اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
که هغه حديث شريف راته وليکی چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم موږ ته ارشاد کړی چې تاسی د امام مطابعت وکړی او ما دا هم اوريدلی دی چې دامام مطابعت واجب دی. فرض کړی د يو امام پسی مو نيت وتړلو چې د امام مالک رحمته الله عليه په مذهب دی او موږ دامام ابو حنيفه رحمته الله عليه په مذهب يو نو اوس کوم امام ته برتری ورکو هغه چې ورپسی لمونځ کوو که هغه چې په مذهب يي يو؟
د دی حدیث شريف عملی کوم البته په حج کې څنګه دی ځکه زياتره حاجي صاحبان بيا هلته د امام مطابعت چې واجب دی نه مراعت کوی او که ته ورته ووايي نو بيا سل ټاپي در باندی لګوی نو ستاسی ځواب ته منتظر يم
په اسلامی مينه
حيات هجران شيرزاد 
بسم الله الرحمن الرحيم
لاندې احاديث په لمانځه کې د امام د متابعت د وجوب دليل دی :
د امام د متابعت وجوب او هغه نه د مخکې والی حرمت
له انس رضی الله عنه نه روايت دی چه پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلی : (إنما جعل الإمام ليؤتم به فإذا کبر فکبروا و إذا سجد فاسجدوا، و إذا رفع فارفعوا …) متفق عليه « امام خاص ددې د پاره تعين شوی چې په هغه پسې اقتدا وشي ، کله چې تکبیر ووايي نو تاسې هم تکبير ووايی او کله چې سجده وکړي نو تاسې هم سجده وکړﺉ او کله چې پورته شي نو تاسې هم پورته شئ…».
له ابوهريره نه روايت دی چه پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی : (أما يخشي أحدکم إذا رفع رأسه قبل الإمام أن يجعل الله رأسه رأس حمار، أو يجعل الله صورته صورة حمار) متفق عليه « آیا تاسې نه هغه کس چې د امام نه مخکې خپل سر پورته کوی له دې نه ویریږې چې الله تعالی د هغه سر او صورت د خره د سر او صورت په مثل وګرځوی .».
د حنفي اقتداء په غير حنفي پسې :
د حنفي اقتدا په غير حنفي مثلاً شافعی امام پسې جايز ده (کفايت المفتي ج ۳ ص ۵۴ )
اما لاقتداء بلمخالف فی الفروع کالشافعی فيجوز مالم يعلم منه مايفسد الصلاة علی اعتقاد المقتدي ،عليه لاجماع (درالمختار ج ۱ ص ۵۶۳ ) .
همدارنګه فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي :
اصل قول دا دی چې محققينو فقهاؤ د حنفي اقتداء په غير حنفي پسې او همدارنګه د غير حنفي په حنفي پسې رواه بللې ده ، د حرمينو د علماء کرامو همدا عمل دی هلته برابر شافعيان د حنفيانو او حنفيان د شافعيانو اقتداء صحي بولي او بلا انکار يې کوي باقي روايات چې هر قسم وي مګر اعتبار د محققينو قول دی (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج۱ ص ۱۸۰ ) .

 والله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود