سوال : يو دا صورت دی چې د قرآنکريم څه حصه تلاوت کوي او نور ټول هغې ته عوږ نيسي بيا خپل ځان او مسلمانانو ته دعا کوي .
او بل داسې دی چې د قرآنکريم سپارې د حاضرينو په منځ کې تقسيموي او هر يو د قرآن څه حصه تلاوت کوي او هغوی وايي چې مونږ د تبرک د پاره مکمل قرآن ختم کړ .
جواب : الحمد لله والصلوة والسلام علی رسوله وآله وصحبه وسلم .. وبعد:
اول داچې د قرآنکريم د تلاوت د پاره جمع کیدل د هغه په داسې طريقه ويل چې يو قرآن وايي او نور عوږ ورته نيسي د هغه په معنی کې تدبر او فکر کول واقعاً د خير کار دی الله تعالی هغه قبلوي او د هغې په بدل کې اجر ورکوي .
 پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ  فرمايلي: «مَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللَّهِ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ إِلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمْ السَّكِينَةُ وَغَشِيَتْهُمْ الرَّحْمَةُ وَحَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ وَذَكَرَهُمْ اللَّهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ».[1]:
هيڅ ډله په يوه کور کې د الله تعالی له کورونو څخه د قران د تلاوت او مطالعې د پاره نه جمع کيږي مګر دا چې په هغوی باندې سکون نازليږي او له هغوی نه رحمت احاطه کيږي او پريښتي هغوی احاطه کوي او الله تعالی هغوی د هغه چا په مجلس کې يادوي چې له ده سره دي  .
دوهم صورت دا دی چې د قرآنکريم سپارې د حاضرينو په منځ کې تقسيم کړي او هر يو پخپله قرآنکريم په زوره سره وايي چې داسې ډول لوستل مکروه دي اول خو افضل دا دی چې يو ښه لوستونکی يې ووايي او نور عږ وي په هغه کې تدبر وکړي خو که داسې نه وي نو بيا به هر يو قرآنکريم په کراره سره وايي (کفايت المفتي – مفتي اعظم حنفي کفايت الله رح) .
و يکره للقوم أن يقروا القرآن جملة لتضمنها ترک الاستماع (عالمګيري ۵/ ۳۱۷ ) .
فتاوي بلد الحرام په دې اړه ليکي :
دوهم داچې د قرآنکريم سپارې د حاضرينو په مينځ کې تقسيم کړي او هر يو کس پخپله د قرآنکريم څه حصه تلاوت کړي ، د هيڅ یوه د پاره د قرآن ختم نه شميرل کيږي فقط د تبرک په نيت د قرآن په تلاوت کې يو ډول نقص او کمی دی ،ځکه د قرآن د لوستلو نه هدف الله تعالی ته نږيدېوالی دی او دهغه حفظ کول ،په هغه کې تدبر کول او د هغه په احکامو پوهيدل او دهغه له بياناتو څخه  عبرت او پند اخيستل موجب د ثواب ګرځي .
دا طريقه ځکه نا مشروع ده چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم او اصحابو کرامو څخه نه ده ثابته شوي ،که د حفظ او تعليم د پاره وي نو باک نه لري .
و بالله التوفیق و صلی الله علی نبینا محمد و اله و صحبه و سلم
فتاوي معاصر البلدالحرام – دائمي ټولنه،بدع الناس فی القرآن ص12،11

[1]   مسلم 2699 او ابوداود (1455 ) او ترمذی2946 روایت کړی دی
فالجواب عن هذا ما جاء في فتوى للجنة الدائمة (2/480)
اولاً :الاجتماع لتلاوة القرآن ودراسته بأن يقرأ أحدهم ويستمع الباقون ويتدارسوا ما قرؤوه ويتفهموا معانيه مشروع وقربة يحبها الله , ويجزي عليها الجزاء الجزيل ، فقد روى مسلم في صحيحه وأبو داود ، عن أبي هريرة رضي الله عنه : أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( ما اجتمع قوم في بيت من بيوت الله يتلون كتاب الله ويتدارسونه بينهم إلا نزلت عليهم السكينة ، وغشيتهم الرحمة وحفتهم الملائكة وذكرهم الله فيمن عنده ) .
والدعاء بعد ختم القرآن مشروع أيضاً إلا أنه لا يداوم عليه ولا يلتزم فيه صيغة معينة كأنه سنة متبعة ، لأن ذلك لم يثبت عن النبي صلى الله عليه وسلم وإنما فعله بعض الصحابة رضي الله عنهم .
وكذا دعوة من حضر القراءة إلى طعام لا بأس بها ما دامت لا تتخذ عادة بعد القراءة .
ثانياً : توزيع أجزاء من القرآن على من حضروا الاجتماع ليقرأ كل منهم لنفسه حزباً من القرآن لا يعتبر ذلك ختماً للقرآن من كل واحد منهم بالضرورة .وقصدهم القراءة للتبرك فقط فيه قصور فإن القراءة يقصد بها القربة وتحفظ القرآن وتدبره وفهم أحكامه والاعتبار به ونيل الأجر والثواب وتدريب اللسان على تلاوته ….إلى غير ذلك من الفوائد ، وبالله التوفيق ) ا.هـ

آن لاين اسلامې لارښود