير الرکوع من محله وفی الظر روايات لايجب الخ فلا ينا فی کونه خلاف اولی کما اقاد فی الحلية (درالمحتار صفة الصلاة ) .

والله تعالی اعلم .

آن لاين اسلامې لارښود