د نر لپاره د رنجو استعمال څه حکم لري ؟
د نر لپاره په سترګو کې د رنجو اچول سنت دي
لکه پدې لاندې حديث شريف کې چې ابن ماجه روايت کړي دی :
 
قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم:
 ((عَلَيْكُمْ بِالإِثْمِدِ، فَإِنَّهُ يَحْلُوا الْبَصَرَ وَيُنْبِتُ الشَّعَرَ)). ابن ماجه

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : د اِثْمِد (چې يو ډول رانجه دی ) د خوب په وخت کې استفاده وکړﺉ ځکه چې سترګو ته رڼايې ور بښی او ويښتان ته وده ورکوي .