ج ) : په راوي د ضبط او حافظې د اعتراض په سبب ضعيف يا مردود روايت:
هغه روايت چې په هغه باندې د حافظې له مخې نيوکه وشي په المدرج – المقلوب – المضطرب – المصحف ويشل شوی دي :
۱- المدرج : لغتاً يو شی په بل شی کې داخلولو او يو په بل کې شاملولو ته وايي او په اصطلاح کې د کوم روايت چې اسناد تغير شي او يا يې په متن کې داسې څه زيات شي چې د متن څخه نه وي او ترمينځ يې فاصله او جلاوالی نه وي المدرج بلل کيږي .
۲- المقلوب :په لغت کې يو شی په بل مخ اړولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث دی چې په سند کې يې يو لفظ په بل لفظ بدل شي يا يې متن مخکې او وروسته شي .
د المقلوب حکم : د ضعيفو او مردودو رواياتو څخه دی
۳- المضطرب : په لغت کې د يوه کار کډوډ کيدلو او بې نظمه کيدو ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث دی چې په متعارضو شکلونو روايت شي چې يو دبل سره تضاد ولري او په هيڅ شکل د يو سند ترجيح پر بل باندې ممکنه نه وي .
۴- المصحف : په مصحف يا ليکلو کې غلطی کولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي چه :هغه حديث چې په روايت کې يې يو کلمه د ثقاتو د روايت څخه مغايره نقل کول که د لفظ په اعتبار وي يا د معنی په اعتبار مصحف بلل کيږي .
 
الشاذ و المحفوظ :
الشاذ په لغت کې د (شذ) له کلمې څخه اخيستل شوی چې ځانته والی ،هغه څوک چې د جمهورو څخه ځانته وي او په اصطلاح کې شاذ هغه روايت دی چې مقبول ثقه راوي يو روايت تر ده د غوره راوي څخه مخالف نقل کړی وي او المحفوظ د شاذ ضد دی .
د شاذ او المحفوظ حکم : شاذ روايت مردود دی او محفوظ قبول دی .
المعلل : هغه علت لرونکی روايت دی چې د هغه په صحت داغ او علت چا ته ښکاره شي اګر چې په څرګنده سالم ښکاري . نو ددې پټ عيب ښکاره کول څه آسان کار نه دی دا دقيقي څيړنې غواړي او هر څوک يې نشي کولای په دې باره کې ډيرو کمو علماؤ خپلې هلې ځلې کړی دي لکه علی بن المديني رحمه الله ،احمد بن حنبل رحمه الله ،امام بخاري رحمه الله ،امام حاتم رحمه الله او دارقطني رحمه الله .
البدعت :
بدعت نو پيدا ته وايي او په اصطلاح کې په دين کې د داسې نوی شی پيدا کول چې په هغه شی باندې اسلام حکم نه وي کړی .
بدعت په دوه ډوله دی :
الف : کفر ته رسونکی بدعت : پدې معنی چې ددې بدعت په سبب يې خاوند کافر کيږي لکه د داسې يو څه عقيده لرل چې کفر مينځ ته راوړي . صحي قول دا دی چې د هغه چا روايت نه قبليږي کوم چې د دين داسې يو خبرې نه انکار کوي چې په تواتر سره ثابته وي او په څرګنده د دين جز وي .
ب : فاسق ګرځونکی بدعت : دا هغه بدعت دی چې د کفر سبب نه کيږي مګر د فسق سبب جوړيږي .
د بدعتي کس د روايت حکم :
الف : که بدعت د کفر جوړونکی وي روايت يې د قبول وړ نه دی .
ب : که بدعت يې فاسق جوړونکی وي هغه روايت يې د قبول وړ دی چې د جمهورو په رايه برابر وي هغه دا چې دوه شرطونه ولري :
- بايد خپل بدعت ته بلونکی نه وي .
- روايت داسې نه وي چې د ده بدعت پرې مروج شي .
سوء الحفظ : هغه روايت کونکی ته وايي چې صحيحوالی اړخ يې په غلطی راجح او غالب نشي .
سوء خفظ اقسام :
الف : هغه چې مور ذاتي د خفظ کمزوري لري او د هميشه د پاره يې حافظه کمزورې وي ددې راوي د روايت حکم دادی چې روايت يې مرورد دی .
ب : هغه چې د حافظې کمزورې په عارضی ډول ور پيښيږي لکه د عمر د زياتوالی يا ړنديدو له وجې يا د ده د کتابونو د سوزيدو د وجې وي چې دې راوي ته (المختلط ) وايي .د المختلط راوي روايت په لاندې شرايطو د قبول وړ دی .
۱- د ذهن د اختلاط څخه وړاندې که څرګند ؤ قبول دي .
۲- د ذهن د اختلاط څخه وروسته روايات يې مردود دي .
۳- او کوم چې تميز يې نه شو کيدای چې د کومې مودې دي د معلوميدو تر وخته پورې توقف پکې پکار دی .
د راوي د صحت شرطونه ، جرح او تعديل …………. بيا
آن لاين اسلامې لارښود