د بخاري او مسلم نه روايت دې چې حضرت انس رضی الله عنه وايي : کله چې زه او رسول الله صلی الله عليه وسلم له جومات څخه ووتلو نو د جومات د وره تر څنګ له يوه سړی سره مخامخ شو،هغه سړی له رسول الله صلی الله عليه نه پوښتنه وکړه چې قيامت څه وخت دی ؟ رسول الله صلی الله عليه هغه سړی ته وفرمايل : د قيامت د پاره دې څه تيار نيولی دی ؟ هغه سړی غلی شو وروسته يې وويل ما دهغه د پاره څه زيات لمونځ ،روژه او صدقه نه دي برابر کړي مګر زه الله جل جلاله او دهغه رسول الله صلی الله عليه دوست لرم .
رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم په ځواب کې وويل : پس ته به د هغه سره وﺉ چې دوست يې لرې .
ددې حديث په يو بل روايت کې انس رضی الله عنه وايي په هيڅ شی دومره نه وم خوشخاله شوی لکه په دې خبره  (پس ته به د هغه سره وﺉ چې دوست يې لرې) خوشحاله شوم .
امام ابن قيم (رح) په مدارج السالکين کې د محبت الهی د پاره لس سببونه ذکر کړی دي چې هغه د ستاسو خدمت ته تقديموم :
اول سبب : د قرآنکريم تلاوت په فکر او تدبرسره او دهغه په معنی او مقاصدو کې فکر کول ،څوک چې دا خوښوي چې له الله تعالی سره خبرې وکړي هغه دې قرآن ووايي .
حسن بن علی رضی الله عنه وايي : کوم کسان چې مخکې د تاسو وو قرآنکريم به يې د الله تعالی د جانبه راليږل شوی خط (ليک ) بللو د شپې به يې په هغه کې تدبر کولو او د ورځې به يې هغه عملي کولو ) .
امام نوي (رح) وايي : د قرآنکريم د لوستونکې د پاره اولين لازمي شرط دا دی چې دی په دې فکر کې وي چې زه د الله تعالی سره د مناجاتو په حال کې يم .
همدا وجه وه چې يوصحابي وتوانيدو د يوه سورت په تلاوت کولو په هغه کې تدبرکول او دهغه سورت سره د محبت کولو په وجه يې د الله تعالی محبت تر لاسه کړ، هغې صحابي به هميشه په لمانځه کې سورت اخلاص ويلو کله چې د هغه په اړه له نوموړی صحابي څخه وپوښتل شول هغه وويل : زما دا سورت خوښ دی ځکه په دې سورت کې د رحمن خدای جل جلاله صفت بيان شوی دی نو زه دا خوښوم چې هغه ووايم .
 رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته وويل : هغه ته ووايئ چې الله تعالی تا خوښوي .
بايد پوه شو چې د قرآنکريم د تلاوت څخه مقصد په هغه کې تدبر او فکر کول دي کچيرې هغه په يو ځل حاصل نشي نو بايد څو ځله تکرار شي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه او صحابوو به داسې کول .
له ابوذر رضی الله عنه نه روايت چې يو ځل رسول الله صلی الله عليه ټوله شپه ددې ايت کريمه (إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ) (المائده 118 ) په تکرار کې تيره کړه .
تميم داری رضی الله عنه هم يو ځل دا ايت (أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ (جاثية – ۲۱ ) ) ټوله شپه تلاوت کولو .

 

دوهم سبب : الله تعالی ته د فرائضو نه وروسته د نوافلو په وسيله نږدې کيدل ځکه د نوافلو په کولو سره سړی د محبوبِت درجې ته رسيږي .
رسول الله صلی الله عليه په قدسي حديث شريف كې د الله د طرف نه داسې فرمايي : … او زما بنده ماته د نوافلو په وسيله نږدې کيږي تر څو هغه خپل دوست ولرم او هر کله چې زه د کوم بنده دوست شم نو د هغه غوږونه شم چې په هغه باندې آروي ،د هغه سترګې شم چې په هغه باندې ويني او دهغه لاسونه شم چې هغه باندې نيول کوي او دهغه پښې شم چې په هغه باندې تګ کوي او حتی که له ما څخه څه وغواړي زه به هغه ورکوم (بخاري ) .
د اندامو کيدو نه مطلب دا دی چې بيا دغه ټول اندامونه د الله تعالی په رضا کې کارول کيږي يا د هغه سره مرسته او مدد کول او د هغه په هر کار کې برکت اچول دي .
 
دريم سبب : د الله تعالی ډيرډير يادول په ژبه ،زړه او عمل سره :
فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ ( البقره 152 ) (تاسې زما ذکر کوﺉ زه به تاسې يادوم )
وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (الجمعة 10 ) ( الله پاک په کثرت سره ياد کړﺉ چې کاميابي ومومئ ) .
وقال أبو هريرة: عن النبي صلى الله عليه وسلم: (قال الله تعالى: {أنا مع عبدي حيثما ذكرني وتحرَّكت بي شفتاه}).
 (رواه بخاري ) .
د حضرت ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د الله تعالی مبارک ارشاد دی چې کوم وخت بنده زما ذکر کوي او زما په یاد کې د هغې شونډې خوزيږي نو هغه وخت زه د هغه بنده سره يم.

ليکنه امام ابن قيم رحمه الله      ژباړه آن لاين اسلامې لارښود