هغه وخت چې ماشومه نجلۍ وم له خدای سره مې عميقه اړيکه لرله که څه هم ما پر کاتليک عقيده لرله هغه کاتليک چې په عقايدو کې يې ضد او نقيض مبهم مسايل موجود ؤچې له سړې څخه لاره ورکوي خو زه تنوانيدلې وم له خدای سره خپله رابطه وساتم او د کليسا د تعليماتو پيروي ونه کړم ځکه هغوی غوښتل له ماشومتوب څخه زما په دوماغ دا دانه وکري .
د اوليه تعليماتو پر مهال مې تصميم ونيو تر څو د مذهب په اړه پوره پوه شم ځکه کليسا زما د هغو پوښتنو د ځواب کولو څخه چې زما پر ژوند يې سخت فشار وارد کړی وو عاجزه وه لکه : خدای څوک دی ؟ د انسان د پيدايښ دليل څه دی ؟ د خدای او بنده تر مينځ ارتباط څنګه وي ؟ څوک زما د ژوند حامي او کومکي دی ؟ د چا څخه پيروي وکړم ؟ خدای دې ته څه ضرورت لري چې څوک په زوی سره ونيسي ؟ او داسې نور سوالونه وو چې د کليسا رهبران ونتوانيدل هغه ته ځواب ووايي .
نو په دې خاطر مې د مذاهبو په اړه دقيق تحقيقات پيل کړل تر څو د خپلو سوالونو ځوابونه ومومم . وروسته زياتوي چې د څو مذاهبو لکه بودئيسم ، هندوئيسم او تائوئيسم په باره کې مې مطالعات او تحقيقات وکړل حتي جادوگرۍ ته مې مخه کړه شايد خلک ووايي جادوګرۍ ته مخ کول يو احمقانه کار دی خو ما دا هر څه د حقيقت د پلټلو لپاره تر سره کړل .
يوه ورځ زما خور زما ليدلنې ته راغله او دهغه پر تن مې لوی چادر او نقاب وليدل چې زه يې حيرانه کړم له هغې څخه مې وپوښتل تاسې په اوړې کې داسې جامې اغوستې هغې توضيحات راکړل او را ته يې وويل زه مسلمانه شوې يم .
 
ما تقريباً د نورو اديانو په اړه تحقيقات کړی وو مګر د اسلام په اړه مې تر اوسه څه تحقيق نه وو کړی ورسته زه کاليفرنيا ته لاړم هلته مې د اسلام په باره کې ځنې افراطي تبليغات وارويدل چې ددې باعث شول له هغه څخه مخ واړوم .
په دې کې دوه کاله تير شول په پوهتنون کې له يو کس سره اشنا شوم چې هغه غوښتل زما سره واده وکړي مګر زه ډير نارامه ومه چې هميشه مې له خپل زړه څخه دا آواز اوريدو چې ژوند ګډوډ او بې نظمه دی خو ما دې نارو ته توجه نه کوله بلاخره مې يوه شپه خوب وليد چې ددې باعث شو تر څو زما په افکارو کې اساسي تغيرات راولي وروسته ميشيګان ته راغلم ګورم چې زما په نشتوالی کې زما عمه او کوچنی خور په اسلام مشرف شوې نو ځکه ما هم کوښښ پيل کړ له خور څخه مې اسلامې کتابونه وغوښتل يو له هغو کتابونو څخه هغه کتاب وو کوم چې د دوزخ عذابونه پکې بيان شوې وو څه شيان مې چې په خوب کې ليدلی ووکټ مټ هغه څه وو کوم چې په دې کتاب کې ذکر شوې وو هر څومره به مې چې د اسلام په باره کې مطالعه کوله په همغه اندازه مې د خپلو پوښتنو ځوابونه پيدا کول او عقيده به مې ټينګيدله .
وروسته مې تصميم ونيو چې مسلمانه شومه مګر يو کوچنی مشکل مې لرلو هغه دا وو چې له يوه کس سره مې واده کړی وو هغه زما له مسلمانيدو څخه منع کوله نو بنا پر دې ما بايد يو شی انتخاب کړی وای يا هغه او يا د اسلام دين .
بلاخره مې د حقيقت لاره ونيوله د خپل زړه آواز ته مې لبيک وويل او خپل شهادتين مې اعلان کړل څو میاشتې وروسته مې د الله تعالی په فضل له يوه مسلمان سره واده وکړ او په ټول بدن سره مې د نيکبختي احساس وکړ
پای
منبع: IslamReligion

http://dawat.katib.org