سلامونه زه پوښتنه لرم هیله ده چې ځواب یی کړی هغه د بدن د ويښتانو د خریلو په باره کی یعنی هغه ويښان چی سنت ورته وایو که ماته په واضح توګه سره وویوی چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی که نه که ځواب په خصوصی توګه راکړی مننه به مو وی دایمل له لاری
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
دتخرګو او نامه لاندې (شرمګا) د ويښتانو لری کول د ايستلو يا خريلو په وسيله د فطرت له سنتو څخه دي او د اسلام مبارک دين د هغه په رعايت ډير تأکيد کړي دی د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک ارشاد دی :
 (الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الآباط).[1]
 داپنځه شيان دانسان دفطرت سليمه دتقاضا خاص احکام دي :
۱- ختنه ۲- دنامه لاندې ويښتو خريل ۳- دبريتو لنډول ۴- نوکونه پرې کول ۵- د تخرګونو د ويښتانو اخيستل  .
د رسو ل الله صلی الله عليه وسلم عادت مبارک به دا وه چې په هره هفته کې به يې لري کول .
په هره هفته کې يې لری کول غوره دي مګر زياته موده يې څلويښت ورځې ده چې تر هغه زيات نه پريښودل کيږي .
أنس رضی الله عنه ويلي : « وَقَّتَ لَنَا فِي قَصِّ الشَّارِبِ وَتَقْلِيمِ الْأَظْفَارِ وَنَتْفِ الْإِبِطِ وَحَلْقِ الْعَانَةِ أَنْ لَا نَتْرُكَ أَكْثَرَ مِنْ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً»[2]
پيغمبر صلی الله عيله وسلم د بريتونو د لنډولو ،نوکونه ،د تخرګو او شرمګا ويښتانو د خريلو څلويښت ورځې مقرری کړی ،چې دا به تر دې زيات نه پريږدی .
حديث کې ويل شوی دي چې د “عانة” يعنی د نامه لاندې شرم ګاه د نر او ښځې د مخې طرف شرمګا د ويښاتو خريل سنت دي مګر د مقعد ویښتان پخپل حال پريښودل کيږي ځکه په حديث شريف کې هغه د فطرت له سنتو څخه نه دي او د بدن د نورو ويښتانو په ډول ويښتان دي .خو د مقعد د ويښتانو لرې کول کوم شرعي ممانعت نه لري خريل يې مباح دي .

[1].  بخاري(5889، 5891، 6297) و مسلم (257).

[2]. مسند احمد (3/122، 203، 255). مسلم (258). ابوداود (4200). نسائي (14). ترمذي (2759)، ابن ماجه (295).

آن لاين اسلامې لارښود