د جهان اخبار اسلام د راپور او مفکورة الاسلام په حواله : په بلژيک کې د مسلمانانو د آخري سر شميرنې له مخې د مسلمانانو شميره تر 600 زرو زياته ده په داسې حال کې چه ددی هيواد حکومت يې هميشه 400 زره ښيي .
د ايتاليا آکی خبري منابع وايي : په بلژیک کې اوس د مسلمانانو شمير ددې هيواد د اوسيدونکو 5.8٪ تشکلوي .
بلژيک يو له هغو هيوادونو څخه دی چې د فصيدی له مخې ډير مسلمانان لري له بلژيک وروسته د فرانسې هيواد 5.7 ٪ مسلمانان لري او بيا هالنډ د 5.5٪ مسلمانانو لرونکی دی ( خو د نفوس له مخې نظر ټولو ارپايي هيوادونو ته فرانسه زيات شمير مسلمانان لري ) .
په پلژيک کې مسلمانان د جغرافيوي موقعيت له مخې څه تيت دي په شمال کې د مسلمانانو نسبت 4٪ دی مګر د بلژيک په پايتخت بروکسل کې د مسلمانان تعداد ډير لوړ دی چې 22٪ ته رسيږي ، مګر د محلي ورځپاڼو د راپور له مخې په بروکسل کې د مسلمانانو نسبت 33 ٪ ته رسيږي .
په 2008 کال کې “الوی سروی” د بلژيک د ټولنيز علومو کار پوه ويلي وو چه ددې انتظار کيږي تر څو په را تلونکو 15-20 کلونو کې په بروکسل کې مسلمانان په اکثريت بدل شي .

آن لاين اسلامې لارښود