امانت
په دنيا کې کله نا کله انسان ته دا صورت پيښيږي چې د خپل شی يا روپو د حفاظت لپاره له نورو څخه مدد وغواړی .
پداسې موقع د هر مسلمان دا اخلاقی فريضه ده چې د هغی له مدد څخه منع ونه کړي ځکه چې انسانانوخو سره ټړلی دی سبا به ده ته هم داسې ضرورت پيښ شي .
د امانت په اړه په اسلامې شريعت کې ډير تاقيد شوي دي .
إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا (النساء ۵۸)
الله تعالی تاسی ته حکم درکوي چه امانتونه او حقوق د هغی مالکانو ته ورسوﺉ .
إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ (الحج ۳۸)
الله تعالی هر خيانت ګر او ناشکره نه خوښوي
دمؤمنانو صيفات بيانوي :
وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ( المومنين ۸)
کوم خلق چې د خپلو امانتونو او وعدو خيال ساتی
په احاديثو کې د امانتداری ټينګار :
لاايمان لمن لا امانة له
نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايې : چه په چا کې  امانتداری نه وي د هغه زړه له ايمان نه خالی وي، بل ځای فرمايي جې د منافق دری علامې دي د هغې نه يوه دا ده چې : و اذا ائتمن خان
چې کله امانت ور ته کيښودل شي نو خيانت کوي .
د امانت حکم :
امانت يو اخلاقی فريضه ده او دښه سلوک نوم دی ددی وجی نه قانوناً د امانت په ايښودلو کې کوم جبرنشته او نه هم څوک په مجبور کيدای شي .
که په اتفاقی ډول د يوی حادثی له مخی امانت ضايع شي نو په امين څه تاوان نشته ولی که قصداً يې د خرابی کوښش وشي يا يې په ساتنه کې غفلت وشی نو بيا به د هغه تاوان ورکوي .
د ميندل شوی شي حکم يا لُقطی حکم :
که چا کوم شی پيدا کړ له ځانه سره به يې ساتی تر يوه کاله پوری به اعلانونه کوي چې ما داسې شی په فلانی ځای کې پيدا کړي دي که يې مالک پيداشو نو ږر به يې ورته سپاري او که تر يو کاله پيدا نشو نو بيت المال ته به يې سپاري او که اسلامې بيت المال نه وي نو صدقه يې دې کړي يا که خپله غريب وي خپله يې هم استعمالولی شي .
په امانت باندې اجرت اخيستل کيدای شي ؟
امين ته کچيری د امانت په ساتنه کې تکليف وي يا کافی ځای ته ضرورت وي يا د هغه په ساتنه خرڅ راځی پداسې صورتونو کې اجرت اخيستلای شي .
د امانت په پیسو تجارت کيدای شي ؟
د حضرت عمر فاروق رض نه نقل دی چې  ده به د يتيمانو وليانو ته د هغوی په مال باندې د تجارت کولو ترغيب ورکولو ځکه چې هغه د ضايع کولو نه
بڅ شي .
مولانا مناظر احسن ګيلانی صاحب په دليلو نو سره ليکلی دی چه د امام ابو حنيفه به د امانت په رپيو په اجازت سره تجارت کيدای شي .
د امانت په پيسو د تجارت لپاره اجازه شرط ده .