دهرڅه له مخی خپل دمینی ډک سلامونه داسلامی لارښود ومخترموکارکونکواومفتیانو ته وړاندی کوم

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

پسله سلامه محترم مفتی صاحب زماسوال دموراوپلار په حققوکی دی هغه داچه په اوس وخت اوزمان کی اکثره موراوپلار خپل اولادونه ددینی تعلیم،وعظ اونصیحت څخه اودغه رنګه دتبلیغ څخه اوحتی په اکثره اوقاتوکی دمسجد  دورتګ څخه منعه کوی اوبرعکس په نورودینی چاروامرورته کوی مثلاً ددینی تعلیم پرځای وایی مکتب اوپوهنتون ووایه هلته هم دینی علم درښی،دوعظ اونصیحت پرځای وایی حاموشی اختیارکړه .

ځکه هرڅوک ترتا عالمان دی اوپخپل ښه اوبدپوهیږی ستاووعظ اونصیحت ته اړتیانه لری اودغه رنګه بعضی وخت وایی وای وخت خراب دی اوپرچاباور نشته نودمسجدپرځای په کورکی لمونځ وکړه اودمولایانوپرځای دیوښه کاروباری سړی سره اړیکی وساته اویاهم بعضی اوقاتوحودبعضی سنتواعمالوپه نه کولوآمر ورته کوی مثلاً:ورته وایی ږیره مه پریږده،لنګوټه مه تړه اوبعضی وخت بیاوایی ملایی اوبی ځایه پرهیزګاری مه کوه ځکه بیادی حیثیت کمیږی اوخلګ بیاښه نه درڅخه وړی اودتوان سره سره اولادته واده نه ورکوی او کله چی تپوس ورڅخه وشی وایی دی لاکوچنی دی تراوسه یی دګلانوڅخه یوګل هم نه دی بوی کړی حال داچی هغه کوچنی اولادبه یی په ډیروناوړواعمالواخته وی مثلاَ(لڅ فیلمونه به ګوری،په کوسه کی به  وښځوته په لاره کی ولاړوی حتی که زنااولواطت ورورسیږی نودی ځان نه ځنی سپموی) نوددی سره سره که دده دوی اطاعت ونه شی نودوی بیا دالله دکتاب ایاتونه اودنبی کریم (ص) احادیث کوم چی دموراوپلار په حق کی دی بیانوی ډیر دافسوس ځای دی اوس اکثره ځوانان چی زه وینم ددغومویندواوپلرو دظلمونوڅخه خپل ځانونه واور ته اچوی اودکوروڅخه ځانونه خلاصوی څوک دګناهوپه دریابوکی ځانونه ډوبه وی اوڅوک بیاددوی په ولچکوکی ځانونه ددتل لپاره بنده وی  اوڅوک بیا ددوی دجفاپه مقابل کی ددودرضا پرته نوروممالکوته سفرونه کوی، اوبل که یواولادوموراوپلارته نصیحت کوی اوسمه اوغلته لارورښیی نودوی داولاد دغه کار ددوی دحقوقوخلاف کارګڼی اوپه نصیحت باندی دعمل کولوپرځای خپل اولاددداسی نصیحت څخه منعه کوی اویا هم دبی تربیی،بداخلاقه،لوچک……..نور لقبونه پرایږدی، نوستاسودقدرمن حضورڅخه هیله کوم چی ددینی ارشاداتو(قرانی ایاتواونبوی احادیثو) په ړناکی دغه موضوع په ښه ډول راته روښانه کړی او هم دموراوپلار دحققوترڅنګ وهغواولادوتوصیه وکړی چی پداسی مشکلاتواخته دی هیله ده چی دپوره تفصیل سره زما دسوال جواب پخپله ویبپاڼه کی نشرکړی…    مننه ستاسودلازیاتوکامیابیوپه هیله ستاسودینی ورور(ا.ی.خ) مننه

ځواب

بسم الله الحمن الرحيم

تاسې چې کومې موضوع ته اشاره کړې ده حقيقت لري له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې دا ډول مشکلات ډير دي .

په اسلام کې د مور او پلار سره د ښه سلوک کولو ډير ټينګار شوی دی اولاد بايد بې حده کوښښ وکړﺉ تر څو د خپل مور او پلار رضا او خوښي تر لاسه کړي جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « رِضَا الرَّبِّ مِن رِضَا الوالدين وَسَخَطُ الرَّبِّ فِي سَخَطِ الْوَالِدين»[1]

(د الله تعالی رضامندي د مور او پلار په رضامندی کې ده او د الله تعالی نارضايت د مور او پلار په نارضايی کې ده ) .

همدارنګه لکه څنګه چې مور او پلار پر خپل اولاد حقوق لري همداسې اولاد هم پر خپل مور او پلار ځنې حقوق لري :

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : من ولد له ولد فليحسن اسمه و ادبه فاذا بلع فليزوجه فان بلغ ولم يزوجه فاصاب اثماً فانما اثمه علی ابيه ( رواه البيهقی فی شعب الايمان )

(چا ته چې الله تعالی اولاد ورکړي نو په کار ده چې په هغه باندې ښه نوم کيږدي او هغه ته ښه تربيت ورکړي او کله چې هغه سن د بلوغ ته ورسيږي نو د هغه د نکاح تصميم او بندوبست به کوي او که ده په دې کې سستي وکړه او ده د واده عمر په رسيدو سره يې د خپل غفلت او بې پرواهی نه د ده د واده بنودبست ونه کړ او هغه په دې وجه په حرامو مبتلا شو – نو د ده پلار به ددې ګناه ذمه وار وي .)

افسوس چې زمونږ په ټولنه کې د نکاح په لاره کې دومره رواجونه او بې ځايه تقاليد وي چې په هغه سره ډيرو بې ځايه مصارفو ته ضرورت وي چې ددې بار اچتول بيا ډيرو ته څه آسان نه وي .

دريم دا مطلب چې د مور او پلار يا مشر اطاعت کول په معروف کې وي او کله چې چا ته خپل مور او پلار يا مشر په حرامو امر کوي او يا د الهي اوامرو د فرمانبرداری نه منع کوي نو بيا په دې صورت کې د خپل مور او پلار او مشر اطاعت کول نه دي واجب ځکه  پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايي:« إِنَّمَا الطَّاعَةُ فِي الْمَعْرُوفِ»[2] فقط په نيک کار بايد د هغه اطاعت وشي ، او فرمايي: « لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ»[3]« د مخلوق اطاعت د ګناه او معصيت الله په کار کې نشته ( په هغه کار کې چې د الله تعالی نا فرماني وي د مخلوق اطاعت کول نه دي پکار  »

او بل دا چې تاسې کومه اشاره مکتب او پوهنتون ته کړې وه دا مهمه ده چې سړی اول د دين ضروري احکام زده کړي خو مکتب او پوهتنون چې ساينس او تکنالوژي ده د يوې ټولنې ضرورت دی خپله په ساينس او تکنالوژي کې هيڅ مشکل نشته بلکې هغه اوس زمان د ژوند يو مهم ضرورت دی مشکل که وي هغه به امراء او افرادو کې وي .

آن لاين اسلامې لارښود


[1] ترمذی 1899، البزار 2394 او حاکم 4/152(7249)

[2] {بخاری 7145 او مسلم 1840}

[3] احمد 1/131،129،94) روایت علی او 1/409 روایت ابن مسعود او 4/426،432،436) روایت عمران بن حصین و 5/67،66 حدیث حکم بن عمرو ، او هیثمی په المجمع 5/226 وايي: رواه احمد بألفاظِ او الطبرانی باختصار}