بسم الله الرحمن الرحيم

 دإسلام لنډه پيږندنه

الحمدلله رب العالمين، والصلاة والسلام على إمام المرسلين نبينا محمد وعلى آله وأصخابه أجمعين .

أمّا بعد: دإسلام معنى داده  چې په كلكه كواهي كول چې  دالله تعالى څخه پرته بل هيڅوك په حقه دعبادت لايق نشته، او محمد صلى الله علپه وسلم- دالله تعالى استاذي او پيغمبر دي . داسې كواهي چي په زړه باور او تصديق، په ژبه إقرار، او په أندامونو ددي كواهي په مقتضى عمل وكړي .

دإسلام دغه معنى دإيمان په شپږو أركانوا باندي باور، او د إسلام په پنځه أركانو باندي عمل، او په دغه أركانو كښي دإحسان په كولو سره سرته رسيږي .

*إسلام دالله (جل جلاله) هغه آخري دين دي كوم چې ئي په خپل آخري ييغمبر محمد r باندي راليږلي دي .

*إسلام هغه سپيڅلي دين دي چې الله (جل جلاله) پرته لدي له هيڅ چا څخه بل دين نه قبلوي، او الله (جل جلاله) دا سپيڅلي دين ډير أسان ګرځولي دي هيڅ سختيا او مشقت پکې نه شته، الله (جل جلاله) ددي دين به منونكو (مسلمانانو) هغه څه ندي واجب كړي چې دوي ئي توان نه لري .

*إسلام هغه دين دي چې بنياد ئي دالله (جل جلاله) په وحدانيت (يووالي) ايښودل شوي دي، ښكاره نښه او شعار ئي رشتيا ويل دي، دار ومدار ئي په عدل او إنصاف دي، په حق ولاړ دي، او روح ئي نرمي او مهرباني ده.

*إسلام هغه مقدس لوي دين دي چې خلكو ته دهغي كارونو لارښوونه كوي چې د دوي ددنيا او آخرت كټه ورپكې وي، او دهغه كارونو نه ئي ډاروي او ويروي چې ددوي دين او دنيا ته زيان رسوي .

*إسلام هغه دين دي چې پدي سره الله (جل جلاله) دخلكو خراب عقائد او أخلاق إصلاح كړل، او هم ئي ورله ددنيا او آخرت زندګي برابره كړه، او پدې إسلام سره ئي هغه بدبينه او جلا جلا زړونو او بيلو بيلو خواهشاتو تر مينځ جوړښت او يووالي راوست، او د باطل دتيارو نه ئي خلاص كړل، حق طرف ته ئي بلنه وركړه، او سمي لياري ته ئي برابر كړل .

*إسلام هغه مضبوط دين دي چې په خپلو ټولو أخبارو أو أحكامو كې نهايت رښتوني او محكم دي ، په څه چې ئي خبر وركړي دي هغه ټول رښتيا او حق دي، فيصلي ئي په عدل او إنصاف كړي دي، خوا دغه خبر وركول يا فيصلي كول په صچېح عقائدو پوري اړه لري، يا په نيكو أعمالو پورې، يا په ښايسته أخلاقو پورې، اويا په لوړو آدابو پورې اړه لري .

*دإسلام دپيغام هدف دلاندنيو أمورو عملي كول دي:

1- خلكو باندي دهغوی خپل رب ج (پرورش كونكي) او خالق (پيداكونكي) پيږندل، چې دالله (جل جلاله) هغه ښايسته نمونه وپيږني چې هغې كې ورسره همنامي نه شته، او دهغه لوړ او اوچت صفتونه وپيږني چې هغې كې ورسره بل مقابل نه شته، او دهغه هغه دحكمت نه ډك كارونه وپيږني چې په هغې كې ورسره شريك او برخه دار نه شته، او دا وه پيږني چې يواځي همدغه الله (جل جلاله) دعبادت مستحق دي چې په عبادت كې بل انډول نه لري .

2- خلكو ته يواځې ديو الله (جل جلاله) چې بل برخه دار نه لري- دعبادت بلنه وركول، دهغه څه په پوره كولو او عملي كولو سره چې الله (جل جلاله) په خپل كتاب، او دپيغمبر r په سنتو كې ددوي لپاره دين ګرځولي دي، خوا هغه په نيكو كارونو باندې امر كول وي، او يا د بدو كارونو څخه منع كول وي، په كوم كې چې  ددوي ددنيا او آخرت نيكبختي او كاميابي وي.

3- خلكو ته ددوي دمرګ څخه ورسته ددوي دحال او ځاي دورتګ يادونه كول، او دهغه څه يادونه كول چې دوي ورسره په خپلو قبرونو كې، او دقبرونو څخه دپورته كيدو په وخت كي، او دحساب په وخت كې مخامخ كيږي، او ددوي دورتګ دځاي په باره كې يادونه وركول  چې ددوي دخپلو عملونو مطابق يا به جنت وي او يابه د دوزخ أور وي ، كه عملونه ئي ښه وي جزاء او بدله به ئي ښه وي، او كه عملونه ئي بد وي نو جزاء او بدله به ئي بده وي .


*دإسلام مُهم او ضروري قواعد په لاندني ټكو كې خلاصه كولاي شو:

أول: دإيمان بناوي (أركان):

(إيمان شپږبناوي (أركان) لري):

*دإيمان لومړي بنا(ركن):په الله (جل جلاله) باندي إيمان لرل .

په الله (جل جلاله) باندي إيمان لرل لاندني أمورو ته مشتمل دي :

أ-دالله (جل جلاله) په ربوبيت باندې إيمان لرل، يعني دا پوره باور كول چې پالونكي پيداكوونكي، اختيار مند، دمخلوقاتو دټولو كارونو نظام څلوونكي، او په ټول عالم كې تصرف كوونكي يواځې يو الله (جل جلاله) دي .

ب-دالله (جل جلاله) په ألوهيت باندي إيمان لرل، يعني دا پوره باور كول چې يواځې الله (جل جلاله) په حقه سره معبود او دعبادت لايق دي، او دالله (جل جلاله) څخه پرته نور ټول معبودان باطل او په ناحقه دي .

ج-دالله (جل جلاله) په نومونو او صفتونو باندې إيمان لرل،  يعني په دي باندي پوره باور كول چې الله (جل جلاله) لره ښايسته نومونه، او دكمال والا اوچت صفتونه دي، لكه څرنګه چې ئي په قران كريم او أحاديثو كې ذكر شوي دي .

دإيمان دوهمه بنا(ركن): دالله (جل جلاله) په ملائكو  باندي إيمان لرل :

ملائك دالله (جل جلاله) عزتمند بندكان دي، الله (جل جلاله) پيدا كړي دي، أو هغوي يواځې ديو الله (جل جلاله) عبادت كوونكي او دهغه دحكم تابعدار دي. او هغوي لره الله (جل جلاله) په جلا جلا كارونو مكلف كړي دي، او ځنی  ددغه ملائكو څخه چه په بيلو بيلو كارونو مكلف دي :

*جبيرل (علپه السلام) چې دالله (جل جلاله) له طرفه په وحې راوړلو مكلف دي په هغه جاباندې چې دالله (جل جلاله) خوښه وي چې هغوي أنبياء او پيغمبران دي .

*بل ميكائيل (عليه السلام) چې په بارانونو او بوټو شنه كولو باندې مكلف دي .

*بل إسرافيل (عليه السلام) دي چې دشپيلي په پوكولو باندې مكلف دي، يوه شپيلي به دمخلوقاتو دمړه كولو په وخت كي وهي او بله شپيلي به ددوباره ژوندي كولو په وخت كې .

*بل ملك الموت (عليه السلام) دي چې دمرګ په وخت كې دارواحو په قبض كولو باندي مكلف دي .

د إيمان دريمه بنا (ركن): دالله (جل جلاله) په كتابونو باندي إيمان لرل :

الله (جل جلاله) په خپلو پيغمبرانو كتابونه راليږلي دي كوم كې چې دبندكانو لپاره لارښونه، او خير خواهي، او كاميابي ده. او مونږ ته ددغه كتابونو څخه لاندني كتابونه معلوم دي :

1- تورات : كوم چې الله (جل جلاله) په موسى (عليه السلام) راليږلي دي، اودا دبني إسرائلو په كتابونو كي غټ كتاب دي .

2- إنجيل: كوم چې الله (جل جلاله) په عيسى (عليه السلام) راليږلي دي .

3- زبور:كوم چې الله(جل جلاله) داود (عليه السلام) ته وركري ؤ.

4- قرآن كريم: دا هغه لوي كتاب دي چې الله (جل جلاله) په خپل آخري پيغمبر محمد r باندي راليږلي دي، پدې سره الله (جل جلاله) مخكنې ټول كتابونه منسوخ او ختم كړه، او ددي كتاب (قرآن كريم) ساتنه ئي خپل ځان ته وسپارله ددي لپاره چې دا قرآن كريم دقيامت دورځې پورې په ټول مخلوق باندې حجت اودليل پاتي شي .

او په  صحيفو باندې ايمان لرل  .

د إيمان څلورمه بنا(ركن): دالله (جل جلاله) په پيغمبرانو إيمان لرل :

الله (جل جلاله) خپلو بندكانو ته پيغمبران راليږلي دي، چې أولني رسول(پيغمبر) نوح (عليه السلام) دي، او آخرني رسول محمد r  دي، او ټول پيغمبران  دعيسى (عليه السلام) چې دمريم (عليها السلام) ځوي دي، او دعزير (عليه السلام) په شموليت دوي ټول بشر يعني بنيادمان دي، او دالله (جل جلاله) مخلوق دی، الله (جل جلاله) دوي ته دخپل ربوبيت دخصوصيتونو څخه هيح نه ؤو وركړي، بلكه هغوي دنورو بنده ګانو په شانته بندګان ؤ، الله (جل جلاله) په رسالت (وحی ليږلو) باندې مشرف او عزتمند كړي ؤ. او الله (جل جلاله) دمحمد r په راليږلو سره دييغمبري سلسله ختمه كړه، الله (جل جلاله) محمد rټولو خلكو ته پيغمبر راو ليږه، دهغه نه روسته بل ييغمبر نه شته .

د إيمان پنځمه بنا (ركن):دآخرت په ورځ باندې  إيمان لرل :

دآخرت ورځ چې دقيامت ورځ ده، هغه ورځ ده چې دهغي نه ورسته بله ورځ نه شته، پدغه ورځ به الله (جل جلاله) ټول خلك دقبرونو څخه ژوندي راپورته كوي، دهميشه زندګۍ لپاره يا دنعمتونو به كور كې چې جنت دي، او ياد دردناك عذاب په كور كې چې دوزخ دي .

دقيامت په ورح باندې دإيمان لرلو معنى داده چې په هغه څه باندې چې دمرګ څخه روسته ورسره مخامخ كيږي كلك باور او تصديق وكړي، لكه په قبر كي سوال او جواب، يا په قبر كې نعمتونه، يا په قبر كې عذاب .

او هم په هغه څه باور وكړي چې دقبرڅخه ورسته ورسره مخامخ كيږي لكه دقبرونو نه راپورته كيدل، او دحشر ميدان ته غونډيدل، او هلته حساب او كتاب كيدل، او بيا يا جنت ته تلل او يا دوزخ ته .

