امام احمد به دايم د داسې چا په لټه کې وو چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم احاديث به يې ياد وو .تر څو هغه ورڅخه ياد کړي د ضرورت په صورت کې به يې لرې لرې سيمو ته هم د احاديثو د تر لاسه کولو دپاره سفرونه کول ، کله به يې چې داسې څوک پيدا کړل نو بيا به يې د هغه د رفتار او سلوک پوښتنه کوله چې ښه به مطمئن شو نو بيا به يې هغه ته عوږ نيولو او له هغه څخه به يې حديث يادولو .
يو ورځ هغه خبر شو چې په ماوراء النهر کې يو سړی دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه احاديث روايت کوي ، امام احمد د ماوراء النهر په لورې روان شو او وروسته د يوه اوږد مېزل يې هغه سړی پيدا کړ . کله چې هغه سړی ته ورسيد ويې ليد چې يوه سپي ته ډوډۍ ورکوي ،امام احمد هغه ته سلام کړ او سړی د سلام ځواب ورکړ بيا بيرته سپي ته د ډوډۍ په ورکولو مشغول شو او امام ته يې نظر ونه کړ ،امام په دې نا آرامه شو چې څنګه يې ما ته خاص پام ونه کړ او د سپي په ډوډۍ ورکولو مشغول شو . کله چې سړی د سپي له ډوډۍ ورکولو فارغ شو مخ د امام طرف ته کړ او يې ويل : شايد ته زما په دې کار چې ستا سره مې د خبرو پر ځای سپي ته ډوډی ورکوله نا رامه شوې ؟ امام وويل هو
هغې سړی وويل :
حدثنی أبوزناد عن الأعرج عن أبی هریرة أن النبی ـ صلی الله علیه و سلم ـ قال: « من قطع رجاء من ارتجاه، قطع الله رجاءه یوم القیامة فلن یلج الجنة».
ابوزناد له اعرج او اعرج له ابوهریره رضی الله عنه ماته روايت کړئ چه پیغمبر اکرم صلی الله علیه و سلم فرمايلي: « هر چا چې د هيلمند هيله او اميد پرې کړ الله تعالی به د هغه هيله او اميد د قيامت په ورځ ور پرې کړي پس هيڅ کله به جنت ته داخل نشي ».
په دې سيمه کې بل سپۍ نشته همدا يو عريب سپئ دی له لوږې يې ماته را مخه کړه وويريدم چې هغه ناهيلی نه کړم تر څو الله تعالی ما د قيامت په ورځ نا اميده نه کړي .
امام په داسې حال کې چې سترګې له اوښکو ډکې وې سر يې پورته کړ او يې ويل
الله تعالی دې د قيامت په ورځ زمونږ هيله او اميد نه قطعه کوي 
امام په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو حديث يې په لاس راوړی وو د مکې په لوري بيرته را روان شو او هغه حديث يې پخپل (مسند ) کې ځای پر ځای کړ . (انتشارات سنت تایباد ۱۳۸۱ ) .

آن لاين اسلامې لارښود