د اذان په وخت کښی تلاوت کول کله چی مصروف وی یعنی سوره یی شروع کړی وی او ختمه نوی نه چی اذان شروع شی تلاوت به دروی که جاری به یی ساتی ؟
ستاسو کشروروروعبدالرحیم کاکړ – د کابل پوهتنون
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
کله چې آذان شروع شي نو غوره داده چې قرآئت ودروي او د اذان نه وروسته بيرته هغه شروع کړي ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم دی چې کله مؤذن آذان وايي نو تاسې په دې شان سره د هغه ځواب ورکوئ : عن عمر بن الخطاب قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” إذا قال المؤذن الله أكبر الله أكبر فقال أحدكم الله أكبر الله أكبر ثم قال أشهد أن لا إله إلا الله قال أشهد أن لا إله إلا الله ثم قال أشهد أن محمدا رسول الله قال أشهد أن محمدا رسول الله ثم قال حي على الصلاة قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال حي على الفلاح قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال الله أكبر الله أكبر قال الله أكبر الله أكبر ثم قال لا إله إلا الله قال لا إله إلا الله من قلبه دخل الجنة ” . رواه مسلم ( 385 ) .
يعنی کله چه مؤذن الله أكبر الله أكبر وايي تاسې به هم الله أكبر الله أكبر وايئ بيا چه کله أشهد أن لا إله إلا الله وايئ تاسې به هم أشهد أن لا إله إلا الله وايئ  بيا چه کله أشهد أن محمدا رسول الله وايي نو تاسې به هم أشهد أن محمدا رسول الله وايئ  بيا چه کله قال حي على الصلاة وايي تاسې به لا حول ولا قوة إلا بالله وايئ او کله چه حي على الفلاح وايي تاسې به حي على الفلاح وايئ بيا چه کله الله أكبر الله أكبر وايي تاسې به هم الله أكبر الله أكبر وايئ بيا چه کله لا إله إلا الله تاسې به هم لا إله إلا الله وايئ څوک چې د زړه نه داسې ووايي داخل به شي جنت ته (رواه مسلم ) .
د ځنو علماؤ په نزد د آذان ځواب ورکول واجب دي لکه چې د حرمينو ستر عالم ابن عثمين وايي :فإذا سمعت المؤذن وأنت تقرأ القرءان فاقطع القرآن وأجب المؤذن تقول مثل ما يقول إلا في حي على الصلاة حي على الفلاح فتقول لاحول ولا قوة إلا بالله.
نو مسلمانان وروڼه بايد د آذان له ځواب سره خپل ځان عادت کړي او د آذان په وخت خبرې ونه کړي
آن لاين اسلامې لارښود