دکتر ثريا کاملا داس په يوه هندي سنتي کورنی کې دنيا ته راغلی هغه د پنځه شپېته کلنۍ په عمر د اسلام په مقدس دين مشرفه شوه ، او خپل نوم يې ثريا انتخاب کړ ، خلک ډير ورته په تعجب کې وو چې ولی داسې يوې مشهورې چهرې او د داسې افکارو واله ښځې د اسلام دين ته توجه وکړه .
د يوه مالدار او مشهور هندو د پاره دا ډير لوی جرأت غواړي چې اسلام ته مخ کړي او د نورو هندوانو د سخت غضب او دوښمنۍ سره مخ شي ، په داسې حال کې چې دکتر ثريا به په محافلو او مراسمو کې د هندوانو د خدايانو په مدح کې شعرونه او سندرې ويلې لکن اوس د الله تعالی په لويې او عظمت کې اشعار وايي .
د دکتر ثريا د اسلام راوړلو قصه تر پنځلسو نه زياتو ژبو ترجمه شوی ده ، د هغې د اشعارو يوه مجموعه په انګليسی ژبه کې ده له هغه جملې اوړی په کلکته کې ، د ژوند الفباء ، پخوانی او زوړ کور او نور دي چې هغې په دې باره کې ډیر جوايز تر لاسه کړی وو .
د بامبايي ورځپاڼې په حواله : کاملا داس آخر تصميپم ونیو تر څو مسلمانه شي او خپل نوم يې په ثريا بدل کړ هغه پخوا هم بحثونه کړی وو او د کفري ټولنې په باب يې خپل نفرت بيان کړی وو چې بلاخره يې تصميم ونیو تر څو د اسلام په مقدس دين مشرفه شي .
د تايمز انديا ورځپانې له هغې سره تلفني مصاحبه کړی ده چې په لاندې ډول ده :
پوښتنه : څه وخت مو خپل تصميم ونيو تر څو د اسلام طرف ته مخه کړئ ؟
ځواب : دقيق وخت مو په ياد نه دی مګر دا موضوع  (۲۷) کاله مخې وه .
پوښتنه : ولې ددې تصميم عملي کولو دومره وخت ونيو ؟
ځواب :کله مې چې خپل تصميم خاوند ته اعلان کړ هغه را ته وويل صبر وکړه نو د هغه د توصيې سره سم مې د اسلام په باره کې زيات کتابونه ولوستل ، هغه وخت مې اولادونو ازدواج نه ؤ کړی او ما نه غوستل زما اسلام راوړل د دوی ژوند ته ضربه ورکړي ، اوس هغوی ټول په ښه موقف کې دي او له ژوند څخه يې راضی يم ، نو ځکه مې اوس خپل تصميم ښکاره کړ .
پوښتنه : تاسې ته چا اسلام معرفي کړ ؟
ځواب : زما له اسلام سره د اول ځل د پاره اشنايي دا وه چې کله مې دوه مسلمان ړانده ماشومان وليدل زه د نابينايانو سره د کومک کولو د يوې ټولنې لخوا استخدام شوم تر څو هغوی ته درس ورکړم .
پوښتنه : څه شی ددې سبب شول چې تاسې د اسلام طرف ته متوجه کړئ ؟
ځواب : زما د مسلمانانو ښځو حجابونه غوښيدل ، او د مسلمانانو ښځو د ژوند طرزالعمل مې خوښيږي .
پوښتنه : آيا تاسې فکر نه کوئ چې د حجاب اغوستل به د تاسې په آزادۍ اغيز وکړي ؟
ځواب : زه په هغه معنی آزادې نه غواړم ، په کافي اندازه پر خپل ځان اعتماد لرم . زه يو کومکي غواړم (پرده چې زما د عفط او عزت ساتنه وکړي ) نه آزادي . زه غواړم د الله تعالی يو تابع بنده وم ، د حجاب واله ښځې د خاص قدر او احترام لرونکي وي .
پوښتنه : د اسلام د قبول مهم دليل څه ؤ ؟
ځواب : ورستی سفر مې مالابار ته لرلو تقريباً د لمر پريوتلو وخت ؤ چې د خپل مقصد ځای ته ورسيدلم . د لمر دغه پريوتل ډير عجيب او ښکلی وه څو لحظې مې خپلې سترګې هغه ته نيولی وې او ناګهانه له هغه څخه يو سپين نور ښکاره شو ما ته يې ويل آيا غواړي اسلام قبول کړې ؟ دغه څو ثانيې وې فکر مې کولو زه خوب وړې يمه او بلاخره مې دا پيغام درک کړ .
پوښتنه : په دې لاره کې ستا سره چا زيات حمايت کړی دی ؟
ځواب : په خاص ډول څوک نه وو . خاوند مې څو کاله مخکې وفات شوی وو . ما حمايت او کومک ته ضرورت لرلو . خوکه هغه ژوندې وای زه به يې تشويق کړی وای .
پوښته : ايا زامنو مو دا تصميم قبول کړ ؟
ځواب : هو سل په سلو کې هغوی زما تصميم ته ډیر احترام لري .
پای
 آن لاين اسلامې لارښود