 

د إيمان شپږمه بنا (ركن): په تقدير باندې إيمان لرل :

په تقدير باندې دإيمان لرلو معنى داده چې پدې خبره پوره باور او تصديق وكړي چې الله (جل جلاله) ټول كائنات – يعني هغه څه چې كيدونكي دي- أندازه كړي دي، اوټول مخلوقات ئي دخپل مخكنې علم او دخپل حكمت دغوښتني مطابق پيداكړي دي، له دي كبله ټول كائنات او مخلوقات الله (جل جلاله) ته په خپل أزلي علم سره معلوم دي، او دهغه سره په لوح محفوظ كې ليكلي دي، او الله (جل جلاله) ددي ټولو كائناتو پيداكول غوښتل، نو ټول ئي پيدا كړل، هيڅ شي هم ددي مخلوقاتو او كائناتو نه كيداي نه شي مګر دالله (جل جلاله) په إراده او كړنه او پيدائش سره به كيږي .

دوهم: دإسلام بناوي (أركان) :

دإسلام أساس او بنياد په پنځه بناؤو (أركانو) باندې دی، يو إنسان تر هغه پوري په رښتيا مسلمان نه شي كيدای ترڅو چې ئي په دغه أركانو إيمان نه وي راوړی، او په صحېح ټوګه ئي نه وي آداء كړي، هغه أركان دادي :

د اسلام لومړی بنا(ركن): كلمه شهادت ويل (لا إله إلاّ الله محمد رسول الله).

په رښتيا سره ددي كلمي كواهي وركول دإسلام كلي
(كونجۍ) أو هغه بنياد دی چې إسلام پري ولاړ دی  .

*د (لاإله إلاّ الله) معنى داده چې : نه شته لايق او مستحق دعبادت په حقه سره پرته دالله (جل جلاله) څخه بل هيڅوك، يواځې يو الله (جل جلاله) په حقه سره دعبادت لايق دي، او نورټول هغه څه چې پرته دالله (جل جلاله) څخه دهغي عبادت كيدائي شي باطل او په ناحقه دي . د(إله) معنى (معبود) يعني دعبادت مستحق .

*او د(محمد رسول الله) معنى داده چې: دمحمد r په ټولو خبرو او ويناوو باندې پوره تصديق او باور كول، او دهغه دټولو حكمونو – په كومو ئي چې أمر كړي دی – تابعدارې كول، او دهغه څه نه ځان ساتل دكوم څخه ئي چې منع كړي ده، او دالله (جل جلاله) عبادت يواځې په هغه طريقه كول چې محمد r پري راتګ كړی دی او هغه ئي دين ګرځولی .

د اسلام دوهمه بنا (ركن): لمونځ كول :

الله (جل جلاله) په شپه او ورځ كې پنځه وخته پنځه لمونځونه فرض كړي دی، ددې لپاره چې بنده ګان ددې لمونځونو  په كولو سره يو خو دالله (جل جلاله) حق أدا كړي، او بل دالله (جل جلاله) دنعمتونو شكر أدا كړي .

او هم دا لمونځونه دمسلمان بنده او دهغه درب ج په مينځ كې قوي رابطه او تړون دی، په لمانځه كې دالله ج سره پټـې پټـې خبرې كوي، دهغه نه غوښتني كوي .

او بل ئي ددي لپاره دا لمونځونه فرض كړي دي چې مسلمان بنده لره دهر ناوړه او ناروا كارونو څخه منع كړي .

أو الله (جل جلاله) په لمانځه باندې ددين خير، دإيمان صحېح والی، او په دنيا او آخرت كې  دالله تعالى ثوابونه مرتب كړي دي، او هم په لمانځه سره بنده ته هغه بدني او نفسي راحت حاصليږي كوم چې ده لره په دنيا او آخرت كې دخوشحالي سبب ګرځي .

 

د اسلام دريمه بنا (ركن): زكات وركول :

زكات يو صدقه ده چې هر كال به ئي هغه څوك وركوي چې پرې واجب شي، او دابه مستحقو كسانو ته چې فقيران او مسكينان او يانور هغه كسان چې دزكات وركول ورته جائز دي وركوي .

