ددې مطلب پيل د جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم په يوه قصه دی کوم چې صحابه کرامو ته يې د پخوا زماني د يو کس قصه بيان کړې ده قصه مشهوره ده امام بخاري او امام مسلم دواړو نقل کړې ده .
عن أبي هريرة: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (قال رجل لم يعمل خيراً قط: فإذا مات فحرِّقوه، واذروا نصفه في البر ونصفه في البحر، فوالله لئن قدر الله عليه ليعذِّبنَّه عذاباً لا يعذِّبه أحداً من العالمين، فأمر الله البحر فجمع ما فيه، وأمر البر فجمع ما فيه، ثم قال: لم فعلت؟ قال: من خشيتك، وأنت أعلم، فغفر له) (البخاري ۷۰۶۷ ) .
له ابې هريرة رضی الله عنه نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چه يو سړي پر خپل ځان ډیر زياتی وکړ (ژوند يې په غفلت او ګناهونو کې تيرولو) کله چې د هغه د مرګ وخت راغی او خپل تيرشوی ژوند يې يا د کړ نو په هغه باندې د خدای نه ويره سخته غالبه شوه (او د آخرت د بد انجام نه وويردلو) تر دې پورې چې هغه خپلو زامنو ته وصيت وکړچې کله زه مړ شوم نو تاسې ما وسيزﺉ ايرې مې کړﺉ بيا تاسې زما يرې نيمي په وچه او نيمې په درياب کې وغورزوﺉ (ددې د پاره چې زما نښه معلومه نشي او زه د سزا د پاره دوباره ژوندی نشم ) هغه وويل : چې زه داسې ګنهکار يم چې قسم په الله که زه الله تعالی ونيولم نو ما ته به داسې سخته سزا را کړي چې په عالم کې به يې بل چا ته نه وي ورکړې، وروسته چې کله هغه مړ شو نو د هغه ځامنو د هغه په وصیت عمل وکړ ويې سيزلو ځه ايرې په هوا کې والوزولې څه يې په درياب کې وغورزولې – بيا د الله تعالی په حکم د وچې او لمدې نه د هغه زرات جمعه شول او هغه ته يې دوباره ژوند ورکړ ، بيا د هغه نه پوښتنه وشو چې ولې داسې وکړل ؟ هغه عرض وکړ ای زما چښتنه ! ته ښه پوهيږي چې ما ستا د ويرې هغسې وکړل نو الله تعالی هغه ته بخښنه وکړه (امام بخاري او امام مسلم مبارکانو دواړو روايت کړی دی ) .
 د الله د رحمت هليه او د ګناهونو د سزا نه ويره
عن أنسٍ:- “أن النَّبيَّ صلَّى اللَّهُ عليهِ وسلَّم دخلَ على شابٍّ وهو بالموتِ فقالَ كيفَ تجدكَ؟ قال واللهِ يا رسولَ اللهِ إنيِّ أرجو اللهَ وإنيِّ أخافُ ذُنوبي. فقال رسولُ اللَّهِ صلَّى اللَّهُ عليهِ وسلَّم: لا يجتمعانِ في قلبِ عبدٍ في مثلِ هذا المواطنِ إلاَّ أعطاهُ اللهُ ما يَرجو، وآمنهُ ممّا يخافُ”.(ترمذي ۹۸۸ ) .
د انس رضی الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم يو ځوان ته تشريف راوړلو چې د دنيا د رحصت کيدو په حال کې ؤ او د ژوند آخر يې وو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغه نه پوښتنه وکړه چې ته دا وخت خپل ځان څنګه ويني ؟ هغه عرض وکړ چې يا رسول الله صلی الله عليه وسلم زما حال دادی زه د الله تعالی د رحمت هيله لرم او ددې سره د خپلو ګناهونو د سزا نه ويره لرم هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل : چه يقين وکړه په کوم بنده په زړه کې چې دا دواړه جمع شي (د رحمت اميد او د ګناه نه ويره وي يعنې د مرګ په وخت کې ) نو الله تعالی به هغه ته ضرور هغه ورکړي کوم چې هغه د الله رحمت هيلمند وي او د هغې عذاب نه به يې وساتي د کوم نه چې د هغه په زړه کې ويره وي .
أنس عن أنس عن النبي صلى اللّه عليه وسلم قال:”يقول اللّه أخرجوا من النار من ذكرني يوما أو خافني في مقام”(الترمذی ۲۷۲۱ ، البيهقي ) .
 انس رضی الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : الله تعالی به د قيامت په ورځ هغو فرښتو ته کوم چې په دوزخ کې مقرردي حکم ورکړي چې کوم سړي چې زه چيرې ياد کړی يم او يا څه وخت يې زما نه ويره کړی وي هغه د دوزخ نه وباسئ.
 
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنُ مَسْعُودٍ؛ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: ((مَامِنْ عَبْدٍ مُؤْمِنٍ يَخْرُجُ مِنْ عَيْنَيْهِ دُمُوعٌ، وَإِنْ كَانَ مِثْلَ رَأْسِ الذُّبَابِ، مِنْ خَشْيَةِ اللهِ، ثُمَّ تُصِيبُ شَيْئاً مِنْ حُرِّ وَجْهِهِ – إِلاَّ حَرَّمَهُ اللهُ عَلَى النَّارِ)). (روا ابن ماجه ۴۱۹۷) .
د عبدالله ابن مسعود نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چه د الله تعالی د ويرې نه چې د کوم بنده له سترګو د مچ د سر قدرې اوښکې وي بيا هغه دده په مخ باندې وبهيږي نو الله تعالی هغه مخ د دوزخ په اور باندې حرام کړي .