3- ضعيف حديث يا مردود : هغه حديث ته وايي چې نه پکې د صحيح شرايط او نه هم د حسن شرايط موجود وي البته قبول يې په شرايطو پورې اړه لري چې وضاحت يې وروسته را روان دی :
ضعيف حديث په لاندې برخو ويشل کيږي :
الف- د راوي د انقطاع له مخې چې : په معلق – مرسل - معضل – منقطع – مدلس ويشل شوی دي
ب- په راوي باندې د عدالت د اعتراض له مخې : چې په موضوع – متروک – منکر – مطروح – جهالت بالراوي يا مبهم – مضعف ويشل شوی دي
ج – په راوي باندې د ضبط او حافظې د اعتراض له مخې : چې په  مدرج – مقلوب - مضطرب
الف ) : هغه حديث يا خبر چې له سند څخه يې يو راوي حذف شوی وي .
د اسنادو د سلسلې څخه د يو يا څو راويانو ساقط کيدلو صورتونه دي لکه : المعلق – المرسل – المعضل – المنقطع – المدلس
۱- المعلق : په لغت کې د يو شي په بل شي پورې تړل او مربوط کولو ته وايي او په اصطلاح کې معلق هغه روايت دی چې د سند له پيل څخه يې يو راوي حذف شي يا ډير په پرله پسې ډول .
د معلق حديث حکم : معلق حديث مردود دی ځکه چې اتصال سند د قبول د پاره شرط دی او داچې کوم راوي ذکر نشو نو حالت يې مجهول شو چې ايا باورې به وي او که نه ؟
په عام شکل خو معلق حديث مردود وي مګر کوم کتاب چې التزام د صحت کړی وي لکه صحيحين بيا د هغه د پاره ځانګړی حکم دی چې وړاندې مو بيان کړ .
۲- المرسل : د ارسال څخه اخيستل شوی دی چې معنی يې خوشي کول ګويا دغه مرسل راوي دهغه سند همداسې خوشی کړی او په کوم بل راوي پورې يې نه دی تړلی .
په اصطلاح کې د سند په آخر کې چې د تابعي څخه وروسته راوي حذف شي يعنی تابعي ووايي چې قال رسول الله صلی الله عليه وسلم .
د مرسل حکم : په اصل کې خو مرسل ضعيف او مردود وي . ځکه چې د قبول د شروطو څخه يو اتصال د سند دی او دلته دا شرط موجود نه دی نو په دې توګه د راوي حال مجهول شو.
مګر د علماؤ تر منيځ د مرسل د حکم او استدلال په باب اختلاف دی .ځکه په سند کې دا ډول انقطاع د نورو ډولو سره کاملاً توپير لري .ځکه دلته چې کوم راوي ساقط دی غالبه دا ده چې يوازې صحابي به وي او صحابه ټول عادلان دي مجهول کيدل ضرر نه لري .
په لنډه توګه د مرسل په اړه د علماؤ دری اقوال دي :
الف : د جمهورو محدثينو او فقهاوو دا رايه ده چې مرسل روايت ضعيف او مردود دی ځکه احتمال لري چې صحابي نه بغيرکوم تابعي هم ساقط شوی وي .
ب: د امام ابوحنيفه رحمه الله ، امام مالک رحمه الله ،امام احمد رحمه الله او يوه ډله نورو په نزد صحيح او قابل استدلال دی البته په دې شرط چې دغه ارسال کونکي شخص ثقه يا باوري وي .
ج : د امام شافعی او ځنې نورو دا قول دی چې مرسل په څو شرطونو صحيح او مقبول وي .
- دا چې دغه ارسال کونکی (مرسل ) د مشرانو تابعينو له ډلې څخه وي .
- او داچې کله د ده سره په دغه روايت کې هغه د حديثو حافظان شريک جوړ شي ، هغوی د ده سره مخالف نه وي .
- دا چې ارسال کونکی (مرسل ) هغه راوي چې نه دی ذکر شوی ثقه يې يادوي .
