سوال : په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟

ځواب : د تصوير ترسيم که هغه د انسان وي يا د حيوان حرام دی ، په هر شکل چې وي د مجسمې په شکل ، د تصوير د نقاشۍ په شکل ،د کاغذ پرمخ يا د ديوال پر مخ وي حرام دی ځکه په صحيح احاديثو له هغه نه منع شوی او دهغه جوړونکی ته د دردناک غذاب خبردارئ ورکړ شوی دی .

په پخوا زمانو کې د تصوير او مجسمو جوړول د شرک با الله موجب ؤ ( هغې ته تعظيم کول ، د هغې پر وړاندې د انسانانو دريدل ، د هغې تکريم او د هغې د تقرب تلاش کول ) مطلب وو چې دا ټول امور بغير له الله تعالی بل چاته جايز نه دي .ځنې وخت تصويرونه د فتنې سبب ګرځي له هغه جملې د ښځو لوڅ او نيمه لوڅ تصويرونه لکه اوس له بده مرغه په اسلامې ټولنو کې رواج لري په تجارتي نښو او لوحو باندې بې شرمه تصويرونه لګوي چې هغه ته به هيڅ ضرورت هم نه وي ،يا زمونږ په ملک کې د ځنو مجاهد نما قهرمانانو چې د خپلو مشرانو مجسمې يې جوړې کړی دی آيا دا مجسمې جوړول د بت پرستو په لاره تګ نه دی ؟

هغه احاديث چې په دې باره کې راغلی او تصوير جوړولو عمل يې کبيره ګناه بللې ده دا حديث دی چې ابن عمر وايي : پيغمبرصلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«‌ إِنَّ الَّذِينَ يَصْنَعُونَ هَذِهِ الصُّوَرَ يُعَذَّبُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، يُقَالُ لَهُمْ: أَحْيُوا مَا خَلَقْتُمْ»[1] رواه البخاري و مسلم (د قيامت په ورځ هغو کسانو ته چې دا تصويرونه جوړوي عذاب ورکول کيږي ، هغوی ته ويل کيږي ژوندي کړئ هغه څه کوم مو چې جوړ کړي وو) .

عبدالله ابن مسعود وايي : له پيغمبر صلی الله عليه وسلم نه مې وارويدل چې فرمايل يې :

« إِنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْمُصَوِّرُونَ » .[2] رواه البخاري او مسلم  (د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب د تصوير جوړونکو دی )

ابو هريره رضي الله عنه وايي: له رسول الله  صلی الله عليه وسلم نه مې وارويدل چې ويل يې :

« قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذَهَبَ يَخْلُقُ كَخَلْقِي فَلْيَخْلُقُوا ذَرَّةً أَوْ لِيَخْلُقُوا حَبَّةً أَوْ شَعِيرَةً»[3] رواه البخاري او مسلم

« د هغه کس نه به بل څوک ظالم وي چې کوښښ کوي تر څو زما د خلقت پشان څه شی جوړ کړي . پس جوړ دې کړي ذره يا جوړه دې کړي يوه دانه (د غنمو يا وربشو له دا نو څخه ) يا يو مږې ».

عايشه رضی الله عنه وايي : پيغمبر صلی الله عليه وسلم له سفر څخه راغی او ما په طاق باندې يوه پرده ځړولې وه چې په هغه باندې تصوير ؤ ، کله چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم هغه وليده د مخ مبارک رنګ يې بدل شو او ويې فرمايل :

« يَا عَائِشَةُ، أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُئونَ بِخَلْقِ اللَّهِ » [4] (ای عايشې ! د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب هغو کسانو ته ورکول کيږي چې دوی کوښښ کوي د الله تعالی د خلقت په مثل شی جوړ کړي ) .

ابن عباس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُم په روايت پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي:

« مَنْ صَوَّرَ صُورَةً فِي الدُّنْيَا كُلِّفَ أَنْ يَنْفُخَ فِيهَا الرُّوحَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَلَيْسَ بِنَافِخٍ » [5]

(څوک چې په دنيا کې تصوير جوړ وي هغه د قيامت په ورځ کې د هغه په روح اچولو مکلف کيږي حال داچې هغه د روح د اچولو توان نه لري ) .

له ابن عباس رضي الله عنهما روايت شوی دی چه پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي:

« كُلُّ مُصَوِّرٍ فِي النَّارِ يَجْعَلُ لَهُ بِكُلِّ صُورَةٍ صَوَّرَهَا نَفْسًا فَتُعَذِّبُهُ فِي جَهَنَّمَ»

(هر تصوير جوړونکی په دوزخ کې دی ، په هر شکل يې چې جوړ کړی وي هغې ته به د روح شکل ور کړ شي او د هغه په وسيله به هغه ته په دوزخ کې عذاب ورکوي  )

ابن عباس رضي الله عنه وايي:

« إِنْ كُنْتَ لَا بُدَّ فَاعِلًا فَاصْنَعْ الشَّجَرَ وَمَا لَا نَفْسَ لَهُ »[6] رواه البخاري او مسلم

(که بِغیر له دې کار چاره نه لرې نو د ونې او بې روح شيانو تصوير رسموه .)

پورته ټول احاديث د ساه لرونکو تصويرونو پر حرمت دلالت کوي مګر د ونې ، سيند ، غره او دې ته ورته نور بې ساه شيانو چې ابن عباس هغه ته اشاره کړې ده او نورو صحابوو په هغه باندې اعتراض نه دی کړئ باک نه لري .

وبالله التوفيق. و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم

د علمي څيړنو او افتا دايمي ټولنه (مکه مکرمه ) (1/ 455 – 457 )

آن لاين اسلامې لارښود


[1] – بخاري (5951) – مسلم (2108)

[2] – بخاري (5950) – مسلم (2109)

[3] – بخاري (5953 ، 7559) و مسلم (2111

[4] – بخاری (5954) مسلم (2107) و لفظ حديث از صحیح مسلم است.

[5] – بخاري (5963) مسلم (2110)

[6] بخاري (2225) – مسلم(2110) و لفظ حدیث از صحيح مسلم است.