په امريکا کې هر کال د 20 زرو په شااوخوا کې کسان د اسلام په مقدس دين مشرف کيږي ، ځنې د دوی دې ته متوجه کيږي چې بايد د خپل تصميم څخه په خاصه توګه د خپل فاميل څخه دفاع وکړي .
“روزا مانز” د پوهتنون يوه محصله ده چې د اسلام په دين مشرفه شوه . د جُمعې د ورځې د ماسپخين نه وروسته زيات شمير امريکايي نجوني په داسې حال کې چې اسلامې حجابونه يې اغوستي ؤ اسلامې مرکز ته را ټولې شوی وې او په يوه وخت کې يې اسلام راوړ .
ټولي نجوني د پوهتنون محصلينې وې ټولو د “امل” په نوم ښځه خپله نماينده وټاکله تر څو په پوهتنون کې د خوراکي نظام او د معلمانو سره د برخورد په اړه زمينه برابره کړي . د نوی مسلمان شويو دغه سترې ډلې ته روزا په نوم نوی مسلمانې شوی ښځې وينا وکړه او ويې ويل : زه غواړم خلکو ته دا اعلان کړم چې څنګه مونږ د اسلام دين ته مخه کړه او په دې لاره کې د څومره مشکلاتو او سختيو سره مخ يم په خاص توګه د هايمان د کورنی په باب .
د امريکې د اسلامې ټولنې د تير کال د مطالعاتو له مخې په نويو مسلمان شويو کې د ښځو شميره نظر نارينوو ته زياته ده ، د ښځو وياند هدی حسن په سی.ای.آی.آر وايي : دوی د پاکدامنۍ د ژوند سره مينه لري نو په دې خاطر اسلام طرف ته مخه کوي
زرا چې کله مسلمانه شوه او خپل کور ته لاړه هلته يې تلويزيون مړ کړ او خپل مور او پلار ته يې خپل اسلام راوړل اعلان کړل .د زرا مور پوښتنه ورڅخه وکړه ته اوس د مسيح په باره کې څه فکر کوي ؟ رزا وويل : مسيح يو پيغمبر دی او يو لوړ شخصيت دی مګر خدای نه دی . والدين يې د کلمبيا له مهاجرينو څخه دي هغه وخت چې رزا پنځه کلنه وه امريکا ته راغلي وو . زرا وايي چې د حجاب له اغوستلو سره زما مور او پلار سخت برخورد وکړ ما ته يې وويل : چې زمونږ او ستا د عقايدو نه بايد يو انتخاب کړې .
په اول کې ما ته مې مسلمانو ملګرو د قرآنکريم انګليسې ترجمه راکړه د هغه څه حصه مې ولوستله وروسته مې مطالعات پيل کړل او ډیر وخت کليسا ته نه تللم او په پوهتنون کې مې داسې ښځې تر سترګو کيدلې چې لوی ټکری به يې اغوستی وو خپل ويښتان به يې پټ کړې وو او کله کله به مې د پوهتنون په محيط کې له هغوی سره مجلس کولو بلاخره يو ورځ د جمعې په مبارکه ورځ زرا هم د هغوی په شان ځان حق ته تسليم کړ .
زرا وايي : دا زما په ټول ژوند کې يو غوره تصميم وو .
آن لاين اسلامې لارښود