داسلامی لارښود وټولومحترموکارکوونکوته خپل دمینی ډک سلامونه وړاندی کوم، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
سنت په څو ډوله دي ، او بل دا چی لنګوټه ټرل په کومو حدیثوشریفه و سره سنت ګرځید لی ده ، او دکوم ډول سنت څخه ده.
که معلومات یی راکړی مهربانی به مو وی.
والسلام ستاسو دلازیاتی کامیابی په هیله ستاسو ورور احمدیسارآغا(خجندی)
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
سنت په دوه ډوله دي يو سنت عبادت دی او بل سنت عادت يا زوائد لکه نورالانوار چې ليکي :وهی نوعان :الاول سنة الهدی وتارکها يستوجب اساءة کالجماعة والاذان والاقامة فان هؤلاء کلها من جملة شعائرالدين واعلام الاسلام.
والثانی الزوائد وتارکها لايستوجب اساءة کسيرالنبی صلی الله عليه وسلم فی لباس وقعود وقيامه فان هؤلاء کلها لا تصدر منه علی وجه العبادة وقصد القربة بل علی سبيل العادة فانه صلی الله عليه وسلم کان يلبس جبة حمراء وخضراء وبيضاء طويل الکمين وربما يلبس عمامة سوداء وحمراء وکان مقدارها سبعة اذرع او اثنی عشر ذراعا او اقل او کثر و کان يقعد محتباً تارةً ومربعاً للعذر وعلی هيئة التشهد اکثر فهذا کلها من سنن الزوائد يثاب المرء علی فعلها ولا يعاقب علی ترکها وهو فی معنی المستحب الا ان المستحب ما احبه العلماء وهذا ما اعتاد به نبی صلی الله عليه وسلم (نورالانوار صفحه ۱۶۷ ) .
يعنی سنت پر دوه ډوله دي يو هغه سنت دي چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د عبادت پر ډول کړی وي لکه جماعت ،اذان او اقامت دې ته سنت عبادت وایي ، ددې شيانو پريښودونکی ګناهکار او د ملامتۍ وړ دی ځکه چه دا ټول د دين شعائر او د اسلام نښې دي ، او دوهم ډول سنت زوائد يا سنت عادت ورته وايي ،دا هغه سنت دی چې پريښودونکی يې ګناهکار او د ملامتۍ لايق نه ګرځي ، هغه لکه په لباس او جامه کې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم پر لاره تلل همدارنګه په ناسته ولاړه کې د ده مبارک په لاره تلل .
د مثال په توګه يو وخت جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم لنګوټه تړلې ده بل وخت يې صرف خولۍ په سر کړی ده ،همدارنګه کله يې يو رنګ لنګوټه تړلې او لکه بل رنګ کله يې اووه ګزه لګوټه تړلی کله دوولس ګزه او کله بيا تر اووه ګزه هم کمه او کله يې بيا تر دې زياته تړلې ده .
همدارنګه په ناسته کې کله چهارزانو کښينستۍ کله د تشهد پر ډول کله بيا بل ډول ، دا قسم ټول شيان د جناب ر سول الله صلی الله عليه وسلم ثابت دي مګر په طريقه د ثواب او عبادت نه ،بلکي په طريقه د عادت شريفه .
درالمختار همداسې ليکي : قال الشامى فى حاشيته على الدر:”و السنة قسمان:
1: سنة الهدى، و تركها يوجب الإساءة و الكراهة، كالجماعة و الأذان.
2: سنة الزوائد، كسير النبى صلي الله عليه و سلم فى لباسه و قيامه و قعوده، و لا يوجب تركها كراهة”. (رد المحتار: 2/90) .
او تاسې چې په سوال کې ويلی چې پګړۍ په کومو احاديثو ثابته ده د پګړې په باره احاديث راغلی دی چې دلته يوازې د حضرت جابر ضی الله عنه حديث ذکر کوو :عن جابر رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله عليه وسلم دخل يوم فتح ملکة وعليه عمامة سوداء (مسلم ) يعنی :جابر رضی الله عنه وايي چه د مکې د فتحې په ورځ نبی صلی الله عليه وسلم چې کله مکې ته داخل شو تور پټکی په سر وو . يعنی پګړۍ سنت زوائد ده .
 
حکيم الامت علی تهانوي ليکي : اصلي سنت سنت عبادت دي البته کچيرې سنت عادت د محبت له وجې تر سره شي په هغه کې ثواب او برکت شته دی ،مګر فکر مو وي چې په سنت عادت کې د حد نه زيات تجاوز کول نه دي پکار ، نن ډير خلک د دين په ضرورياتو خبر هم نه وي او د دين د ضرورياتو پروا هم نه کوي خو شپه او ورځ په دې کې لګيا وي چې د جناب ر سول الله صلی الله عليه وسلم  لګړه مبارکه څومره وه او عمامه مبارکه يې څومره وه او داسې نور …
کچيرې يو عاشق د دغو خبرو تحقيق وکړی هغه خو جلا خبره ده مګر ډير خلک د دين نه خبر نه وي خو په دغو شيانو کې بيا شپه او ورځ لګيا وي ، تر خپلې اندازي زياته مبالغه په کار نه ځکه هر شی خپل حدود لري (تحفة العلماء ج ۲ ص ۱۱۶ ) .
 
فقه حنفي ابوالمختار ليکي :
وروڼو ! مونږ ډير کارونه صرف د رواج پر ډول کوو ، د مثال په توګه لنګوټه مو دومره لازمه ګنلې ده چې واجبو ته مو رسولی ده او حال دا دی چې د التزام د ما لايلزم بدعت دی ، ددې خبرې د ثبوت د پاره مونږ وايو چې لګوټه تړل سنت ده ، ځکه چې جناب سول الله صلی الله عليه وسلم تړلې ده ، مګر هلته بيا که امام لنګ وتړي او تر مخ شي څوک لمونځ نه پسې کوي ، حال دادی چې جناب سول الله صلی الله عليه وسلم تقريباً خپل ټول ژوند په لنګ کې تير کړی دی نو بيا ولی لنګ د لنګوټی په ډول لازم نه ګڼل کيږي ، ښکاره خبره ده چې ددې وجه داده چې دا سنت عادت دي سنت عبادت نه دي او همدارنګه د فقه کتابونه ليکي چې د نارينه د پاره په دريو جامو کې لمونځ کول مستحب دي لنګ ، قميص او لنګوټه لکه مراقی الفلاح چې ليکي : والمستحب للرجل أن یصلی فی ثلاثة اثواب : ازار قميص وعمامة  
(فقه حنفي – ابوالمختار محمد عبدالروف حقيار حنفی ديوبندی ) .
آن لاين اسلامې لارښود