د صحابي د مرسل حکم : صحيح او مشهور کوم د جمهورو علماؤ قطعي پريکړه ده د صحابي مرسل حديث صحيح او قابل استدلال دی .ځکه اکثراً صحابه کرام چې د بل کوم صحابي نه څه نقل کړی وي او ووايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : نو که د بل صحابي نوم نه وي ذکر شوی نو هغه مضر نه دی لکه چې وړاندې ذکر شول .
۳- المعضل : دا هغه روايت دی چې د سند څخه دوه يا زيات راويان په مسلسله ډول ساقط شوی وي .
د معضل حکم : په اتفاق سره مردود دی .
پخوا له دې چې المنقطع بيان کړو دلته د څو نورو تعريفاتو بيانول هم ضرور دي :
المتصل : د المنقطع ضد دی هغه روايت دی چې سند يې متصل يا پيوسته وي مرفوع وي که موقوف .
المسند : هغه روايت ته وايي چې سند يې متصل وي او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مرفوع شوی وي .
المعنعن والمؤنن
المعنعن : هغه دی چې عن ،عن پکې وي راوي ووايي چې فلان عن فلان .
د المعنعن په اړه د جمهورو رايه دا ده چې متصل دی د لاندې دوو شرطونو په صورت کې کوم چې امام مسلم کافي بللی دي :
الف : چې دغه معنعن راوي مدلس نه وي .
ب : چې د دغه معنعن راوي او د هغه د شيخ تر مينځ ملاقات اثبات شي .
المؤنن : هغه دی چې ان ان پکې راشي يعنې راوي ووايي چې حدثنا فلان ان فلان .
د معنعن والمؤنن  حکم : د جمهورو په نزد د ان او عن حکم يو دی د پورته دوو ذکر شويو شرطونو په صورت کې د قبول وړ دی او که روايت مدلس وي يا د راوي او د هغه د شيخ تر مينځ ملاقات ثبوت نه شي مردود دی .
اوس به خپل بخوانې بحث ته دوام ورکړو :
۴- المنقطع : دا هغه سند دی چې روايت يې متصل نه وي بلکي پرې شوی وي او دا د مرسل ،معلق او معضل له جملی څخه هم نه وي په دې معنی چې د انقطاع د دريو صورتونو نه لکه :د کوم سند په پيل کې راوي حذف شوی وي او يا د کوم سند په آخر کې کوم راوي حذف شوی وي او يا دا چې دوه راويان مسلسل حذف شوی وي دې بغير نور په سند کې هر ډول انقطاع منقطع بلل کيږي .
د منقطع حکم : دا روايت هم په اتفاق سره ضعيف دی ځکه چې د محذوف راوي حال مجهول دی .
۵- المدلس : په لغت کې د عيب پټولو ته وايي او په اصطلاح کې د روايت په سند کې عيب پټول او د هغه په ښکاره ښايښته او بې عيبه معرفي کول ،تدليس کول مکروه دي او تدليس الاسناد اشد مکروه دی .
د تدليس ډولونه : تدليس عموماً دوه ډوله دی تدليس الاسناد او تدليس الشيوخ
تدليس الاسناد : دې ته وايي چې يو راوي د داسې چا څخه روايت نقل کړي چې د ده ورسره ملاقات او سمع ثابته وي مګر دغه روايت يې ورڅخه آوريدلی نه وي او د آوريدو څرګنده يادونه هم نه کوي .
تدليس الشيوخ : دې ته وايی چې يو راوي د خپل شيخ څخه هغه حديث چې ترې اوريدلی دی روايت کړي مګر خپل شيخ په غير مشهور نوم يا اسم کنيه يا صفت ياد کړي چې څوک يې ونه پيږني .
لکه د قرآئت د امام ابوبکر بن مجاهد دا قول ( حدثنا عبيدالله بن ابی عبدالله ) او مقصد يې له ده څخه ابوبکر بن ابي داؤد السجستاني دی .
د تدليس حکم : که مدلس د سماع (اوريدلو ) په څرګنده يادونه کړې وه روايت يې قبول دی لکه سمعت او حدثني او داسې نور الفاظ .
او که د سماع تصريح پکې نه وي روايت یې مردود دی .

آن لاين اسلامې لارښود