افغان حجاجو ته د اسلامې لارښود پيغام
 
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
الله ج  مو په خير خپل نيک او پاک هدف ته ورسوه .
نن تاسې ته الله ج  ددی توفيق درکړ چې خپلی بيتې  ته مو وروبولي دغه ديوه لوی عبادت لپاره يو لوی سفر دی چې ډير حکمتونه پکې نغښتی دی .
هلته به تاسې د ټولی نړی د ګوټ ګوټ څخه د بلابيلو قومونو کسان ووينی چې دوی به ډلې ډلې  په ډير جوش او محبت سره د الله ج  عبادت ته راغلی وي په دواړو سترګو به يې ووينی چې اسلام يو نړيوال دين دي  .
هلته به ځانون او نور ووينی چې سرتور سر او احرام تړلی وي او دانسانانو به هر لوري ته ګڼه ګوڼه وي چې هر کس به د خپل عبادت د ښه انجام لپاره هلې ځلې کوي دا به تاته د قيامت د ورځی د حشر د ميدان يو عملي مثال وي .
ته به په مکه کې د رسول الله ص د شرک او بت پرستي پر وړاندی ديارلس کلنی مبارزې  ځايونه او علامې هم ووينی چې هغوی ص  او اصحابو يې د اسلام د خپراوي لپاره څومره تکليفونه ګاللي دی .
ته به زم زم کوهي هم ووينی چې هغه څومره لوی د عربت درس دی هلته د خدای ج په حکم ابراهيم ع  بی بی هاجره له خپل وړوکي ځوی سره په وچه دښته کې پريښی وه او خپله ابراهيم ع  پداسې حال د فلسطين په لوری روان شو چې له سترګو يې اوښکې روانی وي .
د ابو په لټه پسی د بې بې هاجري يوی خوا او بلی خوا منډي چې اوس دا د صفا او مروه تر منځ منډي په حج کې واجب دي .
 
ته به د ابراهيم ع  د قربانۍ ستر يادګار هم ووينی  ابراهيم ع  باندې د خدای ج  له لوري امتحان وشو چې خپل زوی زبح کړه ، قوله تعالی :
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (الصافات 102).
 
ژباړه : هغه هلک چه کله دهغه سره دمنډو ترړو سن ته ورسيد ،نوابراهيم ع  هغه ته وويل زويه  زه په خوب کی وينم چه ستا زبح کوم ،اوس ته ووايه چه ستا څه نظر دی ،هغه وويل پلار جانه ! دهغه څه چه ستا ته حکم کيږی ترسره کړه  ته به ان شآء الله ما له صابرانو څخه ومومی .
رټل شوي شيطان کوښښ کولو چې اسماعيل ع او د هغه مور پښيمانه کړي خو شيطان پدی ونه توانيده دوی دواړه د الله ج  د حکم پر ځای کولو په لوری بديا ته روان شول او شيطان يې ورټلو چې اوس په همغه ځای د شيطان په نوم څلی جوړ دی او حجاج يې جمری کوي .
 
ته به د عرفات غر هم ووينی هغه عرفات کوم چې ادم او حوا سره يو ځای او يو دبل سره معرفی شول .
د دوی دواړه توبه په همدی ځای کې قبوله شوي ګرانه ! دا د زاريو او ژړا ځای دی .
رسول الله ص فرمايي پدی ورځ شيطان تر بلی هري ور
ځې نه ذيات ذلت او خواري وينی ځکه چې د بندګانو لوی ګناهونه معاف کيږي .
نبی اکرمص چې د عرفات په جبل الرحمت باندې کومه ژړا او زاری باندې دوعا غوښتی وه ابن عباس يې داسې روايت کوي :
چه ما رسول الله ص  په عرفات کې داسې په دعا وليدلو چې دواړه لاسونه يې د سينی سره خواره کړي وو او داسې دعا غوښتله لکه چه يو وږي مسکين په عاجزی سره د چانه  يوه لمړی ډوډی غواړي او هغوی ص  د امت د بخښنی لپاره دعا کوله .
ورسته به ته دارالهجرت مدينه طيبه هم ووينی دا هغه ځای دی چيری لومړي پکې داسلامې حکومت تأسيس شوي دی .
دلته د جناب رسول الله ص زيارت دی چه هغوی ص يې په اړه فرمايې : من زار قبری وجبت له شفاعتی يعنی چا چې زما د قبر زيارت وکړ د هغی د پاره زما شفاعت واجب شو (معرف الحديث ) .
هلته مسجد نبوي ص  دی چې يو لمونځ د نورو تمامو جماعتونو د زرو لمونځونه بهتره دی (سوا د مسجد الحرام ) نه .
نو دا په ژوند کې د دومره لوی مهم عبادت لپاره يو سفر دي چې الله ج  دې تاسې پکې کامياب کړﺉ .
 
 
دې ته مو هم پام وي چه تاسې شاته يو کړيدلی ولس پريښی .
هلته د خپل اولس لپاره هم د خدای ج  په دربار کې د عجز اوښکی تويې کړﺉ .
اولس مو د ستر نړيوال کفري حشر لخوا اشغال شوي دا حشر غواړي د اسلام پر ځای ناولی ديموکراسي رامنځه ته کړي دا حشر غواړی د اسلامې امت پر زخايرو خپله خيټه واچوي
د خپل هيواد د آزادی لپاره دعاوي وکړﺉ .
دلته خلک په وينو او اوښکو کې لابي
دلته خلک وږي دی د خوراک لپاره څه نلري
مريضان دي د تداوي پيسی نلري
د کفر او الحاد په زندانو کې پراته دي
هغو مقدسو ځايونو ته چې ورسيدلی د خپل ځان او خپلوانو نه علاوه خپل کړيدلی ولس او ټول اسلامې امت ته هم دعاوي وکړﺉ  .
 
د ستاسو د بيرته په خير راتګ په هيله
انلاين اسلامې لارښود