بسم الله الرحمن الرحيم
علم تجويد لومړی برخه
دتجويد تعريف او اهميت :
۱- د تجويد تعريف :
تجويد په لغت کې ښه کولو ته وايې او په اصطلاح کې عبارت دی له اداء کولو د هر حرف پخپل مخرج (ځای د اداء) کې، د ادابواوصفاتو له مراعاتولو سره .
۲- د تجويد دعلم موضوع ياهدف :
د قرآن لوستل په صحی توګه لکه څنګه به چې رسول الله ص او اصحابو کرامورض قرآن کريم لوستلو يعنی د قرائت د احکامو حفاظت کول لکه ادغام ، اظهار ، اقلاب ، اخفاء ، مد ، غُنه په خپل ځای کې عملی شي او حروف له خپل مخرج څخه اداشي د ټولو احکامو په نظر کې نيولو سره د قرآن کريم په قرار لوستل داسې نه چې ټول سره ګډوډ شي او بل د قرآن په ښه آواز سره لوستل .
۳- دتجويد اهميت :
د تجويد اهميت د قرآن کريم داسې لوستل چې له غلطيو مخنيوی وشي يعنی د تجويد د احکامو مراعاتول چې د تجويد د احکامو او دحروفو د تلفظ نه مراعاتولو ته لحن وايې
لحن دوه ډوله دی لحن جلي او لحن خفي
لحن جلي :
داسې ښکاره غلطی ده چې د کلمي په معنا کې بدلون رامنځه ته کړي لکه په لاندې حالاتو کې :
اليف ) :د يوه حرف بدليدل پر بل حرف باندې مثلاً د “ث” حرف په “س“ سره تلفظ يا د “ذ“ حرف په “ز“ سره تلفظ کول يعنی چې حرف له خپل مخرج څخه ادا نشي دا يوه ښکاره غلطي ده .
ب ) : د کلمی د حروفو يو حرف کمول لکه ” هُمُ الْخَاسِرُونَ ” داسې لوستل ” هُمُ الْخَاسِرُن” د واو حرف څرګند نه کړي .
ج ) : په حرکاتو کې بدلون (زور ، زير ،پيښ او سکون ) مثلاً د ” يُوصَلَ ” په کلمه کې ” يُوصَلُ” د لام حرف د زور پر ځای پيش تلفظ شي .
د): يوه کلمه داسې تلفظ شي چې د هغه د حروفو په تعداد کې ذياتوالی راشي د مثال په ډول ”
الحمد لله“ د “دال” حرف د پيښ اود “ها“ زير داسې اوچت تلفظ شي چې د واو يا ي آواز ترې پيدا شي لکه “الحمدوللهي” .
الحمد لله“ د “دال” حرف د پيښ اود “ها“ زير داسې اوچت تلفظ شي چې د واو يا ي آواز ترې پيدا شي لکه “الحمدوللهي” .
د جلي لحن مرتکب کيدل حرام دي او په ځنو ځايونو کې د هغه له کبله معنا بدليږي او لمونځ فاسيديږي .
خفي لحن :
خفی لحن (پټه غلطی ) دهغه قاعدو پرېښودل چي دتوري دښايست سره اړه لري
مثلاً هرکله چې د “را” حرف زور يا پيش ولری ”را” ډکه لوستل کيږي او که څوک هغه باريکه ولولی پټه غلطی ورته وايې چې مکروه ده ځان ساتل ورڅخه پکار دي .
دوهمه برخه د قرآنکريم د تلاوت فضيلت او آداب
څلورمه برخه د ساکن نون او تنوين احکام (ادغام،اقلاب،اخفاء او اظهار)
د را او لام حروفو احكام (تفخيم او ترقيق )
مأخذونه :
جمال القرآن : حکيم الامت اشرف علی تهانوي رح
قرآن کمپليکس : سعودی عربستان
رساله تحفة الأحسان لتعليم التجويد القرآن
تجويد آسان : دکترابوعاصم عبدالعزيز عبدالفتاح قاری ،مترجم عبدالکريم محمدی
تجويد قرآن : محي الدين مرادی
راديو قرآن : استاد موسوي
احکام التجويد : نړيوال معتبر سافټوير
تحفة الاطفال :معتبر سافټوير





September 28th, 2011 عند 2:30 am
اسلام علیکم ورحمة اللہ وبرکاتہ واقعی دغہ ویب سایت نہ ھرسوک کولای شی چے استفادہ وکڑی ولے چےدھر قسم مسایل حل کولواسان طریقہ دی اللہ پاک نہ زما دعا دا چے دغہ ویب سایت کامیاب ولری ۔۔۔۔نوٹ۔۔۔ھرسوک onlain۔۔انلاین قران لوستل غواڑی کولای شی چے قران پاک تجویدسرہ نو مونگ سرہ پو سکایپی باندے رابطہ وکریishaqmadani ۲۴ساعتہ رابطہ کولای شی سکایپی کے زمونگ نمبر موجوددی
October 1st, 2011 عند 2:19 pm
اسلام علیکم ورحمة اللہ و برکاتہ۔
ھغہ حافظان چے قران یے یاد کڑے وی
اوبیا ھیرکڑے وی وقت نلری چے مسجد یا مدرسے تہ لاڑشی
او یا ورتہ میسر نہ وی نو کولای شی
ان لاین onlain
گردان یعنے ۔۔تکرار۔۔ تجوید وقرآت سرہ
دماخام۷بجو نہ ترسحر۷بجوپورے کولای شی چے زمونگ
skype
ishaqmadani
سرہ رابطہ وکڑی انشااللہ مستفید بہ شی،،،
کہ سوک غواری چے قران کریم حفظ وکڑی،،
او کہ دچازدہ نہ وی ھغہ ھم کولای شی چے مونگ سرہ رابطہ وکری عمر شرط ندی،،
فقط وقت شرط دی،،،،
الحمداللہ مونگ سرہ
۲۵ ماشومان چےعمرونہ یے ١۰ کالہ
۲سڑی چے عمرونہ یے ۴۰ کالہ
۲زنانہ چےعمرونہ یے ۵۵ کالہ
او
١ زنانہ چے نوی مسلمانہ شوی دہ چے عمرے ۲۸ کالودہ درس د قران کریم وای
اللہ پاک نہ دعادہ چے دغہ ویب سایت تہ کامیابی او کامرانی نصیب کڑی چے دمسلمانانو ھر قسم مسایل دقران او حدیث نہ جواب ورکوی
او مونگ سرہ چے کوم استادان دے ھغوی تہ
مونگ سرہ الحمد اللہ د
امریکا
لندن
ڈنمارک
سویڈن
کندا
نیوزلیند
دبی
قطر
سعودی عرب
شاگران دے موجود دی تاسو ھم کولای شی