ب ) : په راوي د عدالت د اعتراض په سبب مردود روايت :
داچې کله په نوموړی راوي د عدالت او ديندارۍ  له کبله نيوکه وشي .
په راوي د اعتراض اسباب لس چې پنځه په عدالت پورې تړلي او پنځه نور په ضبط او حافظې پورې اړه لري.
هغه چې په عدالت پورې اړه لري دا دي :
۱- دروغ  ۲- په دروغو متهم کيدل ۳- فسق ۴ – بدعت ۵- جهالت او ناپوهۍ
 هغه روايت چې د عدالت له مخې اعتراض ورباندی شوي وي په الموضوع – المتروک – المنکر – المطروح – جهالت بالراوي – المضعيف ويشل شوی دی چې لنډ بيان يې په لاندې ډول دی :
۱- الموضوع : په درواغو له ځانه جوړ شوی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوب شوی روايت دی .
موضوع په ضعيفو رواياتو کې تر ټولو بد او قبيح روايت دی ځنې علماء دا روايت د ضعيفو رواياتو له جملې نه بولي بلکي دا ډير بد روايت دی .
د روايت کولو حکم يې څه دی ؟
د علماء په اتفاق د موضوع روايت کول او نقلول هيڅ چا ته هم جايز نه دي خو کله يې چې خلکو ته ور معرفي کول غواړی چې دا موضوعي دی نو بيا جايز دی .
موضوعي روايت څنګه پيژندل کيږي ؟
د موضوعی روايت د پيژندلو ګڼ اسباب دي چې ځنې يې دا دي :
الف : چې کله جوړونکی خپله اقرار وکړي لکه اقرار د ابوعصمة نوح بن ابی مريم چې د سورتونو د فضايلو په باره کې احاديث جوړ کړی وو او بيا يې ابن عباس ته منسوب کړی ؤ.
ب : یا داسې څه چې دا اقرار په منزله د جوړونکی څخه صادر شي لکه همدغه کس يو روايت يو شيخ ته منسوب کړی او بيا همدغه کس د همدغه شيخ د تولد د ځای په باب پوښتنه کوي او حال دا چې دغه روايت يوازې د همده په وسيله نقل دی (تائيد يې نشته ) .
ج: يا څه نښې نښانې په راوي کې وي مثلاً دغه کس رافضي وي او په دغه حديث کې د اهل بيتو فضايل بيان شوی وي .
د : يا د هغه په روايت کې نښه موجوده وي مثلاً الفاظ يو له بله سر نه خوري او يا د مشاهداتو خلاف وي او يا په صريح ډول د قرآن خلاف وي .
د موضوعی احاديثو جوړونکي ډلې :
الف :- الله ته د قربت حاصلولو د پاره :
د ځانه داسې احاديث جوړول چې نيکو کارونو ته ترغيب او له بدو کارونو څخه ډارول پکې وي
دغه قسم جوړونکی زهد او تقوی ته منسوب خلک وي او دوی تر ټولو بدترين واضعان دي ځکه خلک د دوی موضعات باندې باور کوي ځکه د ديندارۍ او تقوی له وجې يې پر دوی يقين وي .
د دغو ډلی يو هم ميسره بن عبد ربه وه ابن حبان په الضعفاء کې ليکي چې ما دغه ميسره ته وويل چې تا دغه احاديث له کومه کړل ؟ هغه را ته وويل دا مې د خلکو د ترغيب د پاره د ځان نه جوړ کړی دي .
ب : د خپل مذهب د تائيد د پاره :
لکه خوارج او شيعه ګان هرې ډلې داسې وضعه احاديث جوړ کړی چې د خپلې ډلې تائيد ور باندې کوي لکه دا روايت (علی خير البشر من شک فيه فقد کفر) يعنی علی د ټولو بشر نه غوره دی او په دې کې شک کونکی کافر دی .
ج : درباري ملايان :
ځنې ضعيف الايمانه ملايان حکمرانانو ته د نزديکت پخاطر د هغوی د غير شرعي اعمالو ته د جواز د لارې جوړولو په مقصد دا کار تر سره کوي لکه د غياث بن ابراهيم النخعی الکوفي قصه چې د مسلمانانو د امير المهدي دربار ته ور ننوت هغه په کونترو لوبې کولې ،همدغه ملا سمدستي پخپل سند سره وويل چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې حديث نقل شوی دی (لاسبق الافی نصل اوخف او حافر اوجناح ) يعنې مسابقه او لوبې کول يوازې په تيغ يا عېشي او اوښ او آس او وزرو واله روا ده ، دغه ملا د مهدي د عمل د تائيد په خاطر لفظ (او جناح ) ور زيات کړ .
