د آن لاين اسلامې لارښود چلونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله!
محترمینو!
پوښتنه مې داده چی بغیر د لمانځه نه خدای پاک ج ته پر سجده پریوتل او دعا غوښتل څه حکم لری؟
هیله د چی د دی دوو پوښتنو جواب راته راولیږی. مننه   خيبر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نعمت د شکر د پاره سجده شکر کول مستحب دي او په احاديثو کې ثابت شوې ده :

چې کله به رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو ته څه نعمت او خوشحالي ورسيده نو هغوی به سجده شکر ادا کوله .

فعَنْ أَبِي بَكْرَةَ رضي الله عنه عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (أَنَّهُ كَانَ إِذَا جَاءَهُ أَمْرُ سُرُورٍ أَوْ بُشِّرَ بِهِ خَرَّ سَاجِدًا شَاكِرًا لِلَّهِ) رواه أبو داود (2774) وصححه الألباني في ” صحيح أبي داود ” .

وقد سجد كعب بن مالك رضي الله عنه حين جاءه خبر توبة الله عليه . رواه البخاري (4418) ومسلم (2769) .

مګر د لمانځه نه وروسته په سجده پريوتل او هغه خپل عادت جوړول د سنتو خلاف عمل دی

فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي :  د فرض لمانځه نه پس په سجده پريوتل او دعا غوښتلو څخه منع کړشوی ده په درالمختار کې دی ولکنها يکره بعد الصواة لان الجهلا ،يعتقدونها سنة او واجبة والله اعلم (ج ۲ ص ۴۷ ) .

ځکه چې ځنې نا پوهه بيا دا ګمان کوي چې هغه سنت يا واجب ده .

او د سجده شکر په اړه چې د فضيلت کوم حديث چې د لمانځه نه وروسته سجده کول دومره او دومره فضيلت لري درواغ دی هغه د روافضو جوړکړی حديث دی او د سنتو په يوه کتاب کې هم نشته .

دغه حديث شيخ صالح المنجد په موقع اسلام السوال او جواب کې ذکر کړی .

و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود