جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم مونږ ته تر ټولو غوره صدقه کول داسې را پيږني :

عَنْ أَبُي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه  قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيُّ الصَّدَقَةِ أَعْظَمُ أَجْرًا؟ قَالَ: «أَنْ تَصَدَّقَ وَأَنْتَ صَحِيحٌ شَحِيحٌ، تَخْشَى الْفَقْرَ وَتَأْمُلُ الْغِنَى، وَلا تُمْهِلُ حَتَّى إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ، قُلْتَ: لِفُلانٍ كَذَا، وَلِفُلانٍ كَذَا، وَقَدْ كَانَ لِفُلانٍ». (بخارى: 1419)

ژباړه : ابو هريره رضی الله عنه وايي : يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او پوښتنه يې وکړه : ای رسول الله ! کومه صدقه ډير اجر او ثواب لري ؟ ويې فرمايل : «هغه صدقه چې هغه مو د روغتيا او تندرستۍ په وخت کې او هغه وخت چې د مال د جمع کولو په کوښښ کې وﺉ او له فقر څخه ويره لرﺉ او د بډايتوب (مالدارۍ ) هيله ولرﺉ ، ورکړې ، نه دا چې منتظر پاتې شي تر څو د مرګ شيبې را ورسيږي نو بيا هغه وخت (صدقه ورکوﺉ ) او وايي فلاني ته دومره ورکړه او فلاني ته هومره ورکړه ،حال دا چې هغه وخت د د ه مال خود په خود پر بل پورې اړه لرې .

ګرانو مسلمانانو ورونو او خوندو !

د صدقې ورکولو اصلی وخت همدا اوس دی ځکه همدا اوس د صحت او تندرستی لرونکي او د فقر د نجات په مقصد د مال ګټلو په لټه کې يو .

يو فرضي صدقات دي لکه زکات چې د نصاب په څښتن باندې په کال کې يو ځل به د خپل مال څلويښتمه برخه په مستحقو کسانو ويشی .

بغير د زکات او صدقه فطر نور ثوابي صدقات دي چې ډير اجر او برکت لري ، که څوک غواړي الله تعالی ده ته ډير مال ورکړي نو هغه دې پر نورو بې وسه کسانو خرڅ کوي .

په دې اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : عَن اَبِی هُرَيرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ الله ِ صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ   قَالَ اللهُ تَعَلی اَنفِق يَابنَ ا’دَمَ اُنفِق عَليكَ .

دحضرت ابوهريره  (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی چه هربنده ته د الله تعالی دا پيغام دی چه ای د آدم زويه ! ته زما په ضرورتمندو بنده ګانو خپله ګټه خرڅ کوه – زه به د خپلی خزانی نه تالره درکړم ( رواه بخاری او مسلم ) .

الله تعالی دې په مونږ کې د رحم او خواخوږی ولولې پيدا کړی .

آن لاين اسلامې لارښود