د آن لاين اسلامې لارښود چلونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله!

خدای پاک ج دی تاسو ته ستاسو ددی نیکو اسلامی خدمتونواجرونه په دنیا او آخرت کی درکړی.

اما بعد،

زما پوښتنه داده چی، نن سبا د زکام او ټوخی په اکثریت دواوو کی یوه معین اندازه الکهول ګډ وی او الکهول په نشیی توکیو کی (لکه شراب) هم کاریږی، نو د اسلام د مقدس دین له مخی د داسی دواوو استعمال څنګه حکم لری. او بل دا چی د عملیات یا اپریشن په وخت کی د نشی د پیچکاری یا (انجکشن) د استعمال په هکله څه حکم سته.

دریم پوښتنه دا چی، هغه شراب چی په قرآن عظیم شان کی منعه بلل سوی دی هغه په کوم اساس منعه بلل سوی دی؟ آیا د ضرر په وجه او که د ترکیب په اساس. مطلب ډیر بی خبره خلک داسی ادعا لری چی کوم شراب چی په قرآن عظیم شان کی منعه بلل سوی دی هغه صرف هغه د انګورو اوبو ته اشاره ده نه و اکهولو ته.

ډیره مننه. خيبر

بسم الله الرحمن الرحيم

د اول سوال ځواب :

په هر هغه څه باندې تداوي کول حرام دی چې الله جل جلاله حرام ګرځولی دي لکه افيون ،شراب او نور او د هغه ګډول په دوا کې هم حرام دی البته که دومره کم مقدار په دوا کې کډ شي چې نشه ونه لري او نه هم د نشې يا مستۍ څه تأثير پکې وي نو په هغه سره تداوي باک نه لري ځکه چې په هغه کې د نشې څه تأثير نشته ګویا داسې دي لکه چې اصلاً له هغه څخه استفاده نه وي شوې (اللجنة الدائمة للبحوث والافتاء من کتاب (الفتاوي المتعلقة بالطب ص ۲۰۸ ) .

او که د نشې تأثير پکې وي په هغه سره تداوي کول حرام دي : رواه البخاري في صحيحه معلقاً عن ابن مسعود رضي الله عنه : ( إن الله لم يجعل شفاءكم فيما حرم عليكم )

د دوهم سوال ځواب :

خمر يا شراب مسکر يا نشه کونکې ماده چې عقل ضايع کوي د پاره د لذت يا خوند ، تازګۍ او مستی چې شرعاً د داسې شی په څښلو حد دی او د عملياتو يا جراحۍ پر مهال چې کوم نشه لرونکې دوا کارول کيږي هغه عقل ضايع کوي مګر د لذت او مستې د پاره نه وي بلکې د يوه ضرورت د پاره کارول کيږی نو د جمهورو مذاهبو رايه داده چې د بې حسۍ د دوا کارول د جراحی پر مهال باک نه لري .

ذهب جمهور العلماء الی جواز تناول البنج للضرورة ، کقطع عضو أو اجراء عملية جراحية ونحو ذالک

المسکر الذی يجب الحد علی من تناوله الخمر هو ما يغطی العقل علی وجه اللذة والطرب والنشوة ،فهذا هو أما ما يغطي العقل من غير لذة ولا طرب فان هذا لا يعتبر مسکراً  (الموسوعة الفقهية ۲۱۷/۸ ) .

د دريم سوال ځواب :

د شرابو څښل حرام دي قوله تعالی :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ( 90سورة المائدة).

ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب اوقمار او بتان اوغشی ( دفال ، دا څلورواړه ټول ) پليت دی له کاره د شيطان څخه دی نو ځان وساتی تاسی له دی څخه لپاره ددی چه نجات ومومی ء .

شراب هر هغه شی ته وايي چې نشه کونکي وي هغه که له انګورو ، وربشو او يا بل شی څخه جوړ شوی وي او هغه که هر ډول کيمياوي ترکيب ولري شراب بلل کيږي .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

حَرََّمَ اللهَ الخَمرَ وَ كُلّ ُ مُسكِرٍ حَراَمً (رواه نسائي  ) . الله ج حرام کړی شراب او ټول نشه کوونکی شيان .

( كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ ، وَكُلُّ خَمْرٍ حَرَامٌ ) رواه مسلم (2003)

دا چې اوس وخت کې خلک هغه ته حیلې جوړوی يا يې پر بل نامه بولي ددې ډول خلکو په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکې خبردارﺉ ورکړی چې زما په امت کې به داسې خلک پیدا کیږی .

«لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ، وَالْحَرِيرَ، وَالْخَمْرَ، وَالْمَعَازِفَ (بخاري )

ژباړه : يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيداشي چې دوی به د زنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال  بولي

بل حديث کې راغلي : ليشربن أناس من امتي الخمريسمونها بعيراسمها .(تفسير قرطبی ).

زما دامت يوه ډله به شراب څکی حال دا چه پربل نامه به يی بولی

دا چې شراب د څه په وجه حرام شول د ضرر له وجې يا د ترکيب له وجې په دې باره کې بايد ووايم چې دا د الله تعالی حکم دی مسلمانان بايد د الله تعالی حکم ته تسليم وي د ګټې او ضرر پلټنې ته حاجت نشته الله تعالی د هر څه په حکمت ښه خبردار دی ځکه کله چې په دور نبوت کې د شرابو د حرمت حکم نازل شو صحابه کرامو فوراً هغه ترک کړل او د هغه لوښي يې مات کړل او په دې باره کې يې څه پوښتنه ونه کړه چې آيا شراب مضر ؤ چې حرام شول ؟

خو د احاديثو نه څرګنديږي چې شراب يو مضر شی دی ځکه په يوه حديث شريف کې راغلی دي :

إنَّهُ لَيسَ بِدواءٍ وَلكِنَّهُ داَء ُ (مسلم .احمد او ابوداود) . يقيناْ شراب دارو نه دي بلکی درد دی .

وسلام عليکم

آن لاين اسلامې لارښود