حديث د سندونو د شمير يا خلکو ته د رسيدو يا وصل په اعتبار په دوه ډوله دی متواتر او احاد .
۱- متواتر : متواتر په لغت کې پرله پسې ته وايي او په اصطلاح کې هغه دی چې د روايت په هره طبقه کې دومره ګڼ شمير خلکو روايت کړی وي ،کوم چې عادتاً دومره خلک په درواغو جمع کيدل ناشوني وي .
د متواتر حديث يا خبر شرطونه :
د پورتني تعريف څخه دا څرګنديږي چې متواتر د څلورو شرطونو په وجه مينځ ته راتلی شي او هغه دا دي :
الف : د ډيرو خلکو روايت کول .
ب: دا چې دا ډيروالی د سند په هره طبقه کې موجود وي .
ج: داچې عادتاً د دومره خلکو په درواغو توافق محال ګڼل کيږي .
د: دا چې د دوی د سند آخر امر محسوس سره تړلی وي مثلاً مونږ واوريدل او يا ومو ليدل او يا لمس مو کړل .
د متواتر حکم : د متواتر منل او تصديق واجبي دي او د هغه په روايت کې بحث ته ضرورت نشته يعنی د راويانو څيړنې ته يې ضرورت نشته .
د متواتر اقسام :
متواتر په دوه قسمه دی لفظي او معنوي :
الف) لفظي متواتر : هغه ته وايي چه لفظ او منعی په تواتر سره نقل وي لکه دا حديث (من کذب متعمداً فليبواء مقعده من النار ) څه د پاسه اويا صحابه کرامو نقل کړی دی .
ب) معنوي متواتر : هغه ته وايي چه يوازې معنی په تواتر سره نقل وي لکه د رفع اليدين او نورو په باره کې احاديثو چې الفاظ يې مختلف وي او مقصد او معنی يې مشرک وي او حد تواتر ته رسيدلې وي .
۲- احاد خبر :
احاد جمع د احد ده په معنی د واحد يعنې يو هغه روايت دی چې يوه شخص نقل کړی وي په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي چې د تواتر شرايط پکې موجود نه وي .
احاد حديث په دری قسمه دی : مشهور ،عزيز او غريب :
الف : مشهور حديث : مشهور لغتاً ښکاره او څرګند ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي چې په هره طبقه کې دريو يا زياتو راويانو نقل کړی وي .
مثال : “ان الله لايقبض العلم انتزاعا ينتزعه من العباد …. “ (رواه بخاري ،مسلم ،ترمذې او احمد ) يعني الله پاک دغه علم د بندګانو د سينو څخه نه راوباسي لکن د علماؤ په وفات کولو سره يې له مينځه وړي .
ب: عزيز حديث : لغتاً لږ او نادر ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي : چې په هره طبقه کې د راويانو شميره له دوو څخه کمه شي عزيز بلل کيږي .
مثال د انس متفق عليه روايت او د ابوهريره چې بخاري په روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  “لايؤمن احدکم حتی اکون احب اليه من والده و ولده والناس اجمعين “ (رواه بخاري او مسلم ) .
دا روايت له انس څخه قتاده او عبدالعزيز بن صهيب نقل کړی دی او بيا د قتاده څخه شعبه او سعيد نقل کړی دی او بيا د ددغې هر يوه څخه ګڼو کسانو نقل کړی دی .
ج: غريب : په لغت کې جدا او بې کسه ته وايي او په اصطلاح کې هغه روايت چې يوازې يو راوي روايت کړی وي غريب بلل کيږي .
غريب حديث په دوو برخو ويشل شوی دی غريب مطلق او غريب نسبي .
- غريب مطلق : هغه دی چې يوه صحابي نقل کړی وي مثال : “انما الاعمال بالنيات “ دا حديث يوازې د عمر رضی الله عنه نه روايت شوی دی تر آخر د سند يو يو شخص روايت کړی دی او کله داسې هم کيږي چې له يو شخص يې ګڼ شمير کسان نقل کړي .
- غريب نسبي : هغه حديث دی چې په مينځ د سند کې يوازې راوي وي په اصل د سند کې راويان زيات وي ،مګر وروسته د دغه رواتو څخه نقل يو راوي وکړي مثال : حديث مالک عن الزهري عن انس ان النبي صلی الله عليه وسلم دخل مکة وعلی راسه المغفر (رواه بخاري ۱۷۴۹  ) ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مکې ته داخل شو پر سر يې د اوسپنې خولۍ وه . چې مالک په يوازې ځان له زهري څخه نقل کړی دی .
 آن لاين اسلامې لارښود