زكات په هغه غريب سړی واجب ندی چې دهغه مال او شتمني دزكات نصاب ته نه وي رسيدلي، بلكه الله (جل جلاله) زكات په شتمنو او مالدارو باندې واجب كړي دی ، ددې لپاره چې ددوی دين او إسلام ورباندې پوره او مكمل شي، ددوي په أحوالو او أخلاقو كې إصلاح او ذيادت حاصل شي، ددوي او ددوي دمالونو څخه أفتونه او مصيبتونه بڅ كړي، او دوي د كناهونو څخه پاك كړي .

او هم ددې لپاره چې شتمن او مالداران دخپلو بې وسه او غريبو خلكو سره مرسته او ښيګنه وكړي، او نور رنګ رنګ دښيګني كارونه ورباندې تر سره كړي . او دا زكات -ددغه فائدو سره سره- دهغه مال په نسبت چې الله (جل جلاله) شتمنو او مالدارو ته وركړی دی، ډيره لږه برخه او حصه ده .

د اسلام څلورمه بنا (ركن): روژه نيول :

درمضان المبارك دمياشتي – چې دقمري مياشتو په حساب نهمه مياشت ده- روژه نيول، پدې مياشت كې ټول مسلمانان په ګډه سره دورځې دسبا ختلو نه تر لمر ډوبيدو پورې خپل ټول أصلي شهوتونه او خواهشات،خوراك، څښاك، او كورواله پوره كول پريدي . الله (جل جلاله) ورته ددي په بدل كې دخپلې بښنې او مهربانۍ له لوري ددوي دين او إيمان پوره كوي، كناهونه ورته بښي، او درجي ورته لوړوي، او ددې نه علاوه ورته ددنيا او آخرت هغه لوی خير او نعمتونه وركوي كوم چې الله (جل جلاله) دروژي په نيولو سره تړلي دي .

د اسلام پنځمه بنا (ركن): حج كول :

حج: په خاص وقت كې دبيت الله (كعبي شريفي) دورتګ قصد او إراده كول، دالله (جل جلاله) دپاره ديو خاص عبادت دأدا كولو په خاطر، لكه څرنګه چې دهغي وضاحت دإسلام به دين كې شويدي .

حج الله (جل جلاله) په عمر كې يو ځل په توان لرونكو باندې فرض كړي دی .

*په حج كې مسلمانان دزمكې په هغه غوره برخه  كې
–چې مكه شريفه ده- راټوليږي، ديو رب ج عبادت كوي، او يو رنګ جامې (احرامونه) اچوي، دمشر او كشر، شتمن او بې وسه، سپين او تور تر مينځ هيڅ توپير نه وي، ټول يو شان دحج ټاكلې مراسم أدا كوي، چې ددغه مراسمو نه لوي او غټ مراسم: دعرفات په ميدان كښي ودريدل، دكعبي شريفي نه
–چې دمسلمانانو قبله ده- طواف كول، دصفا او مروه ترمينځ مندي وهل دي .

او په حج كې نورې ډيرې ذياتې ديني او دنيوي ګټـي دي چې دهغي شميرل او راټولول ممكن ندي .

دريم: إحسان كول:

إحسان دې ته وائي: چې دإيمان او إسلام په رڼا كې ته دالله (جل جلاله) داسې عبادت وكړي لكه چې ته الله (جل جلاله) لره ويني، كه ته الله (جل جلاله) لره نه ويني نو هغه خو تا ويني. معنى داچې ته په زړه كې دا راولې چې ته دالله (جل جلاله) په وړاندې ولاړ ئې او دهغه عبادت كوي . او دغه عبادت به دپيغمبر r دسنتو مطابق كوي، او مخالفت به ئي نه كوي. او ټول هغه څه چه مخكې بيان شول دغي ته دإسلام دين ويلی شي .

