په 1988 کال کې د خپل پلار سره مې عربستان ته د يوې پروژې د کارولو د پاره لاړم پلار مې د سړک جوړونې دوکتور ؤ څه مې چې هلته ليدل ددې باعث شول تر څو ما نورو مختلفو لارو ته کش کړي ، کله مې چې د اولين ځل د پاره آذان واوريدو زړه مې په لړزه باندې راوستلو .
مغازې به مې ليدلې چې دروازې به يې تړليې وي مګر قفل شوی به نه وې څنګه داسې څه ممکن وي ؟ مسلمانان به لمانځه ته تلل خو کله چې بيرته راتلل خوشحاله او د اطمنان احساس به يې کولو .
دا څيزونه به مې ليدل او تعجب به مې کولو . د ميلمپال څخه به مې ډيرې پوښتنی کولې او هغه اجازه راکړه تر څو د ښار لوی جومات ته ورسره لاړ شم او هلته د ټولو آخر کې کښينم .داسې احساس مې کولو چې په زړه او سترګو حقيقت وينم .زما د پلار نه بغير هيڅوک هم هلته نه وو دعوت شوي .
فکر کوم زما ميلمه پال محمد چې زه يې جومات ورسره بوتلم زما په وجود کې څه داسې تغيرات حس کړی وو چې هغه وخت زه نه پوهيدلم .د قرآنکريم انګليسی ژباړه ما ته راکړه او هغه مې د هديه په شکل قبول کړه .کله چې کورته راغلم هغه مې د ميز په روک کې کيښوده او کم کم مې د زړه ولولې کمې شوې او اولی حالت بيرته وګرځيدلم .
يو کال وروسته پخپله خوښه له خپلې ميرمنې او دوو زامنو سره بيا همغلته لاړم . څوک به چې عربستان ته تلل ډير ژر به د هغه ځای د ژوند له شرايطو سره بلدتيدل .
د مذهبي لحاظه يوازې د ورځې يو ځل مې عبادت او دعا کوله البته اشتباه ونه کړئ چې هغه وخت مسيحي وم . څو کاله مې په همدې ډول تير شول او بلاخره په 2001 کال کې د خپلې کورنۍ سره يو ځای د امريکا فلوريدا ته راغلم .
کله چې خپل وطن ته راغلم او کليسا ته به تللم مګر پوهيدلم چې هغه پخوانی شخص نه يم . په ډيره سختی به مې ځان قانع کولو تر څو تثليت قبول کړم .او په دې باره کې ګواهي ووايم .يو غلط شی وو او زه نه پوهيدلم چې دا علظي له کوم ځای څخه سرچشمه اخلي . تنها په پټه به مې د الله تعالی سره راز او نياز کولو دې کار به زما احساس ژوندی کولو چې ولې بغير له هغه خدای څخه چې د هر چا پيدا کونکی دی د بل چا در ته لمن ونيسم .
ځنې وخت به مې د ژوند بار په سختی پورته کولو .د ژوند نه په کامل ډول ناهيلی شوی وم د دوزح د لارې پلنوالی به مې ليدلو.په حقيقت کې زما ژوند د ځمکې پر سر په يو دوزخ بدل شوی وو .
دا څو کاله چې تير شول د غم او پريشانی څخه ډک وو .داسې حس به مې کولو چې زه غرقيږم . هغه کسان چې زما تر څنګ وو دوی پوهيدل چې زه هميشه دومره غمګين او پريشانه يم او ژوند راته بې احساسه ښکاريدو بلاخره کليسا ته هم نه تللم .

منبع : Islam Religion 

ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود