چا د منسوب په اعتبار حديث په څلور ډوله دی حديث قدسي – حديث مرفوع – حديث موقوف او حديث مقطوع
۱- الحدیث القدسي : په لغت کې پاکوالی ته وايي يعنې د دا حديث د الله تعالی پاک ذات ته منسوب دی .په اصطلاح کې هغه حديث دی چې جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم له الله تعالی څخه روايت کړی وي .
د حديث قدسي او قرآنکريم تر مينځ فرق :
د حديث قدسي او قرآنکريم تر مينځ ډير فرقونه دی چې مشهور يې دا دي :
الف : د قرآنکريم لفظ او منعی د وحی جلي په وسليه د الله تعالی له طرفه ده او د حديث قدسي معنی د الهام په وسيله د الله تعالی د طرفه ده مګر لفظ يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا ټاکل شوی وي .
ب : قرآنکريم د عبادت په ډول تلاوت کيږي (د هر حرف په تلاوت باندې لس نيکۍ ليکل کيږي ) مګر حديث د عبادت په ډول نه تلاوت کيږي .
ج: د قرآنکريم د معنی روايت کول بدون له لفظ څخه حرام دي همدارنګه د قرآنکريم مسح کول د بې اودسه او جنوب د پاره جايز نه دي .
۲- مرفوع : په لغت کې اوچتوالی ته وايی يعنې د اوچت مقام خاوند جناب نبې کريم صلی الله عليه وسلم ته منسوب دی په اصطلاح کې هر هغه قول،فعل ،تقرير او صفت  چې پيغمبرصلی الله عليه وسلم ته منسوب يا متصل شي مرفوع بلل کيږي .
مثالونه :
د قولي مرفوع مثال : چې صحابي يا بل څوک ووايي :قال رسول الله صلی الله عليه وسلم کذا رسول الله صلی الله عليه وسلم (رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې ويلي ) .
فعلي مرفوع : فعل رسول الله صلی الله عليه وسلم کذا .
تقريری مرفوع : فعل بحضرة النبي صلی الله عليه وسلم کذا .
وصفي مرفوع : کان رسول الله صلی الله عليه وسلم احسن الناس خلقاً .
يعنې مرفوع هغه حديث شو چې راساً رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وصل او منسوب شوی وي  لکه په پورته مثالونو کې او لکه په صحيحينو کې د عمربن الخطاب رضی الله عنه حديث قال :قال رسول الله صلی الله عليه وسلم (إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى) .
دا حديث حضرت عمرفاروق نقل کړي او راساً يې جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم منسوب کړی چې هغه داسې فرمايلي دې حديث ته ځنې محدثين حديث نبوي هم وايي .

 

۳- موقوف : په لغت کې ودريدلو ته وايي ګويا چې راوي دغه حديث په صحابي ودرولی او د اسنادو پاتې سلسله يې نده غزولې  په اصطلاح کې  هغه روايت دی چې صحابي ته متصل شي  .
مثال قولي لکه : قال عمر رضی الله عنه کذا ، أو قال ابن مسعود کذا او مثال فعلي لکه : أوتر ابن عمر على الدابة في السفر وغيره .
د موقوف حکم : موقوف روايت کله صحيح کله حسن او کله ضعيف وي .
کوم موقوف چې په حکم د مرفوع کې وي هغه د حقيقي مرفوع غوندې حجت او دليل دی  او کوم چې په حکم د مرفوع کې نه دی د حکم په اثبات کې ورته ضرورت نشته ځکه دا د صحابه و خپل قول او فعل دی البته د ضعيفو احاديثو د پاره تائيد او تقويه جوړيږي ځکه د صحابه و شان په سنتو عمل کول وو .  

 

۴- مقطوع: په لغت کې قطع ته وايي چې د وصل ضد دی په اصطلاح کې هغه روايت دی چې يوازې تابعي پورې متصل شي . 
مثال :قول مجاهد – وهو من التابعين – اذا ودع أصحابه : اتقوا الله وانشروا هذا العلم وعلموه ولا تکتموه . مجاهد رحمه الله چې له تابعينو څخه وايي : کله به چې صحابه کرامو يو له بله جدا کيدل ويل به يې : له خدای جل جلاله څخه وويريږئ دغه علم خلکو ته ورسوئ ، دهغه زده کړه کوئ او هغه مه پټوئ .
د مقطوع حکم : مقطوع په هيڅ شرعي حکم کې دلیل نشې کيدای مګر کچيرې کومه نښه وه چې د دغه روايت په مرفوع والی يې دلالت کولو يعنې چې دغه تابعي دا روايت رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوب کولو بيا نو دغه روايت د مرسل مرفوع حکم لري .

آن لاين اسلامې لارښود