*ښكاره او معلومه خبره ده چې إسلام دمسمانانو إنفرادي او اجتماعي زندګي په هغه طريقه منظمه او ترتيب كړي ده چې دهغوي ددنيا او آخرت نيكبختي او كاميابي ورپكې ده، له دې كبله الله (جل جلاله) دمسلمانانو لپاره نكاح (واده) په شرعي طريقه حلال او جائز كړي دی او ټينګار ئي پري كړي دی،او زنا، لواطت، او نور ټول ناوړه او دفحاشۍ كارونه ئي حرام كړي دي . صله رحمي – خپلولي- او په بي وسه او بيچاره خلكو باندي مهرباني او دهغوی پالنه ئي واجب كړيده. همدارنګه هر  ښايسته او ښه أخلاق كول ئي واجب كړي، اوټينګار ئي پري كړی دی، او هر رنګ بد او بيكاره أخلاق ئي حرام كړي .

*همدارنكه إسلام ددي خبرې خيال او لحاظ هم ساتلي دی چې ټول خلك ددين إسلام په عملي كولو، او دنورو خلكو دحقونو په خيال ساتلو كې يو شان ندي، بلكه توپير لري، لدې كبله الله (جل جلاله) چې ځنې ويرونكي او منع كونكي سزاګاني دځنو هغو تيريو په مقابل كې مقرر كړيدی كوم چې دالله (جل جلاله) دحق پورې اړه لري، لكه دمرتد كيدلو (خيپل دين پريخودلو) سزا، دزنا كولو سزا، دشراب څښلو سزا، او دارنګه دنورو بدو او ناوړه كارنو سزاګاني .

*لكه څرنګه چې إسلام يو ځای نورې ويرونكې او منعه كونكې سزاكاني دټولو هغو تيريو په مقابل كې مقرر كړي دي كوم چې دخلكو په حقونو باندې تر سره كيږي، لكه دهغوي په وينو او مالونو او أبرو باندې تيري كول .

د دغي سزاكانو ځنې دا دي : دبي حقه وژني سزا، دغلا كولو سزا، په پاك دامنه  خلكو او ښځو باندې دبد نامئ لگولو سزا، بې حقه ديو چا وهلو، او ياورته تكليف رسولو، او يا دچا بې حقه مال أخستلو سزاګاني.

دغه ټولي ذكر شوي سزاګاني داسې سزاګاني دي چې هره سزا دخپل جرم سره په غير دكمي او زياتي نه مناسب او برابره ده.

دارنګه إسلام درعيت علاقه او رابطه دهغوي دحاكمانو او أميرانو سره منظمه كړي او په چوكات كې ئې بنده كړيده .

په رعيت ئي دهغوي دأميرانو او حاكمانو تابعداري په هغه كارونو كي واجب كړي ده كوم كې چې ناروا او دالله (جل جلاله) دحكم خلاف نه وي. او هم ئي په أميرانو او حاكمان په عدل راوستلو او د رعيت سره په ښه سلوک کولو مکلف کړي دي .

*او په آخر كې دا ويلی شو چې: يواځنی دإسلام دين دی چې دبنده او دهغه درب ج په مينځ كې، او دإنسان او دهغه دټولني په مينځ كې په ټولو اړخونو دزندګۍ كې دټينګې او صحېح علاقې او رابطې جوړولو او نيك عمل كولو ضامن دی . هيڅ كوم دخير كار نه شته – خوا هغه أخلاقو پورې اړه لري، يا معاملاتو پورې- مګر إسلام خلكو ته دهغي ښودنه كړيده، او دهغي په كولو ئي ټينګار كړي دی، او دهر بد أو ناروا كارونو – خوا هغه أخلاقو پورې اړه لري يا معاملاتوپورې  له هغې  ئي خلك دارولي دي او دهغي دكولو څخه ئي منع كړيدي .

داټول هر څه چې ذكر شول پدې ښكاره دلالت كوي چې دإسلام دين په خپلو ټولواړخونو كې كامل او ښايسته دين دی .

 

والحمد لله رب العالمين

ژباړن : أبو عمر سيد حبيب بن أحمد المدني الأفغاني

المدينة الطيبة، السبت 23/3/1423ه‍