خليج ټايمز دبی : په ۲۹ د آګوست د جمعې په ورځ د خبرو اترو په اتاق کې ۱۲۵ کسان چې ۱۲۲ ښځې او ۳ نارينه ؤ وروسته له هغه چې فيلپينې عالم لخوا په تاګالوګي ژبه وينا وشوه په اسلام مشرف شول .
ددې نويو مسلمان شويو له ډلې څخه يو امانوئل ،يامانو ؤ چې له ۲۰۰۶ کال را هسې د يوه تلويزيوني چينل سره کار کوي .هغه په خپلو خبرو کې د خليج ټايمز ته وويل : يو نوی او بدل شوی احساس لرم . ټول ګناهونه مې پاک شول او ټول تور داغونه (بد اعمال ) مې په شنه رنګ (ښو اعمالو ) بدل شول زه دوباره وزږيدلم .
هغه زياتوي : زه نور يواځې نه يم بلکي خپل نوي اسلامې وروڼه لرم چې زما چاپير دي . زه خوشحاله يم چې له يوه حقيقي او رښتيني دين سره بلد شوم .
شيخ عمر د اسلام د پيغام تر عنوان لاندې خبرو کې وويل : اسلام د آسمان آخرين پيغام دی او دهغه پيروان بايد پر ټولو مخکنيو پيغمبرانو او رسولانو ايمان ولري .
شيخ عمر چې يوه بله شپه يې په فيلپين کې د اسلام په اړه د دعوت وينا کړې وه ۹۹ تنه مسلمان شول . ده وويل : مګر دا شپه زما د پاره لويه وه ځکه په دې شپه کې ۱۲۵ کسان نوي مسلمان شول چې د مخکې شپې رکارد يې مات کړ .
د سايت مدير محمد الهاشمي وويل : فيلپينيان د ښه زړه خاوندان دي هغوی ته چې کله اسلام وړاندې شی نو يو يو او ډلې ډلی په اسلام کې داخليږي .
په نويو مسلمان شويو کسانو باندې جايزې او کتابونه وويشل شول تر څو دوی د خپل دين له تعليماتو خبر شي .
ددې اسلامې وينا د تالار په پای کې د سعوي عالم دوکتور شيخ محد العريفي د (سيلمان هد هد ) تر عنوان لاندې وينا سره د اسلامې ويناوو غونډه پای ته ورسوله .
آن لاين اسلامې لارښود