مهدي پوه شو او کوترې يې ټولې حلالې کړې (او داسې وويل چې زه ددې سبب شوم ځکه چې ما دا ملا دې ته اړ کړ چې داسې ووايي )
همدې ته ورته نورې ډلې هم شته .
۲-  المتروک : متروک پريشودلو ته وايي دا هغه حديث دی چې دده په اسنادو کې کوم راوي په دروغو بدنام شوی وي .
د يو راوي په دروغو د متهم کيدو دوه سببونه دي :
الف : يا خو دغه روايت د شريعت د معلومو احکامو خلاف وي او يواځې د همدې راوي لخوا روايت شوی وي .
ب : يا دا چې په عادي خبرو کې دغه راوي په درواغو پيژندل شوی وي اګر که په حديث کې دروغ نه وي څرګند شوي .
د المتروک مثال : حديث د عمر بن ثمر الجعفي الکوفي الشيعی چې (عن جابر عن ابی الطفيل عن علی وعمار قالا کان النبی صلی الله عليه وسلم يقنت فی الفجر ويکبر يوم عرفه من صلاة الغداة و يقطع صلاة اخر ايام التشريق ) يعنی نبی صلی الله عليه وسلم د سبا په لمانځه کې دعاء قنوت لوستل او تکبيرات التشريق به يې د عرفې د سهار څخه د ايام التشريق د آخرې ورځې مازدیګر پورې ويل ، نسايي ،دارقطني او نورو د دغه عمرو بن ثمر روايت ته المتروک حديث ويلی .
د المتروک حکم : مخکې مو وويل چې په ټولو کې الموضوع بدترين روايت دی په هغه پسې بيا المتروک دی .
۳- المنکر : منکر د انکار په معنی دی کله چې په راوي د زياتی غلطی ،زيات غفلت ،فسق او بدعت غيب ولګول شي د دغه راوي روايت ته المنکر ويل کيږي.
ابن حجر يې داسې تعريفوي : دا هغه روايت دی چې په سند کې يې کوم راوي زيات علطيږي او يا غفلت پکې زيات وي او په څرګنده فاسق وي منکر بلل کيږي .
د منکر او شاذ روايت تر مينځ فرق :
شاذ هغه روايت دی چې د مقبول (ثقه ) راوي روايت د هغه راوي سره مختلف واقع شي چې تر ده اوثق وي او منکر هغه روايت دی چې د ضعيف راوي روايت د هغه چا سره مختلف واقع شي چې ثقه راوي وي .نو معلومه شوه چې د دواړو تر مينځ د مخالفت خبره شريکه ده فرق په دغه کې دی چې د شاذ راوي مقبول دی او د منکر راوي ضعيف دی .
د منکر حديث مثال : د ( ابوبکر يحيی بن محمد بن قيس عن هشام بن عروة عن ابيه عن عايشة مرفوعاً ، کلوا البلح بالتمر فان ابن ادم اذا اکله غضب الشيطان ) (نسائي او ابن ماجه ) .
د منکر حکم : منکر د سختو ضعيفو رواياتو له جملې څخه دی .
المعروف : د المنکر ضد دی يعنې چې ثقه راوي له ضعيف راوي څخه نقل کړی وي .
۴- المطروح : مطروح روايت له ضعيف څخه ښکته او له موضوع څخه لوړ دی حکم يې مردود دی .
۵- الجهالت بالراوي :
الجهالت بالراوي د راوي نه پيژندلو ته وايي او علم حديث کې هغه روايت دی چې په هغه کې د راوي ذات يا حال نه پيژندل کيږي .
مثلاً نوم ،اسم کنيه يا لقب يې څرګند نه وي يا قلت د روايت دا چې د ده روايت لږ دی نو دير روايت ترې نه کيږی ډير داسې کيږي چې يوازې يو روايت ترې نقل شوی وي او يا خپله د راوي نوم نه وي څرګند شوی (البهم ) بلل کيږي .
۶- المضعف : هغه روايت دی چې په ضعيف والی يې اتفاق نه وي ځنې يې ضعيف ګڼې او ځنې قوي هغه که په متن کې وي او که مسند کې (الشبکة الاسلامية – علم الحديث – عربستان )